1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

په برلین کې پر یوه مسیحي افغان باندې برید شوی

پر یوه افغان نارینه له دې کبله د آلمان په پلازمینه برلین کې د دوو نورو کسانو له خوا برید شوی، چې هغه یو صلیب پر غاړه کړی وو. داسې ښکاري چې د دې برید انګیزه له مسحیت سره مخالفت وو.

د برلین پولیسو خبر ورکړی دی چې دغه افغان نارینه د دوشنبې په ماښام د برلین د «نوی کولن» اورګاډي تمځای ته نزدې، د دوو نورو نارینو له برید سره مخامخ شوی دی.

دغه ۲۳ کلن افغان ویلي دي چې دوه نور کسان ورته نزدي شوي او بیا یې د هغه په غاړه کې پروت صلیب ته په اشاره سره پوښتلي چې دی ولي مسیحي شوی دی.

هغه زیاته کړې ده چې تر دې وروسته د دوو برید کوونکو له ډلې څخه یوه یې چې ښايي مسلمان وو، لاس اچولی چې د ۲۳ کلن افغان له غاړي صلیب لیرې کړي. پر دې سربیره یې هغه څو وارې په سوکانو پر مخ هم وهلی دی.

دغه افغان زیاته کړې ده چې د دې هر څه په جریان کې دوم کس هغه کلک نیولی وو. د دې برید په پایله کې د ۲۳ کلن افغان په بدن کې دوه ټپونه رامنځ ته شوي دي. تر پیښې وروسته دواړه برید کوونکي له سیمې تښتیدلي دي.