1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموریت خاطرې

د آلمان پوځ په افغانستان کې ۱۳ کاله خدمت وکړ. دغه ماموریت د آلمان په پوځ کې هم بدلون راوست. اوس جنگي سرتيری وځي او یواځې یوه کوچنې برخه د افغان پوځ د روزنې لپاره پاتې کیږي.

د کندز ولایت یو اوسیدونکی، احمد جاوید د آلمان د پوځ په هکله په خپله یوه خاطره کې وايی: « کله چې د موټر د تصادم یوه پیښه وسوه، زه پیاده روان وم. یو موټر له کنتروله ووت او ټکر یی وکړ. له نیکه مرغه د ایساف د آلماني سرتیرو یو کاروان هلته ؤ. په ديری چټکتیا سره یو شمیر آلماڼي سرتیری د مرستې لپاره راغلل.» جاوید وایی: « زه دغه بشرپالنه هیڅ وخت نه هیروم.» دا له آلماني پوځيانو څخه د احمد جاوید ښه خاطره ده.


خو احمد چاوید وايی چې د اوکتوبر د میاشتې را په دی خوا چې آلماني سرتیري په کندز کې له خپلو کمپونو څخه وتلي دي، « دلته وضعیت ډير زیات بدل سوی دی.» د هغه د وینا له مخې امنیتي حالات بدورگي سوي دي. ډيري کسانو چې له آلماني پوځ سره یی په مختلفو برخو کې همکاري کوله، خپل کارونه له لاسه ورکړی دی. د هغه غوښتنه دا وه چې «کاش آلماني سرتيري له دی ځایه نه وای وتلی او په راتلونکی کی هم دوی سره مرسته کړی وای.»

د بیارغاونی لپاره امنیت

د ۲۰۰۴ کال له پیل سره تصمیم دا ؤ چې د آلمان پوځ به له افغانستان څخه وځي. په لومړي سر کې یو شمیر سرتیري له شمال څخه ووتل. په اوسني وخت کې له مزارشریف څخه د جنگي سرتیرو د وروستیو ټولگیو د وتلو لپاره تیاری روان دی. خوآلمان افغانستان وروسته له دی هم یواځې نه پریږدي. هغوي پریکړه کې چې د ناتو تر مشرۍ لاندی په نوی ماموریت کې ۸۵۰ سرتیري د افغان ملي امینتی ځواکونو د روزني لپاره هلته پریږدي. دغه ماموریت دو کاله دوام کوي. هغوي په جنگي عملیاتو کې گډون نه کوي، د هغوی دنده یواځې د افغان ملي پوځ ته سلا مشورو او روزنی پوری محدوده کیږي.

د نوي مېلادي کال د پېل سره به په افغانستان کي د «قاطع ملاتړ» په نوم د ناټو نوی ماموريت شروع سي چي پکښي تقريبا ۱۳۰۰۰ بهرني عسکر پلان سوي دي. آلمان به په دغه ماموريت کي تر ۸۵۰ پوري خپل عسکر په افغانستان کي ولري چي هغوی به د افغان امنيتي کسانو روزنه او هغوی ته د مشوره ورکولو دنده په غاړه ولري.

لومړي آلماني عسکر په ۲۰۰۲م کال د ايساف د ماموريت په ترڅ کي افغانستان ته ولاړل. د هغوی د ماموريت موخه د افغانستان په بيا رغونه کي مرسته او د امنيت ساتنه وه. په آلمان کي د پوهي او سياست د آژانس کارپوه فيليپ ميونش وايي چي و افغانستان ته د آلماني پوځ په لېږلو سره د آلمان حکومت خپل يو ډېر مهم مقصد پوره کړ.

«د ماموریت د اصلي هدف نا معلوم توب »

د ميونش په وينا آلمان غوښتل چي د دغه ماموريت له لاري «د نړۍ وال سياست پر دريځ اغېز پيدا کړي.» د ميونش په وينا همدا وجه وه چي آلمان بېله دې چي د افغانستان په تړاو يوه ستراتيژي ولري، افغانستان ته خپل عسکر ولېږدول.

نوموړی زياتوي چي د آلمان حکومت خپله تګلاره و افغانستان ته د خپلو عسکرو د لېږد وروسته هميشه د افغانستان د پيښو سره عياروله او غبرګون به يې ښودی. د دغه آلماني کارپوه په وينا دا چي آلمان د افغانستان په تړاو زياته تجربه نه درلوده، نو دغه ستونزه لا جدي سوه.

آلمانی کارپوه فيليپ ميونش وايي چي په افغانستان کي پر غبرګون ولاړه آلمانۍ ستراتيژي تر هغه وخت بريالۍ وه، چي وسله والو ياغيانو لا خپل ځانونه بېرته نه ول منظم کړي. د نوموړي په وينا په ۲۰۰۶م کال وضعې تغير وموند او آلماني عسکر مخ په زياتېدونکې توګه د وسله والو نښتو سره لاس او ګرېوان سول.

آلمانان اړ سول چي زياته انرژي د وسله والو ياغيانو د مخنيوي لپاره ولګوي، حال دا چي د هغوی د ماموريت اصلي مقصد د ملکي بيا رغونې څخه حمايت او ملاتړ ؤ، او نه د ياغيانو مخنيوی.

« بریالیتوبونه»

کونراډ شېټر د آلمان په بون ښار کي د BICC په نوم د اوښتون د نړۍ وال مرکز رئيس او د افغانستان د چارو کارپوه دی. نوموړی وايي چي د آلماني پوځ د ماموريت چوکاټ غېرمتوازن ؤ. هغه زياتوي چي «دغه په ملي او نړۍ واله سطحه داسي جوړ سوی ؤ چي د لګښت تر ۹۰ فيصده څخه زياته برخه پر پوځي اړخ لګېدله.» د شېټر په وينا دا چي د يو کار لپاره په پام کي نيول سوو پيسو صرف لس فيصده پر هغه اصلي موضوع لګول کيږي نو دا خو بايد داسي نه وي.»

کونراډ شېټر وايي چي په لنډمهاله توګه په افغانستان کي د آلماني پوځ ماموريت حد اقل په سيميزه توګه لږ امنيت رامنځ ته کړ. خو هغه وايي چي په دې هکله شک لري چي دغه ماموريت به د اوږدمهاله امنيت او ثبات سبب سي.

د آلمان د پوځ په هکله نوی فکر

په افغانستان کي د آلماني پوځ د ۱۳ کالو ماموريت تر آخر پوري دا په سمه توګه واضح نه سوه چي د دغه ماموريت لپاره د آلمان هدف څه شي ؤ. په آلمان کي د پوهي او سياست د آژانس کارپوه فيليپ ميونش وايي چي « د دغه ماموريت د لګښتونو د جګېدو او په زياته بيا د ۲۰۰۹م او ۲۰۱۱م تر منځ د ځاني تاوانونو له کبله د دغه ماموريت د مخالفینو شمېر مخ په زياتېدو سو.»

کونراډ شېټر وايي چي د افغانستان د پوځي ماموريت په ترڅ کي د آلمان پوځ په وضعیت کې هم بدلون راغی. د هغه په وينا په داسي حال کي چي د سړې جګړې په وخت کي د آلمان پوځ صرف يوه دفاعي بڼه درلوده، د افغانستان د ماموريت په ترڅ کي دغه وضعیت بدلون وموند: «دا روښانه شوه چې سرتيری بهرني ماموریت ته اړتیا لري ترڅو هغوي جدي ونیول شي.» د شېټر په وينا له دی سره د آلمان پوځ په یو عملیاتي پوځ بدل شو، کوم چې بل ډول پوځي روزنی او پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لري. دا به د راتلونکی لپاره پراخ نتایج له ځان سره ولري.