1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کې ۷۵ په سلو کې بهرني زندانيان له پاکستان څخه دي

د امريکې د متحده آيالتونو يو لوړپوړي صاحب منصب د بنج شنبې په ورځ ويلي دي چې په افغاني زندانونو کې پراته بهرني بنديان ښايي چې په راتلونکي کې هم د متحده آيالتونو تر څارنې لاندې پاته شي.

نيول شوي طالبان په کندوز کې

نيول شوي طالبان په کندوز کې

دا په داسې حال کې ده چې په راتلونکي کال کې د زندانونو په سر صلاحيت کابل ته سپارل کيږي. امير البحر رابرت هاروارد، چې په افغانستان کې د مخالفينو د نيولو د عملياتو مشري کوي، ټکي په ټکي همداسې وويل:

«که زموږ خوښه وای، نه به مو کولای. خو زه يې امکان نه ردوم. که د افغانستان حکومت راڅخه هيله وکړي، نو دوام به ورکړو.»

هاروارد زياته کړه چې بهرني بنديان په افغانستان کې «تر پنځوس فيصدو» لږ دي او د افغانستان په محبسونو کې شپې تېروي. دا په داسې حال کې ده چې د هاروارد په وينا د بهرنيو زندانيانو له جملې څخه «اووه پنځوس په سلو کې» بنديان له پاکستان څخه راځي.

هارواد دا هم ويل چې د دوی هڅه دا ده چې بنديان بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږي، که نه نو د افغانستان محکمو ته سپارل کيږي. تر دې دمه اووه تنه بهرني زندانيان په افغانستان کې محاکمه شوي دي.

ليکونکی: AFP/نسيم صابر

کتونکی: عبدالباري حکيم