1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت نه روښانتیا

په جگړه کي د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کي امریکایي ځانګړو ځواکونو له خپلو قوماندانو څو وارې دا پوښتنه مطرح کړې چې تر کومې اندازې پوري کولای شي د هغوی ملاتړ وکړي.

دغو ځواکونو هغه وخت له خپلو قوماندانانو هیڅ ځواب نه وو ترلاسه کړی. دغه هر څه د پنتاګون په هغه رپوټ کې راغلي دي چې تازه «غیر سري» شوی دی. خو د دې رپوټ ډیري برخي اوس هم د حساسیت له کبله نه دي بربنډي شوي او ورباندې تور رنګ وهل شوی دی.

دا رپوټ د افغانستان په جګړه کې د امریکایي ځواکونو د ښکېلتيا په اړه د ارمنځ ته شویو ګډوډيو په اړه دی.

ناټو په افغانستان کې د ۲۰۱۴م کال په پای کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه، او د «پریکړنده ملاتړ» په نوم یې خپل نوی روزنیز ماموریت پیل کړ.

د نوي ماموریت له مخې د ناټو ځواکونه یوازې افغان امنیتي ځواک روزې او ورته مشورې ورکوي، خو دا چي په افغانستان کې مشاورین ځانونه له جګړې لیرې وساتي د هرې ورځې په تیریدو سره جگړه لا سختیږي.

د جګړې په جریان کې د مشاورت او په جګړه کې د ښکېلتیا تر منځ د کرښې تفکیک سختیږي. دا ستونزه یوازې په افغانستان کې موجوده نه ده، بلکي په عراق کې میشت امریکایي ځواکونه هم له ورته ستونزې سره مخامخ دي. په دې هیواد کې د امریکایي ځواکونو د نقش په اړه تر هغه وروسته پوښتنې راولاړي شوې چې یوه امریکایي سمندري عسکر له داعش سره په جگړه کې ووژل شو.

یوه امریکايي ځانګړي عسکر په کندز کې پر یوه روغتون باندي د هوایي برید په اړه چې د ۴۲ روغتیایي کارکوونکي، ناروغان او ساتونکي یې ووژل، جوړ شوي رپوټ کې څیړونکو ته ویلي دي: «تاسو تر کوم حده مخکې ځئ؟ دا د دې پوښتنې چې: تاسو غواړئ موږ څومره مخکې ولاړ شو؟ له پاره ښه ځواب نه دی.»

په کندز کې پر روغتون باندې برید د طالبانو لاس ته د کندز ښار د لویدو تر ټولو ناوړه پیښه وه، خو د دې په اړه کوم ثبوت په لاس کې نه شته چې ایا دغه پیښه له دې کبله رامنځته شوې چې امریکایي ځواکونه د خپل نقش په اړه نه پوهیدل.

خو په خپور شوي ۷۰۰ مخیز رپوټ کې په دې اړه معلومات ورکړل شوي دي چې امریکایي ځواکونه څرنګه د خپل نقش په اړه پوره معلومات نه لري او څرنګه ډیر وخت د هغه له کبله غلط فهمۍ رامنځ ته کیږي. دغه غلط فهمۍ آن د جګړې پر مهال هم رامنځ ته کیږي چې له کبله يې له طالبانو سره جګړې ته زیان رسیږي.

یوه سرتیري په رپوټ کې ویلي دي: «دا کومه ستراتیژي نه ده، بلکي په هغه محرکو شرایطو کې د ناورین له پاره شرایط دي.»

هغه ويلي دي څو واريې له خپلو قوماندانو څخه د خپل ماموریت په اړه جزئیات غوښتي دي: «په خواشینۍ سره له هغې خوا یوازې د چرچرکو غږونه اوریدل کیدل چې د ډزو له کبله د هغوی اوریدل هم ستونزمن ول.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکایي ځواکونو ویاند برید جنرال چارلس کلیولند، ویلي دي چې د افغانستان د ماموریت په اړه کومه غلط فهمي او یا هم ګډوډي نه شته.

خو منتقدین بیا وایي چې علط فهمي په اصل کې د سیاستوالو له خوا رامنځ ته کیږي، ځکه هغوی ټینګار کوي چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې یوازې د سیمه ایزو ځواکونو د روزنې په موخه میشت دي، خو په اصل کې بهرني پوځیان په داسې وضعیتونو کې راګیریږي چې د ناټو د اوسنې ماموریت د تعریف له مخې نه شي کولی اقدامات وکړي.

یوه لویدیځوال دیپلومات رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «داسې ښکاري چې په لویدیځ کې هیڅوک هم د دې خبرې منلو ته چمتو نه دي چې افغانستان د مخ په ډیریدونکي جګړې ډګر دی او دا چې ځواکونه یې اوس هم هره ورځ په جګړه کې ښکیلیږي.»

له ځانه دفاع

په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو د ماموریت یوه برخه هم د القاعدې او داعش پر ضد د ځانګړو عملیاتو ترسره کول دي. خو دغه ځواکونه د طالبانو پر ضد عملیات نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونه د افغانستان په ډیرو برخو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

امریکا د افغانستان د سولې بهیر له پاره د لاري اوارولو په موخه طالبان د خپلو دښمانانو له نوملړه ایستلي دي. خو دغه ځواکونه د طالبانو له برید سره د مخامخیدو په صورت کې له ځانه د دفاع حق لري. خو دا چې تر کومې اندازې پورې باید د طالبانو د برید انتظار وایستل شي هم نه ده روښانه.