1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په برلين کې د فلمونو نړيوال نندارتون

د گڼ شمېر نړيوالو فلمي ستورو او لوبغاړو تر څنگ د ‘برليناله’ په نامه د آلمان د فلمونو د نړيوال نندارتون جوړونکی ديتر کسليک د خپلو څرگندونو له مخې آلماني ستورو ته سترگې په لار دی. تر لسو زيات آلماني لوبغاړو سږ کال په نړيوالو فلمونو کې برخه اخېستې ده.

default

کسليک داسې فلمي ستورو لکه مارتينه گېدېک او مريڅ بلايبتروي ياد کړل، بلايبتوي په درې داسې ورته فلمونو کې خپل رول ادا کړ. د نندارتون مشر کسليک زياته کړه چې «دا د دې ثبوت دی چې د آلماني فلمونو صنعت په نړيوال کچه هم منل شوی دی.« سږ کال تر 4000 زيات ژورنالستان دغه نندارتون ته راتلونکي دي.