1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«په افغانستان کې د سګرتو منع کول ستونزمن دي»

په افغانستان کې د تنباکو لرونکو محصولاتو د نه کارولو قانون پلي کول ښايي له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي. کارپوهان وایي چې حکومت نه شي کولای پر ټولو سرپټو اماکنو باندې څارنه وکړي.

د کابل پر سړکونو باندې په هر څو متري کې یو سگرت پلورونکی تر سترگو کیږي. د سگرتو د پلورلو له پاره هم هیڅ کوم محدودیت موجود نه دی. آن ماشومان کولای شي چې په آزاده توگه سگرت راونیسي. په افغانستان کې له گارگرانو نیولې بیا تر باسواده کسانو پورې، ډیر شمیر یې سگرت څکي. آن په ملي بسونو، رستورانتونو او ان رسمي غونډو کې یو شمیر کسان سگرت څکې.

په افغانستان کې له گارگرانو نیولې بیا تر باسواده کسانو پورې، ډیر شمیر یې سگرت څکي.

په افغانستان کې له گارگرانو نیولې بیا تر باسواده کسانو پورې، ډیر شمیر یې سگرت څکي.

د افغانستان پارلمان د سگرتو د کارونې د کمولو په موخه په عامه اماکنو کې د تنباکو لرونکو محصولاتو کارونه منع اعلان کړې ده. په یوه قانون کې چې د پارلمان له خوا تصویت شوی دی په خاصه توگه په عامه او سرپټو اماکنو کې د سگرتو څکل منع شوي دي. که څوک له دې قانون څخه سرغړونه وکړي نو ۳۰۰ افغانۍ جریمه کیږي.

په عین حال کې په دې قانون کې راغلي دي چې پر سگرتو باندې دې گمرکي محصول پنځوس سلنه لوړ شي. دغه قانون د وزیرانو د شورا له خوا پارلمان ته استول شوی وو چې د پارلمان له خوا بیا تصویب شو. تر هغه وروسته چې دغه قانون د ولسمشر کرزي له خوا لاسلیک شي، هغه به د اجرائیه قوې له خوا تطبیق شي.

په کابل کې د یوه رنستورانت مالک رسول، وایي: «موږ د خپلو مشتریانو له پاره نه شو کولای چې چا ته ووایو چې سگرت مه وهه. سگرت وهل ښه کار نه دی، خو موږ خپل مشتریان نه شو منع کولای.»

د رسول دغه خبرې په عامه اماکنو کې د سگرت د څکلو د منعه کولو قانون د تطبیق ستونزمنتوب ښيي. دغه قانون د خلکو له همکاري پرته نه شي تطبیقیدای. په داسې یوه هیواد کې چې د بیلگې په توگه ترافیکي قوانین نه تطبیقیږي، څرگنه کیدای شي چې د سگرتو د نه څکلو قانون تطبیق شي.

د سگروتو د پلورلو په بهیر کې د محدودیتونو راوستل، د هغه د بیې لوړول او په عین حال کې په عامه اماکنو کې د هغه پر خښاک باندې بندیز لگول کیدای شي چې تر یوه حده پورې د تنباکو لرونکو محصولات استعمال راټیټ کړي، خو داسې ویل کیږي چې افغانانو ته د دغو محصولاتو د ضررونو په اړه په کافي اندازه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د کابل یو تن اوسیدونکی شمس الحق، وایي: «دا یو عمل دی. که د یوې قوتۍ سگرتو بیه سلو افغانیو ته هم لوړه شي، زه یې رانیسم.» له بلې خوا د کابل ښار یو تن پلورونکی صبور، بیا د دغه قانون د پلي کیدو پر وړاندې ستونزو ته اشاره کوي او وایي: «دا قانون په هغه صورت کې تطبیقیدای شي چې د سگرتو پر وارداتو باندې بندیز ولگوي. که سوداگر سگرت وارد کړي، هرو مرو هغه پلوري. هغوی نه شي کولای سگرت په خپلو کورونو کې وڅکوي، باید هغه په بازارونو کې وپلوري.»

د سگرتو د پلورلو له لارې د ژوند د لگښونو پوره کول

په همدې حال کې هغه کسان چې په بازارنو کې په وړکیو کراچیو کې سگرت پلوري، وایي چې د دې قانون له تطبیق سره کیدای شي چې هغوی خپل کارونه له لاسه ورکړي. دغه کسان ټینگار کوي چې د سگرتو پلورل به هیڅ وخت ونه دریږي. دوی استدلال کوي چې که څه هم د مخدره توکو پر خرڅلاو باندې بندیز لگول شوی دی، خو بیا هم ډیر شمیر کسان په کابل او د افغانستان په نور ښارونو کې تریاک او نور مخدره توکي رانیسي.

په افغانستان کې د سگرتو د پلورلو له پاره هم هیڅ کوم محدودیت موجود نه دی. آن ماشومان کولای شي چې په آزاده توگه سگرت راونیسي.

په افغانستان کې د سگرتو د پلورلو له پاره هم هیڅ کوم محدودیت موجود نه دی. آن ماشومان کولای شي چې په آزاده توگه سگرت راونیسي.

عبدالحق په کابل کې د سگرتو د پلورلو یوه کراچۍ لري. هغه وایي: «باید د سوداگرو مخه ونیوله شي چې سگرت وارد نه کړي. داسې نه شي کیدای چې د سگرتو د پلورونکو مخه ونیسي. دا کار شونی نه دی.»

د کابل دغه اوسیدونکی وایي چې د عاید یوازینۍ سرچینه یې د سگرتو پلورل دي. هغه زیاتوي چې د ورځي شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ گټي او که دغه قانون تطبیق شي نو دی به دغه عاید له لاسه ورکړي.