1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په ايران کي دسيمه ايز اقتصادي ګډکارکنفرانس شروع سو

په نړۍ کي دروان مالي او اقتصاد ي بحران اصلي عاملين دايران ددولت دمشر محمود احمدي نژاد په عقيده دامريکې متحده ايالتونه او نورلوی صنعتي هيوادونه دي …

د ECO نښان

د ECO نښان

دغه خبره نن احمدي نژاد په تهران کي دسيمه ايز اقتصادي ګډکار د سازمان Economic Cooperation Organisation ) ECO - ( د ستري غونډي دپرانيستلو پروخت کي کړيده . احمدي نژاد وايي، روان مالي او اقتصادي بحران په نړي کي ديوه غيرمنصفانه اقتصادي نظام محصول بلل کيږي . احمدي نژاد وايي چي روان اقتصادي بحران د پانګه والي دسيستم ناکامي ښه يي ،او متاسفانه بايد ددغه روان مالي او اقتصادي بحران تاوانونه ټول ملتونه وګالي ،په داسي حال کي چي عاملين يي معين هيوادونه دي .

دايران ددولت مشر احمدي نژاد د ECO يا داقتصادي ګډکار دسازمان دغړو هيوادو پر مشرانو باندي چي دتهران په غونډه کي دګډون دپاره راغلي ،غږ کوي چي موږ کولاي سو پخپل منځ کي داقتصادي ګډکاراو دسوداګرۍ به ودي سره دخپلو هيوادونو اقتصادي وضع سمه کړو. په دغه غونډه کي احمدي نژاد دغړو هيوادونو په ګډون ديوه ECO Bank دجوړولو وړانديز هم کوي ،او وايي چي دداسي يوه بانک په جوړولو سره به دغړو هيوادو ترمنځ دسوداګرۍ معاملي هم وده وکړي . که څه هم دايران جمهوررييس احمدي نژاد نړيوالو مالي او اقتصادي لانجو ته ګوته نيسي خو په ايران کي دننه دده په اقتصادي سياست باندي له دي امله سختي نيوکي کيږي چي روانه اقتصادي پاليسي په ايران کي د انفلاسيون يا دپيسو دارزښت درالويدلو سبب شوې ده .

ECO په 1985 ميلادي کال کي دايران، پاکستان او ترکيي په ګډون ددې هدف دپاره جوړه سوې وه چي په دغه سيمه کي دبين امللي مالي او اقتصادي بحرانونو سره په ګډه مبارزه وکړي . خو اوس دسيمه ايز اقتصادي ګډکار دسازمان غړي هيوادونه لسو هيوادونو ته رسيدلي چي پر پخوانيو دريو غړو سربيره افغانستان ، آ‌زربايجان ، قزاغستان ، قر غزستان ، تاجيکستان ، ترکمنستان او ازبکستان هم ددغه سازمان غړي دي . عراق او سوريه دکتونکو په څير دغي غونډي ته خپل استازي استولي دي .

په دغه غونډه کي دافغانستان ولس مشر حامد کرزي او دپاکستان ددولت مشر آصف علي زرداري هم ګډون لري .

دافغانستان جمهوررييس په دغه غونډه کدټولو برخه والو هيوادونو څخه ددې غوښتنه کړې چي دکابل له حکومته سره دي دنشه يي موادو دقاچاقو دمخنيوي په لاره کي همکاري وکړي . کرزی وايي چي زه دا تريخ حقيقت منم چي زما په هيواد کي دنړي دنشه يي موادو غټه برخه توليديږي . خو زه داخبره هم ديادوني وړ بولم چي دافغانستان خلک نن ورځ دترهګري قربانيان دي او ددې حقيقت څخه سترګي نسي پټيدلاي چي دنشه يي توکو قاچاق او دترهګرۍ لانجي ديوبل سره تړلي لانجي دي .

AFP , dpa , AP/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري