1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په المان کې اقتصادی پراختيا

د آلمان د هالېی نومی اقتصادی څیړونو له انستیتوت څخه اودو لودویگUdo Ludwig اعتراف وکړ چی هغه انستیتوت په آلمان کی د اقتصادی پراختیا د کمزورې اټکل کړی ؤ. هغه وویل، دئ خوښ دئ چی اوس د روان کال لپاره په سلو کی 2,4 د اقتصادی پراختیا وړاند وینه کولای شی.

اودو لودویگUdo Ludwig

اودو لودویگUdo Ludwig

د لودویگ د وینا له مخی ، باید په آلمان کی د بی وزگاریو شمیر 3,77 ته راټیت شی او په دی ډول له 2001 کال څخه را پد ی خوا دلومړی ځل لپاره په آلمان کی له څلور ملیونو څخه لږ خلک بی وگاره وی.

اقتصادی کارپوه لودویگ یادونه وکړه:
“ مونږ په تیر منی کی په اقتصادی ودی کی دغه خپل ځانی غښتلتوب ته په ټیټه سترگه کتلی ؤ. په هغو بحثونو باندی فکر وکړی چی مونږ په دی برخه کی کړی ؤ. په هغه وخت کی د تیلو بیه فی بیریل له اویا څخه اتیا ډالرو ته لوړه شوه، ځینو آن اټکل کړای ؤ چی گواکی دغه بیه ښائی سلو ډالرو ته لوړه شی. پایله دا چی په بازار کی پوره ډاډ نه و. نو په همدی وجه مونږ رښیتا هم چی د اوسنی وضیعت په پرتله د اقتصادی پراختیا ډیره هیله نه درلوده.”