په افغانستان کی دنښتو او چاودنو په پيښه کی 11 کسه وژل شوی | افغانستان | DW | 08.05.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کی دنښتو او چاودنو په پيښه کی 11 کسه وژل شوی

کابل: پرون په افغانستان کی د زور زياتی به پيښو کی د ناتو د دوو عسکرو او یو ماشوم په شمول 11 تنه انسانان وژل شوی دی.

default

دغه پيښه د خوست په ولایت کی د يوۍ چاودنی په اثر شوی. دغه خبر په افغانستان کی دنړيوال سوله ساتونکۍ ځواکونود اداری له خوا خپور شوی او په خبر کی ويل شوی چی چی د ناتو دوه تنه نور عسکر به دغه پيښه کی ژوبل شوی هم دی. د وژل شويو عسکرو د هويت په هکله په خبر کی څه ندی ویل شوی .

د خوست په ولایت کی د یوۍ بلۍ چاودنۍ په اثر چی د يوه سړک په غاړه شوۍ، د سيمۍ د پوليسو د اداری مشر او د هغه موټر چلونکی وژل شوی دی.

د لغمان په ولایت کی هم د افغان پوليسو او د مخدره موادو د قاچاقبرو ترمنځ د ډزو د تبادلۍ په اثر يو پولیس وژل شوی دی.

د تيری سه شنبۍ په ورځ یو کاناديی عسکر په کندهار کی وژل شوی و.

اړوند مطالب