1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

په افغانستان کې د «جعلي ګواښلیکونو» ګرم بازار

د طالبانو ګواښلیکونه د یوه رپوټ له مخې چې یو وخت د مرګ حکم ګڼل کیدل، اوس په بازار کې «جعلي» جوړیږي او پر هغه افغانانو خرڅول کیږي چې غواړي د یوه نوي ژوند جوړولو له پاره اروپا ته ولاړ شي.

default

انځور له ارشیف څخه

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د یوه رپوټ له مخې د طالبانو په رسمي ورقو کې په لاس لیکل شوي دا لیکونه معمولا طالبانو هغو کسانو ته لیږل چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو او یا هم بهرنیو پوځونو سره یې په افغانستان کې کار کاوه. په دې لیکونو کې طالبانو د هغوی جرمونه لیکل او ویل يي چې یو پوځي کمیسیون به دې کسانو ته د سزا ورکولو پریکړه وکړي. د طالبانو د دې ګواښلیکونو په پاې کې به دا ګواښ هم ورکړل شوی وو چې په راتلونکي کې چې هر څه کیږي طالبان یې مسولیت نه لري.

رپوټ زیاتوي چې اوس طالبان وایي چې هغوی نور چا ته ګواښلیکونه نه استوي خو هغه کسان چې دا لیکونه په جعلي توګه جوړوي تري ډیره ګټه کوي ځکه چې په لسونو زره افغانان غواړي اروپا ته ولاړ شي تر څو د پناه غوښتنه وکړي او ډیر شمیر یې له ځانه سره د طالبانو له خوا ګواښلیکونه وړي. د دې جعلي خطونو جوړونکي وايي چې یو قانع کوونکی خط تر ۱۰۰۰ډالرو پورې هم خرڅول کیږي.

د اسوشتید پرس د رپوټ له مخې مکمل چې د ډیرو نورو افغانان په شان تخلص نه لري او تر اوسه یې ۲۰داسې جعلي خطونه پلورلي دي وایي: «[په اروپا کې] د افغانانو له خوا د ورکړل شویو ګواښلیکونو څخه ۹۹سلنه یې جعلي دي او یواځي یوه سلنه یې رښتیني دي.»

هغه دا لیکونه په ډیره اسانه جوړوي. څوک چې غواړي تري دا لیک واخلي، هغه ته د طالبانو له خوا ګواښونه لیکي او هغه له افغان او بهرنيو ځواکونو سره پر همکارۍ تورنوي او بیا د طالبانو له انترنتي پاڼې څخه کاپي شوې ټاپه په خط کې لګوي.

هغه وايي: «تر اوسه زه یواځې یو کس پیژنم چې په رښتیا د طالبانو له خوا ورته ګواښلیک استول شوی دی. نور ټول جعلي دي.»

Afghanistan Needs You Kampagne

انځور له ارشیف څخه

د مکمل له پاره د مشتریانو کمی نه شته. په افغانستان کې د بیکارۍ کچه ۲۴سلنه ده، نا امني هره ورځ مخ پر ډیریدو ده او د سږ کال تر پاې پورې اټکل کیږي چې ۱۶۰زره افغانان له هیواد څخه مهاجر شي. د ۲۰۱۳ کال په پرتله دا شمیره څلور برابره ډیر دی.

آلمان د سلونو زره مهاجرو له پاره د استوګنځای په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ دی. د دې هیواد چارواکو ویلي دي چې اقتصادي مهاجرین به بیرته خپلو اصلي هیوادو ته استوي. تیره میاشت د آلمان یوه لوړپوري امنیتي چارواکي وویل چې ډیر شمیر افغانان د افغانستان له امنو سیمو څخه آلمان ته راځي. آلمان هغه هیواد دی چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په ماموریت کې ستره ونډه لري او اوسمهال په افغانستان کې د دې هیواد شا او خوا ۹۰۰ سرتیرې شتون لري.

د مهاجرینو او کډوالو له پاره د آلمان فدارلي اداره وايي چې دوی د دا ډول لیکونو په اړه معلومات لري خو دقیق شمیر یې معلوم نه دی.

د دې ادارې ویانده سوسانا ایکمایر وايي چې دا ګواښلیکونه رسمي اسناد نه شمیرل کیږي او اهمیت یې هم محدود دی. ایکمایر وايي: «دا اسناد [ګواښلیکونه] د پناه غوښتنلیک د عمومي ارزښت پر بنسټ ارزول کیږي. دا اسناد د طالبانو له خوا د ګواښ په توګه هغه وخت شمیرل کیږي چې د پناه غوښتنلیک په عمومي ډول منطقي، با اعتباره او رښتینی وي.»

طالبان چې ۱۴کلنه وسله وال مخالفت یې اوس نورو سیمو ته هم غځیدلې ده وایي چې دا شان ګواښلیکونه ډیر وخت جعلي وي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې کله طالبان پر چا شکمن شي چې له حکومت او یا بهرنیو ځواکونو سره کار کوي نو بیا د هغه له خپلوانو سره په تماس کې کیږي او تري غواړو چې له حکومت او یا بهرنیانو سره د کار کولو څخه لاس واخلي: «موږ ګواښلیکونه نه لیږو. دا زموږ د کار سبک نه دی. موږ په محدوده حالاتو کې له تیلیفون څخه استفاده کوو هغه هم یواځې په هغو حالاتو کې چې موږ کوم جدي مشکل احساس کړو.» هغه زیاتوي: «دا تش په نامه د طالبانو ګواښلیکونه ټول جعلي دي.»

Symbolbild Taliban

انځور له ارشیف څخه

د اسوشیتد پرس په خبره د افغانستان د ملي امنیت یو چارواکی هم د دې لیکونو اعتبار ردوي او وايي چې دا واضحه خبره ده چې ځینې خلک دا لیکونه اخلي تر څو خپل د پناه غوښتنلیک قوي کړي. تر دې مهاله د جعلي لیکونو جوړولو پر جرم هیڅوک نه دي نیول شوي.

دغه حکومتي چارواکي چې نوم د نه اخیستو په شرط له نوموړي خبري آژانس سره خبري کړي دي همداراز ویلي دي: «حکومت په دې باور دی چې د جعلي ګواښلیکونو جوړونکو او اخیستونکو د نیولو له پاره هڅو ته ضرورت نه شته. موږ خپلې هڅې دې ته اړولي دي چې [د هغو کسانو امنیت ونیسو] چې په رښتیا له ګواښونو سره مخ دي.»

اسوشیتد پرس په خپل تفصیلي رپوټ کې لیکلي دي چې طالبان له پخوا څخه افغانان ګواښي او د طالبانو له خوا د کندز ښار په موقت ډول نیونې دا څرګنده کړې ده چې د دې ډلې واک ته د رسیدو په حالت کې به افغانان له څه ستونزو سره مخامخ شي. [په کندز کې] دې ډله یواځې حکومتي چارواکي نه ګواښل بلکې خبریالان او د ښځو د حقوقو مدافعان یې هم وګواښل. ملګرې ملتونه اټکل کوي چې د کندز ښار د نیونې پر مهال د دې ښار نیم نفوس له ښار څخه تښتیدلی وه.

۲۸کلن ګل محمد وايي چې طالبان د هغه کور ته ورغلل او پر هغې یې د جاسوسۍ تور ولګاوه ځکه چې هغه یوې خیریه موسسې سره د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه. ګل محمد وايي له هغې وروسته چې پلار یې د طالبانو مخ ته ودرید نو دې ډلې یې له کور څخه دوه موټره له ځان سره یوړل.

حضرت ګل چې درې کاله دمخه یې ایتالیا ته ځان رسولی دی وايي چې د طالبانو له خوا د جعلي ګواښلیک له کبله یې د پناه غوښتنلیک ومنل شو او اوس له خپلې میرمنې او درې ماشومانو سره په اروپا کې ژوند کوي. هغه وايي چې اوس اروپا پر دې پوهه شوې ده چې دا شان ډیر لیکونه جعلي دي.

هغه وايي: «اوس د اروپا محکمې ندرتا دا شان لیکونه قبلوي ځکه چې هغوی پر دې خبر شوي دي چې دا لیکونه په افغانستان کې له پلورنځایونو څخه اخیستل کیدای شي.»

DW.COM