1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په بادام باغ زندان کي څوک بندۍ دي

په وروستیو لسو کلونو کې افغانستان د ښځو د حقوقو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځو ښوونځیو ته د تلو او بازار ته یوازې د تګ حق نه لاره. خو اوس هم ډیري میرمنې له ستونزو سره مخامخ دي.

یوویشت کلنه مریم وایي چې هغه د خپل مېړه په کور کې د ربړولو له امله د تېښتي پریکړه وکړه. خو د دې قسمت ښه نه وو او داسي یوه کس پر هغې باندي د وسلې په زور د جنسي تیري کوښښ وکړه، چې په اصل کی یې ورسره د مرستي وعده کړې وه.

دغه سړی چې غوښتل یې پر مریم باندې جنسي تیری وکړي، د یوه تلویزیون تر څنک کښیناست او خپله وسله یې پر یوه میز باندي کښېښوده. مریم هم په یوه مناسب وخت کې وسله واخیسته، لومړی یې هغه وواژه او بیا یې خپل ځان هم وویشت. خو هغه ژوندۍ پاتې شوه.

مریم وایي: «درې ورځې وروسته په یوه روغتون کې راویښه شوم.» هغې خپل ځان پر سر باندي ویشتلی وو. اوس نو ډاکټرانو د هغې د سر وريښتان خریلي دي. د مریم پر سر باندې د مرمۍ نښان په ښکاره لیدل کيدی.

مریم له روغتون څخه د پولیسو یوه مرکز او بیا له هغه ځایه د افغانستان تر ټولو لوی ښځینه زندان «بادام باغ» ته ولیږدول شوه. په دغه زندان کې ۲۰۲ تنې مېرمني ساتل کیږي چې ډیری یې په «اصطیلاح په اخلاقي» جرمونو تورني دي. د دغو مېرمنو ډیر شمیر یې له خپلو کورونو څخه د تاوتریخوالي له کبله تښتېدلې دي.

د بادام باغ زندان د ۲۰۲تنو زندانیانو له ډلي څخه نیمايي یې د خپلو مېړو د پریښودو، له یوه جبري واده څخه د انکار کولو او د خپل پلار له کوره خپل د خوښې له هلک سره د وتلو په خاطر تر اوو کلونو پورې زندان تیروي. پاتې زندانیانې د غلاو، بریدونو او په مخدره موادو پوري تړلو جرومونو له کبله په زندان کې دي. پر دې سربیره دوې مېرمنې په دې زندان کې د قتل په تور وخت تیروي.

د بادام باغ زندان یو شمیر زندانیاني په داسې حال کې چې واړه ماشومان ورسره ول، او یا هم امیدواري وي، دې ځای ته راوړل شوي دي. له دې کبله اوس ۶۲ ماشومان هم له خپلو ميندو سره په دې زندان کې وخت تیروي. که څه هم دغه ماشومان د خپلو ميندو په جرمونو هیڅ خبر نه دي، خو بیا هم باید هغوی د خپلو ميندو په څیر، ډوډۍ وخوري، د زندان په کوټو کې وخت تیر کړي او د زندان ډوډۍ وخوري.

د بادام باغ زندان په وروستیو کلونو کې د ایټالیاویانو له خوا جوړ شوی دی. تر هغه مخکې ښځینه زندانیانې د پلچرخي په زندان او یو شمیر نورو ځایونو کې په پراګنده ډول ساتل کیدې. اوس د بادام باغ زندان په یوه خونه کې چې په اصل کې د څلورو کسانو له پاره جوړه شوې ده، شپږ تنې ښځې اوسیږي.

مریم هم په همدې زندان کې له درو میاشتو راهیسې وخت تیروي. هغه نه پوهیږي چې په کوم جرم زندان ته راوړل شوي او دا چې کله به وشي کولای بیرته خپل کور ته ستنه شي.

مریم په داسې حال کې چې یو نصواري رنګه جاکټ یې ټینګ په غیږ کې نیولی دی چې د زندان سړښت یې و نه لړزوي، وایي: «زه تر اوسه پورې محکمې ته نه یم تللې. زه یوازې انتظار باسم.»

د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ په حواله چې تیره میاشت خپور شوی دی، که څه هم له تاوتریخوالي څخه یو ډک واده نه تښتیدل، په اصل کې جرم نه دی، خو بیا هم د افغانستان محکمې، وخت نا وخت یو شمیر میرمنې په دغه تور په اخلاقي جرمونو تورنوي.

د افغانستان د زندانونو مشر جنرال امیر محمد جمشید، وایي چې اوس مهال د افغانستان په بیلابیلو زندانونو کې۶۵۰ تنه ښځینه زندانیانو ساتل کیږي. د هغه په خبره د دغو ښځو له ډلې څخه ډیر شمیر یې د اخلاقي جرمونو په تور زنداني شوي دي.

يوه بله زندانۍ چي خپل مېړه ئې وژلی دئ.

يوه بله زندانۍ چي خپل مېړه ئې وژلی دئ.

د حیدر په نوم رضاکاره سازمان بنسټ ایښودونکې میرمن زبیده اکبر، د افغان میرمنو له حقوقو څخه د دفاع کولو په برخه کې کارکوي. هغه له میرمنو څخه د دفاع کولو په موخو یو شمیر وکیلان هم په کار ګوماري. هغه وایي چې په افغانستان کې ډیر شمیر میرمنې د اخلاقي جرمونو له کبله زندان ته استول کیږي.

هغه وایي: «د افغانستان په ډیرو برخو کې اوس هم ښځو ته په پخوانۍ سترګه کتل کیږي. سیمه ییز قوانین یوازیني قوانین دي چې په دغو سیمو کې تعقیبیږي. په ډیرو سیمو کې اوس هم ډیر څه نه دي بدل شوي. اوس هم د پاڼو پر مخ قوانین موجود دي خو هیڅ څه هم نه دي بدل شوي.»

نوریه د بادام باغ د زندان یوه زندانۍ ده چې وايي هغه وخت زندان ته واستول شوه چې په محکمه کې یې طلاق غوښتنه وکړه. هغه زیاتوي: «ما د طلاق غوښتنه کوله، خو هغه [زما میړه] ما ته طلاق نه راکوه. ما نه غوښتل چې له هغه سره واده وکړم، ځکه زه په یوه بل کس باندې عاشقه وم. خو پلار مې زه دې کار ته مجبوره کړم. پلار مې وویل چې ما به ووژني که زه دې واده ته غاړه کې نه ږدم.»

نوریه خپلې کیسې ته داسې دوام ورکوي: «کله چې زه محکمې ته ولاړم چې د طلاق غوښتنه وکړم، نو هغوی د دې پر ځای چې ماته طلاق راکړي، زه یې زندان ته واستولم او پر ما باندې یې له کوره د تیښتې تور ولګاوه.» نوریه زیاتوي چې هغه کس چې دې ورسره واده کول غوښتل هم زندان ته استول شوی دی.

کله چې نوریه محکمې ته د طلاق غوښتلو له پاره تله، نو هغه په دې خبره باندې نه پوهیده چې امیدواره ده. د هغې ماشوم په زندان کې وزېږېد. کله چې د هغې مېړه په دې خبره باندې پوه شو چې ماشوم یې پیدا شوی دی، نو دې ته حاضر شو، پر نوریې باندې لګیدلې تورنه معاف کړي، خو په دې شرط چې نوریه بیرته د هغه کور ته ولاړه شي. نوریې دغه وړاندیز و نه منه او پریکړه یې وکړه چې خپل پاتې اته میاشتې بند هم تیر کړي.

هغه وایي: «هغه غواړي چې زه یې کور ته ولاړه شم، ځکه اوس زه د هغه د ماشوم مور یم. خو ما له دې خبرې سره مخالفت وښود.»

د ښځو د حقونو فعالین وایي چې که څه هم په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې په دې برخه ډیر پرمختګ شوی دی، خو بیا هم ډیره اوږده لار په مخ کې ده.