په اپیلو کې جگړه روانه ده | دويچه ويله پښتو | DW | 21.08.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په اپیلو کې جگړه روانه ده

د سوریې په تر ټولو لوی ښار اپیلو کې اوس هم جګړه روانه ده. د ملګرو ملتونو څارونکو تر یوه څلور میاشتیني ناکام ماموریت وروسته د سوریې پلازمینه دمشق، پریښې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو نوي ځانګړي استازي لخذر ابراهیمي په فرانسې کې د دې هیواد له ولسمشر سره د سوریې په اړه خبرې اتري کړي ‌دي. ابراهیمې وايی چې فرانسه د سوریې په موضوع کې یو ډیر مهم هیواد دﺉ.