په انجيل ولسوالۍ کي دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړي سوې | د افغانستان بيا رغاونه | DW | 19.01.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

په انجيل ولسوالۍ کي دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړي سوې

په هرات ولايت کي دغه ښوونځۍ په پاخه او اساسي ډول جوړي او د مسولينو په واک کي ورکړل سوې.

د ښوونځيو زده کونکي

د ښوونځيو زده کونکي

د دغه دوو ښونځيو ودانۍ چي يوه يي د انجيل والسوالۍ په کپره او بله يي د نقره نومي کلو کي وداني سوي دي. د هرات د معارف رياست وياند استاد کامران تقوي دويچه ويله ته وويل:

« د هرښونځي لپاره يو يو جريب ځمکه د سيمي د معارف دوسته خلکو له خوا ورکړل سوې وه. چي هر يوه ودانۍ يي په ۴ سوه مترمربع کي د ۱۲۰زره امر ياکايي ډالرو په لګښت د ۶مياشتو په اوږدو کي جوړي سوي.»

ښوونځي د هرات ولايت د يونسف د روزنيزي موسيسي په مالي مرسته جوړ او کټي اخستني ته وسپارل سول.»

اوس مهال هرات کي د ژمي د يخ موسم له امله ښونځي رخصت دي. د زده کونکو والدينو اوسيمه ايزو خلکو د ښووني د رياست د کارونو څخه ډيره خوښي ښودله.

او له تيرو په شکايت يي وويل ماشومانو يي پخوا په ازاده فضآ کي پرته له ودانيو زده کړي کولې د زده کړي لپاره د مناسب ځای اوښه وداني د زده کونکو د زده کړي په روح او روان مثبته اغيزي لري.

ځکه نو د دغه اصل په پام کي نيولو سره به د دوی د سيمي ماشومان ښه روزنه ترلاسه کړي او غوره راتلونکي به ولري.

د هرات د معارف رياست د مامورينو په وينا دا چي د ټول ولايت په کچه يې نژدې۷ نيم سوه زره زده کونکي سته. نيمايي يي زده کړي د مناسب ځاي او د ښونځي ودانۍ لري او نور ټول يي په خړ ميدان يا کرايي کورونو يا هم خيمو کي زده کړي کوي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل