1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«په «بدو» کې د ورکړې په دود کې کموالی راغلی»

په «بدو» کې د نجونو د ورکړې د موضوع په هکله د افغانستان په نهو ولسوالیو کې یوه تازه څیړنه ښيي چې په دغه پدیده کې کموالی راغلی. د څېړنې پایلې ښيي چې لا هم کم عمره نجونې په بدو کې داسې خلکو ته ورکړل شوي چې بل واده هم لري.

په «بدو» کې د ورکړې رواج له ډېر پخوا څخه په افغانستان کې موجود دی. د دغې رواج له مخې کله چې یو کس قتل وکړي نو د غچ اخستېنې د مخنیوي له پاره قومي مشران او د دواړو کورنیو غړي د قاتل له کورنۍ څخه یوه نجلۍ د مقتول په کورنۍ کې یو چا ته په نکاح کوي، تر څو دغه دواړې کورنۍ په خپلو کې سره روغه وکړي.

د سولې له‌ پاره د خپلواک او مدني ابتکار، نومې موسسې د هیواد په نهو ولسوالیو کې تر زرو له ډیرو کسانو په بدو کې د ورکړې په اړه پوښتنې کړي. که څه هم دغې موسسې په بدو کې د ورکړې په هکله مشخص ارقام نه دي وړاندې کړي خو په څیړنه کې ګډونوالو ویلي دي چې دغه رواج د پخوا په پرتله کم شوی دی.

د دغې موسسې یوې غړې خدیجه امیري د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د اپریل ۲۶مه) د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویل: «یوازینی لامل چې په بدو کې یې د ورکړې کچه راټیټه کړې ښونه او روزنه او د خلکو عامه پوهاوی دی. ځکه خلکو ډیر پوهاوی تر لاسه کړې او پر دې پوهیږي چې په بدو کې د ورکړې مسله غېر قانوني ده.»

ټکان ورکوونکي پېښې

د سولې له پاره د خپلواک او مدني ابتکار موسسې استازې وايي له دې سره سره چې په بدو کې د ورکړې دود کم شوی دی خو لا هم د ځینو خلکو په منځ کې دغه دود دوام لري. د څېړنې پایلې ښيي چې د دغه ډول پېښو ډیرې قربانۍ کم عمره نجونې گرځي.

د نوموړې موسسې غړي پر دې باندې ټینگار کوي چې هغه نجونې په بدو کې د ورکړې قرباني گرځي چې په هیڅ جرم کې نه دي ښکېلې او یوازې د هغه جرم په خاطر چې نورو تر سره کړی، دوی یې قرباني گرځي.

په دې څېړنه کې له داسې پېښې هم یادونه شوې چې په ځینو مواردو کې د قاتل کورنۍ د مقتول د کورنۍ داسې غړي ته خپله لور ورکوي چې له وړاندې یې بله ښځه درلوده او خپله هم له هیواده بهر په ایران کې ژوند کوي.

د خاطره اسدي په نوم د دغې موسسې یوې بلې غړې وویل: «یوه نجلی خپل هغه زوی ته کوژدن کوي چې په ایران کې دی او بله نامزد هم لري. حالت دومره خرابیږي چې نجلۍ باید یوه لویه قرباني وگرځي. دغه نجلۍ باید د کور خدمتګاره او نوکره شي.»

د سولې له ‌پاره د خپلواک او مدني ابتکار موسسې غړې مېرمن خدیجه امېري وايي که څه هم د دوی موسسې په دغه برخه کې د عامه پوهاوي له پاره هلې ځلې کړي دي، خو زیاتوي چې دا پوهاوی باید د ټول هیواد په کچه تر سره شي.

غېر رسمي عدالت

د دغه څېړنې موندنې ښيي چې په دغه ډول قضیو په پریکړو کې د رسمي، عدلي او قضايي اورګانونو نقش ډیر کم دی، ځکه چې په وینا یې هغوی هڅه کوي چې ورته پېښې د سیمه ییزو شوراګانو او غیر رسمي کسانو له خوا هوارې کړي.

د یادې موسسې غړي پر دې ټینگار کوي چې سیمه ییزې شوراګانې دې په بدو کې د ښځو د ورکړې د مخنیوي په اړه تبلیغ وکړي.

خديجه امیري زیاتوي: «د څېړنې پایلو ثابته کړې چې په خاصه توګه ملا امامان کولی شي په بدو کې د ښځو د ورکړې د دود د راکمولو له پاره مبارزه وکړي او په خپلو خبرو او تبلیغ سره خلک دې ته وهڅوي چې نور دا ډول دود تکرار نه کړي.»

یادې موسسې له حکومت څخه هم غوښتنه کړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي موضوع دې جدي ونیسي تر څو ټولې قضیې د رسمي نهادونه له لوري فیصله شي.