1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په بلجيم کې افغان مهاجرو په احتجاج لاس پورې کړ

کابو ۲۰۰ تنو افغان پناه غوښتونکو او د هغوي ملاتړ کوونکو په بلجيم کي په يوه اوږد لاريون لاس پورې کړ ترڅو د هستوګنې د اجازې د ترلاسه کولو له پاره د بلجيم حکومت تر فشارلاندې راولي.

انځور له ارشیف څخه

انځور له ارشیف څخه

احتجاج کوونکو د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۲ نیټه) د بلجيم په لويديځ ښار مونز کې يوه خيمه ودروله او ویې غوښتل چې د دغه هیواد له صدراعظم اليو دي روپو، سره د خپل برخه ليک په هکله خبرې وکړي.

احتجاج کوونکو له بروکسل څخه تر مونز ښار پورې ۷۰ کيلو متره لار د احتجاج په توګه په پښو ووهله ترڅو له صدراعظم دي روپو سره چې د مونز ښاروال هم دی وويني.

وروسته له هغې چي لاريون کوونکي پوه شول چي صدراعظم بهر ته تللی دی او تر دوشنبې ورځې ( د ۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۳ نیټه) پورې بيرته نه ستنيږي، هغوی هوډ وکړ چي د مونز د ښار په عمومي ميدان کې چې اوس د مسيحي ميلاد د اختر(کريسمس) په خاطر په چراغونو ډير سينګار شوی هم دی، خيمې ودروي. دغه پناه غوښتونکو ويلي دي چې په دغه ځای کي به تر هغه وخته پورې پاتې شې چې د بلجيم له صدراعظم سره وويني.

له دی مخکې افغان مهاجرو په بروکسل کې د څلورو مياشتو له پاره يو کليسا اشغال کړې وه ترڅو حکومت د هغوی د پناه غوښتنلیکونه ومني او په بلجيم کي د قانوني هستوګنې له پاره اجازه ورکړي. د بروکسل ستر اسقف اندرې ليونارد، د افغان کډوالو له دغې غوښتنې څخه ملاتړ کړی دی.

په داسي حال کې چې د بلجيم صدراعظم دي روپو، له افغان کډوالو سره خواخوږي څرګنده کړې ده د کډوالو له پاره د هغه وزيرې ميګي دي بلاک، سخته پاليسي غوره کړې او وايي چې د د افغان پناه غوښتونکو پر دوسيو به هسې غور کيږي لکه چی د نورو کډوالو پر دوسيو کیږي.

DW.COM