1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کښي د ډير فعاليت او همکارۍ غوښتنه

د اروپا دپاره د ناټو د قواوو لوی قوماندان جنرال جان ګرادوک په افغانستان کښي...

په بروکسل کښي د ناټو د هيوادو د خارجه وزيرانو غونډه

په بروکسل کښي د ناټو د هيوادو د خارجه وزيرانو غونډه

د ډير فعاليت او همکارۍ غوښتنه وکړه . ګرادوک نن په ويانا کي وويل چه په افغانستان کښي د عسکرو څخه د ملاتړ او حمايې په خاطر ډير هيلکوپترونه،اکتشافي الوتکو او نورو جنګي وسايلو ته ضرورت دی . سربيره پر دې بايد د ناټو په دغه ماموريت کي شامل هيوادونه خپل د عملياتو قيودات کم،او يا له منځه يوسي .

دغه جنرال همدارنګه وويل چي په افغانستان کښي د برياليتوب دپاره نظامي کاميابي قاطع او پريکړنده رول نلري ، او تر هغه ډير بايد د افغانستان د بيا آبادولو کار، او حکومتي رهبرۍ ته توجه وسي .

مګر دغه جنرال په اروپا کښي د ګډ کار او امنيت د سازمان (OSZE) د کنفرانس په جريان کي دقيق ونه ويل چه په کمه اندازه ،کمو شيانو ته ضرورت دی . خوفکر کيږي چه بايد د هيلکوپترو تعداد ډير سي .