1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په افغانستان کې دي د سوله ساتو ځواکونو شمير ډ يرسي

په افغانستان کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو آلمانی قومندان وايي چې په دې هېواد کې دي د سوله ساتو ځواکونو شمير ډ يرسي

جنرال ويلي اوس زه د ومره ويلای سم چې موږ په افغانستان کې دهغه عسکرو په پرتله چې اوس يې لرو ډ يرو نورو عسکرو ته هم اړتيا سته

جنرال ويلي اوس زه د ومره ويلای سم چې موږ په افغانستان کې دهغه عسکرو په پرتله چې اوس يې لرو ډ يرو نورو عسکرو ته هم اړتيا سته

برونو کاسد ورف د يوې آلمانۍ ورځپاڼي Neuen Osnabrücker Zeitfung سره په مرکه کې ويلې د غه 40 زره عسکر چې همدا اوس په افغانستان کې د ناټو ترقومندې لاندي په دې هېواد کې عمليات کوي د سولي اوثبات د تامينولو لپاره بسنه نه کوي.
نوکوړي ويلي مخکي له دې چې د آلمان په اتحادي پارلمان کې د نړيوالو سوله ساتونکو ځواکونو په ليکو کې د آلماني عسکرو د خد مت د مودې د غځولو په اړه خبري پيليږي د ISAF په مرکزي هډه کې بايد د ستراتيژيکو اهدافو په اړه ځېړنه وسي او ددې ځېړني په لړکې به وويل سي چې د افغانستان لپاره څونده عسکر نور پکاردي.
جنرال ويلي اوس زه د ومره ويلای سم چې موږ په افغانستان کې دهغه عسکرو په پرتله چې اوس يې لرو ډ يرو نورو عسکرو ته هم اړتيا سته.
جنرال کاسد ورف ويلي داسي يو هېواد لکه افغانستان چې 30 کاله يې په جگړو او ناآراميو کې تير کړي ، د سولي اوثبات د رامنځ ته کولو لپاره وخت او حوصلې ته اړتياسته اوپه بېړه سره ددې کار تر سره کيدل د امکان څخه وتلی کاردی.