1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

په افغانستان کې لاسته راوړني لرو

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن له دويچه ويله سره په ځانگړې مرکه کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او هلته د لاسته راوړنو په اړه ږغېدلی دی.

دویچه ویله: ښاغلی راسموسن، تاسو د ناټو د سرمنشي په توګه د ۲۰۱۴ کال تر دوبي پوري دنده تر سره کوئ. په دغه وخت کي له افغانستان څخه د ناټو وروستي جنګي سرتیري هم وځي. ایا تاسو ډاډه یاست چې تر هغه وخته به ڼاټو خپل هدف ته ورسیږي؟

راسموسن: هو، زه ډاډه یم چې افغان امنيتي ځواکونه به د پلان له مخې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د ټول افغانستان په کچه امنیتي مسئولیتونو ته اوږه ورکړي.

دویچه ویله: یوازي په روان کال کې په دوست- دښمن بريدونو کي د ناټو نزدې پنځوس تنه سرتیري وژل شوي دي او اوس هم دغه بریدونه د ډیریدو په حال کې دي. ایا دا به د ناټو پر ماموریت باندي اغیزه و نه کړي؟

راسموسن: دا ښکاره خبره ده چې دوست-دښمن بریدونه د اندیښنې وړ موضوع ده، ځکه له دې کبله د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ د اعتماد فضا له منځه ځي خو د دښمن په دغه تخنیک کامیابیدای نه شي. هیڅوک موږ له خپلو افغان ملګرو څخه نه شي جلا کولای. او له همدې کبله موږ د دغه شان بریدونو د مخنیوي له پاره یو شمیر اقدامونه کړي دي. په دغو اقدامونو کې د افغان سرتیرو د ګومارلو د بهیر روڼوالی، د استخباراتي معلوماتو پیاوړي کول او داسي نور شامل دي. که اړتیا وي نو موږ به نورو اقدامونه هم وکړو. دوست-دښمن بریدونه زموږ ستراتیژۍ ته تاوان نه شي رسولای او موږ به د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوو.

دویچه ویله: ډیری کارپوهان په دې نظر دي، چي طالبان او نور جګړه ماران په دې تمه دي چي په ۲۰۱۴ کال کي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او دوی خپل فعالیتونه پیل کړي. ایا دا یوه ښه پریکړه وه چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له پاره یوه نیټه وټاکل شوي؟

راسموسن: هو، دا یوه ښه پریکړه وه چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو له پاره یو دقیق پلان جوړ شو. لومړۍ موضوع دا ده چې موږ افغانستان اشغال کړی نه دی. اصلي هدف باید دا وي چې موږ د افغانستان امنیتي مسئولیتونه افغانانو ته وسپارو، ځکه موږ د تل له پاره په دې هیواد کې نه شو پاتېدای. له بلې خوا زه فکر کوم چې دا ډیره مهمه ده چې موږ ځیني ضرب الاجلونه هم وټاکو. ځکه له دې سره افغانان په دې پوهیږي چې هغوی باید کله د یوه کار له پاره چمتو وي. له دې کبله د وتلو پلان او د ضرب الاجل ټاکل د چارو د ښه تر سره کولو له پاره مهم دي. ځکه نو موږ ډیر پر مختګ هم کړی دی.

دویچه ویله: خو ډیری غیر دولتي سازمانونه وایي چې افغانستان د یوې بلي کورنۍ جګړې پر لور روان دی او دا چې افغان دولت به ړنگ شي. ناټو تر ۲۰۱۴ کال وروسته څه کولای شي او څه به وکړي؟

راسموسن: زه غواړم لومړی دا خبره وکړم چې زه په دې نظر نه یم. زه په دې پوهیږم چې موږ په افغانستان کې اوس هم ډیر څه د کولو له پاره لرو، خو په ټوله کي موږ په دې هیواد کې د پرمختګونو، د دښمن په بریدونو کې د کموالي، د پرمختګ، اقتصادي ودې، د تعلیمي او روغتیايي سیستمونو د ودې شاهدان یو. اوس په دې هیواد کې د عمر منځنۍ کچه لوړه شوې ده او د ماشومانو د مړیني کچه را کښته سوې ده. په ټولیز ډول افغانستان په تیرو لسو کلونو کې ډیر پرمختګ کړی دی. موږ به افغانستان یوازي پری نه ږدو. موږ د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل اوسنی جنګي ماموریت پای ته رسوو خو تر دې نیټې وروسته به هم د ناټو نوی روزنیز ماموریت دوام ولري او موږ به د افغان امنیتي ځواکونو روزني ته دوام ورکړو چې په دې خبره ځان ډاډه کړو چې هغوی د خپل هیواد ساتنه کولای شي.

دویچه ویله: ایا په افغانستان کې د ناټو نوی ماموریت به یوازي روزنیز ماموریت وي او که به په دې ماموریت کې هم جنګي ځواکونه شکېل وي؟

راسموسن: نوی مارمویت به د ناټو له اوسني ماموریت سره ډیر توپیر ولري او هغه به یو جنګي ماموریت نه وي. له همدې کبله موږ د افغان ځواکونو په رزونه، له هغوی سره د همکارۍ او هغوی ته د مشورو پر ورکولو باندي ډیره توجه وکړو. افغان ځواکونه به جګړه کوي او موږ به ورسره د روزني او مشورو د ورکولو په برخو کې مرسته کوو. خو موږ باید په دې خبره ځان ډاډه کړو چې د ناټو روزونکي باید په امنيتی وضعیت کې خپل عملیات تر سره کړي. دا چې د دې کار له پاره به څه ته اړتیا وي، تر اوسه پوري لا ورباندي پریکړه نه ده شوې. موږ اوس د دغه ماموریت د جوړولو په لومړيو مرحلو کې یو.

دویچه ویله: ایا په افغانستان کې د ناټو نوی ماموریت هم باید د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شي او که نه؟

راسموسن: موږ لا پر دې پریکړه نه ده کړې. خو د ملګرو ملتونو له خوا د عملیاتو تصویبیدل به یو ډیر ښه کار وي. د نړیوالو قوانینو له مخې باید موږ ته افغان حکومت بلنه راکړي چې د هغوی پوځ وروزو. خو که بیا هم دغه عملیات د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شي نو دا به لا ښه خبره وي.

دویچه ویله: افغان حکومت چمتو نه دی چې د ناټو سرتیرو ته د دغه هیواد په محکمو کې د محاکمه کیدو پر وړاندي مصونیت ورکړي، دا هغه څه دي چې ناټو یې نه شي منلای. ایا دغه موضو به په افغانستان کې د ناټو نوی ماموریت له ګواښ سره مخامخ کړي؟

راسموسن: دغه قانوي موضوعګاني باید وڅیړل شي. موږ لا تر اوسه پورې پر دې موضوع باندي خبري نه دي کړي. خو دا روښانه خبره ده چې ناټو به له افغان حکومت سره په دې اړه خبري اتري وکړي. او موږ باید دغه قانوني ستونزي له منځه یوسو که نه نو زه د دې ماموریت په برخه کې ستونزي وینم.

دویچه ویله: متحده ایالات اوس د پسیفک پر لور ډیره ليوالتيا ښيي. ایا دا موضوع ناټو ضعیفه کوي؟

راسموسن: نه، بلکې زه برخلاف فکر کوم چې دا د اروپا په ګټه ده چې متحده ایالات د پسیفک په سمه تمرکز کوي. موږ باید د مخ پر پیاوړي کیدو هیوادونه، لکه چین هم په پام کې ونیسو. خو دا مهمه ده چې دا موضوع د سنتي اړیکو په قیمت نه تمامیږي. موږ د دې خبري شاهدان یو چې امریکا د اروپا د امنیت په برخه کي پر خپله ژمنه ولاړه ده. د دې خبرې یوه بېلګه د توغندیو دفاعي سیستم دی. امریکا د ناټو د توغندیو د دفاعي سیستم په برخه کې ډیره ونډه لري. اروپا هم په دې سیستم کې ونډه اخیستې ده.

کریستین تریپي/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل