1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کې نوې سرشمیرنه د ختمیدو په حال کې ده

په افغانستان کې اوس سرشمیرنه روانه ده. خو دغه سرشمیرنه له ډیرو ستونزو سره مخامخ ده. په دې سرشمیرنه کې د افغانانو د قوم په اړه پوښتنې د دې موضوع د حساسیت له کبله نه دي شاملې شوې.

په افغانستان کې څه نا څه درې اوونۍ وروسته ولسمشریزې ټاکنې کیږي. خو ښايي د دغه هیواد راتلونکی ولسمشر په دقیقه توگه پر دې خبره باندې پوه نه شي چې په هیواد کې یې څومره وگړي ژوند کوي. د افغانستان د نفوس په اړه تر ټولو تازه معلومات د ۱۹۷۹ کال دي.

خو مرتضی رضايي او نور همکاران یې غواړي چې دغه وضعیت ته د پای تکی کیږدي. هغه د افغانستان په پلازمینه کابل کې کله یوه دروازه او کله هم بله ټکوي او د کور د اوسیدونکو په اړه معلومات راټولوي.

تر دې مخکې په افغانستان کې په ۱۹۷۹ کال کې سرشمیرنه شوې وه. په افغانستان کې ډیر شمیر قومونه ژوند کوي. په دې هیواد کې سرشمیرنه له ډیرو ستونزو سره مخامخ ده. د دغه کار پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه خراب امنیتي وضعیت دی. بله لویه ستونزه دا ده چې یو شمیر افغانان نه غواړی خپل خصوصي معلومات له نورو سره شریک کړي.

په افغانستان کې سرشمیرنه دومره حساسه ده چې تر ټولو مهمه پوښتنه په کې نه ده شامله شوې. د سرشمیرنې په پوښتنو کې دا چې یو کس د افغانستان کوم قوم پورې تړلی دی شامله نه ده.

خو پر ټولو ستونزو سربیره به د افغانستان د سرشمیرنې پنځه کلنه پروژه په ۲۰۱۶ کال کې پای ته ورسیږي. له دې سره نړیوال ټولنه غواړي د افغانستان د وگړو په اړه معلومات راټول کړي او د هغه له مخې بنسټیزې پروژې په لار واچوي.

رضايي کیسه کوي چې په وروستیو وختونو کې یې د کابل په دشت برچي سیمه کې سرشمیرنه کوله. هغه وایي چې د یوه کور دروازه یې ډیره وټکوله او تر ډیر ځنډ وروسته صالحې پرانیسته. هغه د همدې کور میرمن وه. وروسته تر هغه چې رضایي ورته خپل کارت وښوه دې ته راضي شوه چې د هغه پوښتنو ته ځواب ورکړي. رضایي وايي چې صالحې ورته خپل عمر ۲۵ کاله وښود او ویې ویل چې میړه یې میوه پلوري او دوه ړونې لري.

رضايي روښانوي: «نارینه سهار له کورونو د کار له پاره وځي نو له همدې کبله باید موږ له ښځو څخه خپل معلومات ترلاسه کړو.» هغه وايي: «ښځې په ډیرو مواردو کې له موږ سره خبرې نه کوي. خو موږ بیا هم له هغوی سره د ۴۰ دقیقو له پاره د خبرو کولو هڅې کوو. موږ له هغوی څخه د عمر په اړه، زده کړو، دا چې هغوی کله له هیواده وتلي دي او په څومره خونو کې ژوند کوي، او داسې نورې پوښتنې کوو. »

حساسه دنده

د دغې سرشمیرنې له مخې به دا خبره روښانه نه شي چې په افغانستان کې څومره پښتانه، تاجکان، ازبکان، هزاره گان د او د نورو قومونو غړي ژوند کوي. د افغانستان د احصایې په مرکزي دفتر کې د ساحوي فعالیتونو د څانگې مشر سمیع نبي، وایي چې که په سرشمیرنه کې د قوم موضوع شامله شي نو کیدای شي چې ډیرې ستونزې رامنځ ته کړي. هغه وایي: «که موږ د قومیت موضوع شامله کړو، نو ستونزې به رامنځ ته شي. هر څوک وایي چې فلانی قوم دومره سلنه ده. که د سرشمیرنې پایلې تر هغه بل ډول وي، نو خلک به یې و نه مني. موږ غواړو د همدې ستونزې مخنیوی وکړو. »

آیا د سرشمیرنې پایلې دقیقې دي؟

د دغې سرشمیرنې لومړنۍ پایلې ښيي چې په بامیان کې تر هغه چې فکر یې کیده لږ کسان ژوند کوي. دغې موضوع د بامیان ولایت یو شمیر اوسیدونکي په غوسه کړي دي ځکه له دې سره د هغوی ولایت ته رسیدونکې پیسې هم کمیدای شي. د افغانستان په مشرانو جرگه کې د بامیان ولایت استازی هدایت الله رهایي، وایي: «زه له دغو شمیرو سره موافق نه یم. که دولت د همدغو شمیرو له مخې خپل پرمختیایي پلانونه جوړ کړي، نو دا به پر خلکو باندې ناوړه اغیزه ولري.» هغه زیاتوي: «هغه کسان چې سرشمیرنه کوي، لږه تجربه لري. هغوی د بامیان په اړه لږ معلومات لري او له همدې کبله یې د کار پایلې غلطې دي.»

د احصاییې مرکزي ادارې ویلي دي چې د نویو معلوماتو له مخې یې په بامیان ولایت کې ۳۰۰۰۰۰ کسان ژوند کوي. خو د دې ولایت د ولایتي شورا غړې رقیه اقبال زاده، وایي چې د سرشمیرنې د ادارې کارکوونکو یوازې د بامیان نیمایي اوسیدونکي شمیرلي دي.

اوس اصلي پوښتنه دا ده چې که ان په بامیان کې چې د افغانستان له نسبي آرامو ولایتونو څخه شمیرل کیږي، د سرشمیرنې پایلې غلطې وي، نو سړی څرنگه په کندهار او یا هم هلمند ولایتونو کې د دې سرشمیرنې د پایلو د دقت تمه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې چارواکي د سرشمیرنې د پایلو پر دقت باندې ټینگار کوي او وایي چې همدغه شمیرې به په راتلونکې کې د افغانستان په وده کې مهم نقش ولوبوي.

DW.COM