1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کې په سلو کې 42 خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي

د افغانستان په هکله د لندن په کنفرانس کې چې د 1384 کال جوړه شوې وه د افغانستان په اړوند د افغانستان compact يا د افغانستان د هوکړه ليک تر نامه لاندې يو مهم سند د کنفرانس د ګډونوالو د تاييد وړ وګرځيد.

default

په نوموړي هوکړه ليک کې د افغانستان د خلکو د سياسي، ټولنيز، اقتصادي، امنيتي او د ژوند د بيلابيلو اړخونو د ودې او پرمختګ په اړوند ژمني شوي.

د دغو ژمنو يوه برخه په ټولنه کې د فقر او بې وزلۍ د کچې راټيټول دي چې په خواشينۍ سره د لندن له کنفرانس څخه راپه دې خوا دغه کچه نه يوازې راټيټه شوې نه ده بلکې نوره هم لوړه شوې ده . د خوراک د نړيوال سازمان د يوه نوي رپوټ په بنسټ د افغانستان ٩ مليونه وګړي له لوږې څخه رنځ وړي .

د افغانستان د هوکړه ليک په يوې برخې کې راغلي چې د 1389 کال د مرغومي يا جدي مياشتې پورې دهغو افغانانو ورځنى عايد چې يو امريکايي ډالره ده هر کال به په سلوکې 3 زيات شي او د هغو کسانو شميره چې له لوږې څخه رنځ وړي هر کال به په سلو کې 5 راټيټ شي .

د افغانستان د ملي پراختيايي ستراتيژۍ د دفتر د دارالانشا غړى ډاکتر اسداله زرمل وال وايي چې :

د بې وزلۍ او فقر د کچې د مالومولو لپاره يوې لويي سروې ته اړتيا ليدل کيږي ، په خواشينۍ سره چې د افغانستان د دولت هغه ادارې چې په دې برخه کې دنده لري دومره وړتيا يي نه ده پيدا کړې چې په دې اړوند يوه کره شميره او احصاييه تر لاسه کړي . د زرمل وال په وينا هغه څه چې تر لاسه شوي دي د دې څرګندويه ده چې د سړي سره کلنى عايد له 2001 کال څخه راپدې خوا له سلو ډالرو څخه 340 ډالروته رسدلى .

شهيدی: زمونږ ټولنيز پروګرامونه ډير کمزوري دي، ټولينز عدالت نشته

شهيدی: زمونږ ټولنيز پروګرامونه ډير کمزوري دي، ټولينز عدالت نشته

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال ډاکتر نذير احمد شهيدي وايي چې : په خواشينۍ سره زمونږ ټولنيز پروګرامونه ډير کمزوري دي ، ټولينز عدالت نشته ، سره لدې چې افغانستان په تيرو کلونو کې 14 فيصده اقتصادي وده هم درلوده خو لدې اقتصادي ودې څخه يو محدود شمير کسان ګټه اخلي .

د ډاکتر زرمل وال په وينا د لندن په کنفرانس کې د افغانستان د هوکړه ليک د تصويبيدو يوه اساسي موخه په دې هيواد کې د فقر او بې وزلي له منځه وړل ؤ .

د اقتصاد وزارت مرستيال وزير وايي چې : د افغانستان لپاره يو ه لويه ستونزه د فقر او بې وزلي شته والى دى چې په سلو کې 42وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د تيرو کلونو په پرتله دغه کچه نوره هم لوړه شويده. همدارنګه مرستيال وزير وايي چې په افغانستان کې د خصوصي سکټور پانګه ونه کمه شويده او دا پخپله د فقر او بې وزلي په پراخوالي کې ونډه لري .

د ډاکتر نذير احمد شهيدي په وينا په دولت کې د اداري فساد شته والى هم د فقر په پراخوالي کې اغيزه لري .

د يادونې وړده چې د ګڼو کارپوهانو په آند د فقراو بې وزلي د کچې د پراخيدو د هغو لاملونو تر څنګ چې د بې امنيتۍ ، وچکالي او د آزاد بازار د اقتصادي سيستم شته والى په ګوته کيږي ، په دې برخه کې د افغانستان د دولت نه پاملرنه ، په دولتي دستګاه کې د ژور اداري فساد شتون او د اقتصادي انحصاري او مافيايي کړيو شته والى د فقر او بې وزلۍ د کچې د پراخوالي ستر لاملونه ګڼل کيږي.