1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

په افغانستان کې د ښوونېز نظام راتلونکې روښانه بریښې

د کارپوهانو په اند په افغانستان کي د ښووني نظام روښانه بريښي. په ۲۰۰۱ کال کې په دغه هيواد کي ټول ټال ۴۰۰۰ محصلین په زده کړو بوخت ول چې هیځ نجوني پکښې نه وې. اوس تر۸۰۰۰۰ ډیر محصلین په ۲۶ ولایتونو کې په زده کړو بوخت دي.

د آلمان د آکادمیکو خدمتونو د تبادلې ادارې د افغانستان د څانگې مسئول الکسندر کوبفر، وایيکوبفر وایي چې باید له دې وضعیت څخه ډیره لوړه تمه و نه شي. هغه روښانوي چې که څوک پر دې باندي فکر وکړي چې افغانستان به په څو کلونو کې د اروپا په څیر پرمختگ وکړي، نو دا یو غیرې واقعې تصور دی: «دا تمه چې افغانستان به په څو کلونو کې د اروپا په څیر پرمختگ او وده وکړي دا په بشپړه توگه یوه پوچه خبره ده. د اروپا په څیر پرمختگ ته رسیدل ډیر وخت ته اړتیا لري.»

د لسو کلونو له پاره لازم اقدامات او اړتياوي

خو اوس پوښتنه دا ده چې په واقعبینانه ډول په راتلونکو لسو کلونو کې چې ورته د انتقال دوره ویل کېږې د لوړو زده کړو په برخه کې څه ترلاسه کیدای شي؟ ښاغلي کوبفر وایي چې په راتلونکو لسو کلونو کې د لیسانس او ماستري لرونکو افغانانو شمیر ډیریدل دی. د کوبفر په خبره لومړي هدف ته د رسیدو له پاره چې په ترڅ کې یې باید د لیسانس درجه لرونکو افغانانو شمیر زیات شي، داسي استادانو ته اړتیا شته چې پخپله د ماستري درجه ولري، او دوهم هدف چې د ماسترانو د شمیر زیاتول دي د رسیدو له پاره باید د داکټري درجې لرونکو استادان شمیر نور هم زیات شي. د دغه آلماني کارپوه په اند افغانستان کولای شي چې په راتلونکو لسو کلونو کې تر ډیره حده پورې دغو هدفونو ته ورسیږي.

د آلمان د اکاډمیکو خدمتونو د تبادلې سازمان په تیرو دولسو کلونو کې د ۳۰۰۰ افغانانو له پاره له بیلابیلو لارو د زده کړو زمینه برابره کړې ده او په عین حال کې یې د ۳۰۰۰ نورو محصلیونو له پاره د بیلگې په توگه د معلوماتي تکنالوژي او په نورو برخو د لا ډیرو روزنو اسانتاوې برابرې کړې دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند محمد اعظم نوربخش، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل: «په تیرو دولسو کلونو کې افغانستان د خپل ملگري هیواد آلمان په مرسته د لوړو زده کړو په برخه کې ډیري لاس ته راوړنې لرلي دي.» هغه هیله څرگنده کړه چې په راتلونکې کې لا ډیر افغانان په آلمان کې ډاکټري ترلاسه کړي او هیواد ته تر ستنیدو وروسته په پوهنتونو کې نورو افغانانو ته درس ورکړي.

کابل غواړي چې دغه غوښتنه یې پوره شي. کوبفر وايي: «موږ غواړو چې د ماستري او د ډاکټري په برخه کې د هغو افغان محصلینو شمیر چې بورسونه ترلاسه کوي لا هم لوړ شي.» هغه روښانوي چې افغانان هم په دې برخه شرایط نه محدودوي: «موږ له خپلو افغان همکارانو او آلماني پوهنتونو سره چې د دغې غوښتې لاس ته راولو ته ژمن دي او هڅه کوي، سره د اجرائیه وي او صلاحیت لرونکو مرکزونو پر رامنځ ته کولو خبرې کوي. موږ د کار مارکیټ په نظر کې لرو. په پر دې باندې هم کار کوو چې سیمه ییز تصدۍ هم په خپلو خبرو کې راونغاړو.»

د پوهنتونو د جذب لږ ظرفیت

دغو اهدافو ته رسیدل په راتلونکې پوري تړلي خبري دي. خو هغه څه چې د هغوی له لاس ته راوړنو سره مرسته کولای شي چې له لیرې واټن څخه یا غیر حضوري تحصیلات دي. د آلمان د بوخوم پوهنتون لا وختي د غیر حضوري زده کړو په برخه کې اقدام کړی دی او د افغان محصلینو له پاره یې یو «الکترونیکي کمپاس» رامنځ ته کړی دی. غیر حضوري زده کړې ښايي تر یوه حده پورې په افغانستان کې د پوهنتونو د لږ ظرفیت ستونزه حل کړي. یوازې په ۲۰۱۲ کال کې ۱۴۰۰۰۰ افغان زده کوونکو پوهتون ته د تلو غوښتنه کړې وه خو له هغوی څخه یوازې ۴۱۰۰۰ یې وتوانیدل چې پوهنتونو ته ولاړ شي.

د افغانستان څه نا څه ۵۰ سلنه نفوس ۱۵ کاله او یا هم تر هغه لږ عمر لري. کوپفر وایي چې په افغانستان کې د هر کال په تیریدو سره د هغو زده کوونکو شمیر د ډیریدو په حال کې دی چې غواړي پوهنتونو ته لار ومومي. دغه آلمانی کارپوه روښانوي چې د هر کال په تیریدو سره پر پوهنتونو باندې فشار ډیریږي: «د هغو کسانو د شمیر ډیروالی چې غواړي پوهنتونو ته ولاړ شي یوه ډیره لویه ستونزه ده. دا د یوه سیل څپې ته ورته حالت دی، چې یو ځل تیريږي، خو بیا بیرته راگرځي. سړی باید دغه شان یوه حالت ته چمتوالی ولري.» کوپفر گواښ کوي چې آن داسي یو حالت هم رامنځ ته کیدای شي چې سړی بیا پکښې له «ډیرو ښو امکاناتو سره هم» د دغې څپه مخه نشي نیولای.

مسلکي زده کړو ته اړتیا

کوپفر همداراز وایي چې په افغانستان کې باید یو شمیر ارزښتونه بدلون ومومي، څو د یو شمیر خاصو اکاډمیکو برخو د اشباح کیدو او په یوه ځانگړي بخش کې د ډیرو سترو درخواست کوونکو د رامنځ ته کیدو مخه ونیوله شي. هغه وایي: «په افغانستان کې هم د آلمان په څیر داسې مسلکونه شته چې له ټولنیز موقف یا پرستیژ سره تړاو لري او ډیر کسان غواړي چې دغه مسلکونه زده کړي. د بیلگې په توگه د طب یا ډاکټرۍ په برخه کي ډیره تقاضا موجوده ده خو هیڅوک نه غواړي چې نرس شي.» کاپفر وايې چې په افغانستان کې د مسلکي کارکوونکو سخت کمښت موجود دی، او له همدې کبله مسلکي زده کړې ډیر ارزښت لري.

آلمان په دې برخه کې هم له افغانستان سره مرسته کوي. د آلمان د نړیوالې همکاریو ټولنه یا GIZ په دې برخه کې په افغانستان کې ډیره فعاله ده. گوستاو راییر په کابل کې د دغې ټولنې د کارپوهانو له ډلې څخه یو دی. هغه هم په افغانستان کې د مسلکي زده کړو د اړتیا پر اهمیت باندې ټینگار کوي او وایي افغانستان په وروستیو کلونو کې پرمختگ کړی دی خو اوس هم باید ډیر څه وشي. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «موږ په وروستیو وختو کې په افغانستان کې د مسلکي زده کړو پنځوس مرکزونه جوړ کړي دي چې له موږ سره په پروگرام کې شامل دي. خو په عین حال کې موږ له حیرانیا سره ډیر شمیر نور د مسلکي زده کړو مرکزونه هم لیدلي چې یا خو جوړ شوي دي او یا هم د جوړیدو په حال کې دي. موږ د دغو مرکزونو له جوړیدو سره هیڅ سرو کار نه لرو.»

د لیري راتلونکې په اړه باید فکر وشي

راییر هم د کوپفر په څیر ټینگار کوي چې باید د لیرې راتلونکې په اړه فکر وشي. هغه وایي: «موږ باید د اوږې مودې ودې په اړه فکر وکړو. تر هغه پوري چې د مسلکي زده کړو سیستم د افغانستان په ټولو برخو کې فعالیږې نورو له شلو څخه تر دیرشو کلونو ته اړتیا شته. افغانستان هم په همدې لور روان دی. زه دا په واضیح توگه وینم.» هر کال په افغانستان کې له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پوري د مسلکي زده کړو نوي روزونکي په کار گومارل کیږي. دغه کسانو له ۲۰۱۲ کال راهیسې په کابل او مزارشریف کي د GIZ په روزنیزو مرکزونو کي باکیفیته زده کړې ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسلکي زده کړو په برخه کې د هغو کسانو شمیر ډیر زیاد دی چې دې سیستم ته داخلیدو امکانات نه لري. په افغانستان کې هغو شاوخوا ۱.۷ میلیونه ځوانو افغانانو له ډلې څخه چې د ۱۵ او ۱۹ کلونو تر منځ عمر لري او د مسلکي زده کړو شرایط پوره کوي یوازې ۷۰۰۰۰ یې د دې هیواد په سیستم کې د دغو زده کړو د تر لاسه کولو چانس لري. خو دغه موضوع د راییر له پاره د اندیښنې وړ نه ده. هغه وایي: «د افغانستان غیر رسمي اقتصاد ډیر په زړه پورې دی. په دې هیواد کې هم د ۱۹مې پیړې آلمان په څیر په غیر رسمي اقتصاد کې د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو ډیر چانسونه موجود دی. کله چې تاسو په دې هیواد کې سفر وکړی نو پر دې موضوع باندې ښه پوهیږي.» GIZ غواړي په اوږدې موده کې همدا غیر رسمي روزنیز سیستم، یوې مدرنې بڼې ته راواړوي.

د اندیښنې ډیر لاملونه نه شته

خو اوس اصلي پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې امنیتي ستونزې او واک ته د طالبانو د بیا احتمالي راتگ په اړه انديښنې تر کومه حده مهمې او د پام وړ دي. راییر په دې اړه ډیره اندیښنه نه لري. هغه وایي چې آلماني ځواکونه تر اوسه پورې په افغانستان کې میشته دي او د دې امکان هم شته چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته یې هم یوه برخه په دې هیواد کې پاته شي. هغه وايي چې په دې برخه کې د بریا یوه لار دا ده چې په پخپله افغانان دومره وروزل شي چې په راتلونکې کې هغوی په خپله د مسلکې زده کړو په برخه کې روزونکي تربیه کړي. دغه آلماني کارپوه ټینگار کوي چې افغانان د پرمختگ له پاره مبارزه کوي.