1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په باميانو کي يوه ستره مجسمه موندل سوې ده

اوه کاله وروسته له هغه چي د بودا دوې 1500 کلني زړې مجسمې د طالب واکمنانوپه دې نامه چي ګواکي هغه د دوی له اسلامي عقیدې سره نه جوړیږي، والوزولې

د نړۍ د ترټولو لويي مجسمې خالي ځای چي د طالبانو په وخت کي والوزول سوې

د نړۍ د ترټولو لويي مجسمې خالي ځای چي د طالبانو په وخت کي والوزول سوې

اوس یوه فرانسوي- افغان ټیم د بودا یوه نولس متره اوږده پرته مجسمه هلته پيداکړې. دا خبره چي د بودا دریمه مجسمه د طالبانو له قهر اوغوسې څخه ژغورل سوي پاته سوې ده، د افغانستان په دغه طبیعي ښکلې دره کي، چي مغاريې د ویجاړو سوو مجسمو کور ؤ او د افغانستان د پخواني اوسني پسمنظر یادون دی، پراخ سور اوځوګ راوپاراوه.

فیاض د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل:« دا یوه ډیره خوښي بښونکې شېبه وه، زموږ د ټولو لپاره. رښتیا هم چي زموږ د کلونو زیارنتیجه ورکړه.»

هغه تیم چي مشري يې په فرانسه کي د اوسیدونکي افغان لرغون پیژندونکي زمریالي طرزي، په غاړه ده، په داسي حال کي د بودا دغه پرته مجسمه ومیندله چي هغوی اصلاً د اوومي پیړۍ د یو چینايي راهب سوان ژانګ، د وینا له مخه د بودا پر درې سوه متري څنګ باندي تکیه سوې مجسمې پسي لټون کاوه.

لرغون پیژندونکی، طرزی آن دیرش کاله د مخه خپله لټنه پیل کړې وه. خو د لسیزو جګړو او د1996 تر2001 کال پوري د طالبانو د واکمنۍ مودې، د دغو لټونو مخه ونیوله. د2001 کال په مارچ کي د بامیانو بوداګان والوزول سول،چي تر هغه پوري په نړۍ کي د بودا تر ټولو ستري ولاړي مجسمې وې.

وروسته له هغه چي د طالبانو واکمني د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د یو نړیوال ځواک له خوا نسکوره سوه، طرزی او د هغه ټیم ډیر ژر بیرته افغانستان ته ستون سو.

هغه څه چي دوی سږکال د سپتمبر په میاشت کي ومیندل ، د بودا د یوې پخوانۍ نه پیژندل سوي مجسمې برخي وې، چي په هغوی کي د هغه غټه ګوته، پنجې، د هغه د مټ او بدن برخي او هغه یو تخت چي بودا پرې څملول سوی ؤ، شامل دي.

په بامیانوکي د یادګارونو او لرغونو ځایونو مدیر، عبدالحمید جلیا، د نولس متره بودا په ټاټوبي کي د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل:« په لومړي سر کي هغوی د ښنګري یوه برخه ومیندله، خو هغوی ډاډه نه ؤ چي هغه څه دي. خوکله چي هغوی ډیر زیاته برخه يې ومیندله ، ښاغلي فیاض له ډیري خوشحالۍ چیغه وکړه او له دفتر څخه ووت ترڅو طرزی پیدا کړي.»

فیاض وویل، د پرتې مجسمې سر او نوري برخي ویجاړي سوي دي، ښايي د عربي لښکر کشیو په وخت کي په نهمه پیړۍ کي. فیاض یادونه وکړه:« موږ ټوله مجسمه نه ده میندلې، خو داسي ښکاري چي هغه نولس متره اوږده وي.»

اوس پر دغه ځای باندی خاوري اړول سوي ترڅو د افغانستان د سخت ژمي او د لرغونو آثارو د لوټ مارانو څخه د بودا دغه مجسمه خوندي پاته سي. طرزي د فرانس پرس خبري آژانس ته په یوه بریښنا لیک ويلي دي چي دی او د هغه فرانسوی ټیم به په راتلونکي اوړي کي دغه مجسمه راوباسي. د ملګرو ملتو د یونسکو ادارې په 2003 کال کي بامیان د لرغونتوب له امله د نړیوال میراث د ټاټوبي په توګه اعلان کړی دی.