1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

«په افغاني زندانو کي بنديان ربړول کيږي»

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو نمايندگي په يوه تازه رپوټ کي وايي، چي د باوري معلوماتو له مخي اوس هم د دغه هيواد په زندانو کي بنديان سخت ربړول کیږي.

A NATO armored vehicle enters the main prison in Kandahar, south of Kabul, Afghanistan on Monday, April 25, 2011. Taliban insurgents dug a more than 1,050-foot (320-meter) tunnel underground and into the main jail in Kandahar city and whisked out more than 450 prisoners, most of whom were Taliban fighters, officials and the insurgents said Monday. (ddp images/AP Photo/Allauddin Khan).

Gefängnis Kandahar Afghanistan

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو نمايندگۍ (UNAMA) د يکشنبې په روځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲۰) په يوه تازه رپوټ کي ويلي دي، چي د افغانستان په امنيتي ځواکونو پوري مربوطو زندانو کي بنديان سخت شکنجه کيږي.

په دغه رپوټ کي راغلي دي، چي د افغانستان د امنيتي ځواک او استخباراتو په ۸۹ زندانو کي د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د مياشتي څخه د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر تر مياشتي پوري ۶۳۵ بنديان پوښتل سوي دي چي ټولو له ربړونو او تهديدنو څخه شکايت کړی دئ.

د يوناما په رپوټ کي راغلي دي، چي د دغه هيواد د امنيتي او استخباراتي ادارو په زندانو کي بنديان شکنجه کيږي، په سوټو وهل کيږي، نوکان ئې ايستل کيږي، د اعدام گواښ ورته کيږي او حتی جنسي تيري ورباندي کیږي او د پوښتنو گروېږنو پرمهال برقي جټکې ورکول کيږي.

زياته سوې ده، چي په دغه راپور کي هغه زندانيان هم شامل دي، چي د ناټو ځواکونو له خوا افغانانو ته سپارل سوي دي.

په دغه رپوټ کي د افغانستان د استخباراتو يوه مامور چي نوم ئې نه دئ اخيستل دا خبره تائيد کړې ده، چي د دغي ادارې په زندانو کي بنديان شکنجه کيږي.

دا لومړی ځل نه دئ چي په افغاني زندانو کي د بنديانو د ربړوني په اړه رپوټ خپريږي.

افغان ولسمشر حامد کرزی ټينگار کوي، چي په افغانستان کي ټول زندانيان بايد په افغاني زندانو کي وساتل سي.

د کرزي وياند د دوشنبې په ورځ په افغانستان کي د يوناما د ۱۳۹ مخيز راپور په اړه وويل، چي په افغاني زندانو کي د شنکجې پيښي نسته.

دوه تنه نيول سوي افغانان

دوه تنه نيول سوي افغانان

هغه زياته کړې ده چي که په يوه زندان کي شکنجه هم تر سره سوې وي په اړه ئې بايد څېړني وسي.

يوناما په خپل رپوټ کي ويلي دي، چي د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کي ناټو ځکه د زندانيانو لېږد افغان چارواکو ته وځنډاوه چي په افغاني زندانو کي شکنجې ډيري دي.

په رپوټ کي دا هم راغلي دي، چي په دغه هيواد کي يو شمېر مخفي زندانونه هم سته چي هلته به شکنجې او ربړوني نوري هم ډيري وي.