1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

په افغانستان کی دامريکايی زندانونوپه هکله دامريکايی جنرال رپوټ

دامريکايی جنرال .Charles Jacoby Jr د يوه محرمانه رپوټ له مخی چی تراوسه لا ندی خپورشوی، د افغانستان په امريکايی زندانونوکی ډيرنقصونه شته. دا خبرامريکايی ورځپاڼې »Washington Post« تيره جمعه، دليندۍ ١٣ نيټه، ددې هيواد د دولتی اداروپه حواله خپورکړ.

په افغانستان کې يو امريکايی عسکر

په افغانستان کې يو امريکايی عسکر

دجنرال Jacoby د ويناله مخی، د افغانستان په امريکايی زندانونوکی دقوانينونشتوالی اودکنترول لږوالی، دامريکايی سرتيرولخوا د جرم کول آسانه کوی. په ډيرشميرزندانونوکی دتحقيق کولولپاره هيڅ ډول قوانين نشته. دامريکايی اردو دڅرگندونو له مخی، مخصوصاًبياپه هغوزندانونوکی دډيروسختوجرمونودکولواحتمال شته، کوم چی دجگړې په سيموکی په مؤقتی ډول جوړيږی. د USA ددفاع وزارت دڅرگندونوله مخی، د بغداد د ابوغُريب زندان ډير شميرامريکايی تحقيق کونکی، مخکی په افغانستان کی په کاربوخت ؤ.