1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

په افغانستان کښي د ژورناليزم نن او پرون

د افغان لیکوال او ژورناليست نذير احمد سهار په اند په افغانستان کښي په کمي لحاط رسنيز بهير د پرون په پرتله د پام وړ دی.

ليکوال او ژورناليست نذير احمد سهار

ليکوال او ژورناليست نذير احمد سهار

درنو لوستونکو په دې اونۍ کي مو د زلمي ليکوال او ژوزناليست نذيراحمد سهار سره په افغانستان کښي د خبريالۍ د نن او پرون پرتله کولو په اړه مرکه کړې.

سهار د ژورناليزم په برخه کي د ليسانس تر کچي زده کړي کړي او له ګڼو رسنيو سره يې د خبريال، ايډيټر او خبري مدير په توګه دندي ترسره کړي دي.

دويچه ويله: په افغانستان کي د ژورناليزم نن له پرون سره څنګه پرتله کوئ؟ هيلي زياتي دي که اندېښنې؟

سهار: په افغانستان کي په کمي لحاظ رسنيز بهير د پرون په پرتله غوره دى. د رسنيو شمېر او رسنيز مرکزونه، خبريالان او د هغوى د روزني ادارې ټول د پام وړ دي، خو د کيفيت له مخه لاهم موږ په هغه پړاو کي نه يو، چي قناعت وړ وګڼلاى شي. په افغانستان کي رسنيز بهير او د بيان ازادي لا بنسټيزه شوې نه ده.

په افغانستان کښي د هغو رسنيو شمېر خورا کم دی چي ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمني دي.

دويچه ويله: ستاسي په اند ددغه کمي علت څه دى.

سهار: د ستونزو يو مهم علت د رسنيو د مالکيت او ملکيت بحران دى. په افغانستان کې ډېري کمي رسنۍ له افغاني ملکيت او مالکيت نه برخمني دي، ډېرى رسنۍ له بهره تمويليږي او د ملاتړو سرچينو تر مالي، سياسي او مذهبي فشارونو لاندي عمل کوي. دا د رسنيو د بې پريتوب او ازادۍ د سلبېدا تر ټولو ستر عامل دى، چي په افغانستان کي تر نوري نړۍ ډېر محسوس دى. رسنۍ د تمويلي سرچينو د سياستونو او تګلارو پر وړاندې مقاومت له لاسه ورکوي او ډېر لږ پر ملي ګټو د خونديتابه فکر کيږي. همدا لامل دى، چي زموږ رسنۍ ډېر داسي څه خپروي، چي زموږ د ټولني له واقعيتونو سره اړخ نه لګوي، يا يې خپروني زموږ د ټولني پر مزاج، اړتياوو او غوښتنو برابري نه وي. دا هغه نقطه ده، چي د سياست او ولس ترمنځ د بېلتون کرښه هم ټاکلاى شي. ددغو رسنيو ژوند او مرګ هم په تمويلي سرچينو پورې تړلى او د خپل حضوري ثبات لپاره د عايد سرچينې او پايښتي پلانونه، نه لري.

دويچه ويله: ستاسو په اند د پښتو انلاين ژورنالېزم په برخه کي پرمختګونه سوي؟

سهار: پښتو انلاين خبريالي هم د نورو په څېر په کمي لحاظ بډايه شوې، خو لا هم د کيفيت او محتوا په برخه کي ستونزي شته. له هغو رسنيو پرته، چي ثابت دفترونه او په خلکو کي نفوذ لري، پر نورو هغو د قانون او يا اخلاقي ارونو پلي کول ستونزمن کار دى. انلاين رسنۍ له زماني، مکاني او جغرافيايي محدودو ازادي دي، دغه ازادي د دوى د ودي لپاره يو ښه فرصت دى، خو په پښتو انلاين رسنيو کې ډېري کمي داسي پاڼي دي، چي په واقعي ډول يې سړى د انلاين د استازو رسنيو په توګه يادي کړي. خو دا، چې موږ لا په لومړيو پړاوونو کي يو، يوڅه لاره لرو او اوسني وضعيت ته په کتو سره دا اټکل کېداى شي، چي د انلاين رسنيو سبا به مو تر نورو هغو روښانه وي، ځکه پر دوى نه د تمويلي سرچينو فشار شته او نه هم د سانسور او ځانسانسورۍ.

ښاغلی سهار که د ژورناليزم په برخه کي ستاسو د ژباړل سوو او ليکلو کتابونو په اړه يو څه وواياست.

سهار: ما د خبريالۍ په برخه کي اووه کتابونه ليکلي او ژباړلي دي. خبر څنګه وليکو، د رپوټ ليکنې ارونه، مرکه څنګه وکړو او د انلاين خبريالي کتابونه مې ليکلي او نوې خبريالي، رسنيزه څېړنه، سخت او نرم خبر او بريالي تبليغات مي له بېلابېلو ژبو ژباړلي دي. دوه ناولونه مې د ليسې او پوهنتون په دوران کي ژباړلي وو، اوس مې يې ژباړې ته هومره لېوالتيا نشته، خو د نرمي او سختي خبريالۍ په اړه پر يو نوي څيز لګيا يم، چي که ژوند و، بشپړ او چاپ به شي.

دويچه ويله: ولي مو د ژورناليزم ډګر ته مخه کړه؟

سهار: ژورناليزم يا خبريالي د حقايقو هينداره ده. د حقيقت پلټني احساس د هر انسان په وجود کي نغښتى او ما هم د همدغه احساس پر بنسټ خبريالي غوره کړې ده.

دويچه ويله: تاسي يو وخت شاعري کوله، وروسته مو ځيني ژباړي وکړې او بيا مو د ژورنالېزم ډګرته ور ودانګل، څنګه مو وکړاى شول، چي د ادب له پراخ ډګر نه دې برخي ته مخه کړئ؟

سهار ادب زما شوق او مينه وه او ژورناليزم او خبريالي مې مسلک دى. خبريالي هم خورا پراخ او ويړ ډګر دى. يوازي په خبر او رپوټ کي منحصر نه دى، له دغه مسلک سره ګڼ نور علوم، ټکنالوژيک وسايل او د رسنيو، اړيکو او اطلاعاتو يو ستر بهير تړلى دى. زه اوس هم شاعري کوم، يوه نيمه لنډه کيسه ليکم، خو د پخوا په څېر نه.

مرکه کونکی: فريدالله ظاهر

کتونکی: نجيب الله زيارمل