1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

په ايران کي د مصدق د پرځونې ۶۰مه کليزه

ايران امريکا ته د «شيطان» او امريکا ايران ته د «شيطاني محور» خطاب کوي. د دغو دواړو هيوادونو د بې ساري ضديت اصلي ريښه په ايران کي د خميني انقلاب نه، بلکې ۶۰ کاله مخک د لومړي وزير محمد مصدق پرځونه بلل کيږي.

ښايي په نړۍ کي د دوو هيوادونو تر منځ د ضديت بله داسې بېلگه نه وي لکه د ايران او امریکا متحده ايالاتو منځیني اختلافات. دغه هيوادونه نه يوازې دا چي يو پر بل هيڅ ډول اعتبار نه لري بلکې له یوه بل څخه د سختو گواښونو احساس هم کوي. د دغه ضديت ريښه په ۱۹۷۹م کال کې په ايران کي اسلامي انقلاب نه بلکې په ۱۹۵۳م کال کې د متحده ايالتونو له خوا د ايران په کورنيو چارو کي يوه لويه لاسوهنه بلل کيږي. د دغي لاسوهنې اغېزې تر اوسه پورې په منځني ختيځ کي خورې دي.

د ټایمز مجلې مصدق د کال غوره سړی انتخاب کړی وو.

د ټایمز مجلې مصدق د کال غوره سړی انتخاب کړی وو.

استعماري دريځ او د کمونزم وېره

تر دويمې نړیوالې جگړې وروسته هم د تهران او واشنگټن تر منځ اړيکې ښې وې. په ۱۹۵۱م کال کې امریکايي «ټايمز مېگزين» نومې مجلې د ايران لومړی وزير محمد مصدق، ان د کال غوره سړی ټاکلی وو. هغه په دې دليل چي مصدق د دې جرأت کړی وو چي د ايران د نفتو سکتور له بريتانويانو څخه واخلي او دولتي يې کړي. د آلمان په ايرفورت پوهنتون کي د شمالي امريکا د تاريخ کارپوه پروفيسور يورگن مارتشوکات، په دې هکله وايي: «مصدق يو داسې کس وه چي په متحده ايالاتو کي ورسره ډېره لېوالتيا موجوده وه. هغه د خپل هيواد د خپلواکۍ او د ايران د کورنيو گټو له پاره مبارزه کوله او په متحده ايالتونو کي ورته د ايراني د بنيامين فرېنکلين په توگه کتل کېده. په متحده ايالتونو کي په مجموعي توگه د استعمار ضد هغو غورځنگونو سره لېوالتيا موجوده وه چي د دريمې نړۍ په هيوادونو کي يې د اروپايي استعمار پر ضد مبارزه کوله.»

ايرانی ليکوال بهمان نيرومند، وايي چي له ۱۹۴۰مو کلنو راهيسې ايراني سياستوالو د دغه هیواد د نفتو په هکله د عادلانه چلن غوښتنه کوله. نوموړی زياتوي چي هغه وخت بريتانوي شرکتونو د ايران پر نفتو يو ډول «لوټ او چپاول» جوړ کړی وو او ډيرې لږې پيسې يې ايران ته ورکولې.

اوس د ایران او امریکا اړیکې ښې نه دي.

اوس د ایران او امریکا اړیکې ښې نه دي.

مصدق د ایران د نفتو په اړه له بریتانیا سره د خبرو اترو له لارې کومې پايلې ته ونه رسېد. بريتانويانو د لاسليک سوي تړون پر عملي کېدو باندې ټينگار کاو. همدا وو چي مصدق د ۱۹۵۱م کال د مارچ پر ۲۰مه نېټه دغه تړون په يو جانبه توگه فسخه اعلان کړ. لندن ايران ته د پوځي بريد گواښونه وکړل او پر ايراني نفتو يې بنديزونه ولگول. په دې ترڅ کي لندن له واشنگټن څخه هم مرسته وغوښته خو واشنگټن ويره لرله چي ايران به د تحديد په صورت کي شوروي او کمونيزم ته مخه کړي. هغه وخت په واشنگټن کي هېري ايس ترومن ولسمشر وو.

د امریکا استخباراتي اداره CIA او پرځونه

کله چي په ۱۹۵۲ کال کې دوايت ايزنهاور د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر سو نو د ايران په وړاندې د امریکا په پاليسۍ کې بدلون راغی. په عينې حال کي د ايران او بريتانيې تر منځ خبرې اترې هم له ستونزو سره مخامخ وي او ان د دواړو هیوادونو تر منځ د دښمنۍ یو ډول فضا رامنځ ته شوې وه. په ايران کي د کمونستي گوند په پلویانو کي هم زياتوالی راغلی وو او په واشنگټن کي د کمونيزم ضد سخت دريځه کسان واک ته رسېدلي ول. د ایران د هغه وخت په چارو کې د امریکایکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان فورستر، او ورور یې چې د CIA مشر هم وو ښکیل ول.

CIA د ۱۹۵۳م کال په دوبي کي په تهران کي د «آپرېشن اياکس» په نوم استخباراتي عمليات پېل کړل. نوموړي استخباراتي ادارې په دې ترڅ کي سياستوالو او روحانينو ته د مصدق پر ضد د راپورته کېدو له پاره رشوتونه ورکړل. په همدې ډول شاه رضا پهلوي وهڅول سو چي له یوه ځانگړي فرمان سره مصدق د لومړي وزارت له مقامه گوښه کړي. د اگست په ۱۹مه نېټه د مصدق د کور مخي ته د کودتا کوونکو او د مصدق د پلويانو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته سو. همدا وو چي د شاه وفادار پوځ مداخله وکړه او مصدق تر یوې کلنې کاري دورې وروسته له واکه کوښه کړای شو. د مصدق تر گوښه کیدو وروسته ایراني شاه یو ځل بیا بریتانیاویانو ته په ایراني نفتو کې ونډه ورکړه. ايرانی ليکوال بهمان نيرومند وايي چي دا په ايران کي د ديموکراسي د يوې کلنۍ تجربې انجام وو.

په ۱۹۵۳ کال کې د مصدق پر ضد مظاهرې

په ۱۹۵۳ کال کې د مصدق پر ضد مظاهرې

يوه تاريخي تېروتنه

په ۱۹۵۳م کال کې د مصدق پرځونې په لنډ مهاله توگه امريکا ته گټه ورسوله او شاه رضا پهلوي تر ۲۵ کالو پورې د امريکا وفاداره ملگری پاتې سو. خو يورگن مارتشوکات وايي چي که اوږد مهالو اغېزو ته وکتل سي نو امريکا هغه وخت یوه تېروتنه کړې ده. د نوموړي په وينا د مصدق د پرځولو او په ايران کي تر لاسوهنو وروسته د اسلامي انقلاب پلويانو ته پلمه په لاس ورغله چي تر نن پوري ادعا کوي چي «امريکا د اعتبار وړ نه ده».