1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کي ډېر زده کوونکي په سگرېټو اخته شوي

د افغانستان د عامي روغیتا وزارت له تنباکو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې ویلي چې د ښوونځيو ۲۳ سلنه زده کوونکي په سرګرېټو اخته شوي چې د مخنوي له پاره یې باید لاري چاري ولټول شي.

دا ورځ په افغانستان کې د (تنباکو غیر قانوني تجارت پای ته ورسوئ) تر شعار لاندي د عامي روغتیا وزارت له خوا ولمانځل شوه. که څه هم د تنباکو کاروني ډېرو افغانانو ته زیان رسولی خو بیا یې هم حکومت د محدودیت له‌پاره کومه تګلاره نه ده پلې کړې.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې اداره او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په مرسته د عامي ورغتیا او نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې وزارت ګډه څېړنه ښيي چې په افغانستان کې درې ميلیونه انسانان په نشو اخته دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د تنباکو او سګرېټو غیر قانوني تجارت د دې لامل شوی دی چې له یوې خوا ځوانان په سګرېټو اخته او نورو نشو ته مخه کړي. او له بل پلوه دولت ته عایدات او ټیکس هم ځکه لږ په لاس ورځي چې هغه په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم نن یک شنبه (۲۰۱۵م کال د می ۳۱مه) د تنباکو له تنباکو سره د مبارزې د نړیوالي ورځي په لمانځغونډه کې وویل چې د هغوی یو وړاندېز د سګرېټو پر قطیو د هغو د زیانونه لیکل دي:

«د سګرېټو پر قطیو او د تنباکو پر بستو باید داسي لنډي جملې ولیکل شي چې زیانونه او یو تصویر يې پکښې خپور شي. او که داسې څه پرې ونه لیکل شي نو راکړه ورکړه یې باید منع شي اوکه یې څوک پلوري نو باید هغه د سرغړوني په تور جریمه شي.»



په ۲۰۱۱م کال کې د افغانستان د عامي روغیتا وزارت یوې څېړني ښوولې وه چې یوازي د کابل ښار پنځه دېرش سلنه اوسېدونکي تنباکو کاروي او ۵۰ سلنه یې د مړه لوګي څخه زیان ویني.

یادې څېړنې دا هم ښوولې وه چې ۱۵سلنه سګرېټ څکوونکي تر ۱۶ کلنۍ دمخه پرې اخته شوي او زیاته کړې یې وه چې ۳۵ سلنه د کابل ښاریان په خپلو کورونو او ۵۶ سلنه نور په موټرو کې د سګرېټ له لوګي څخه زیانمن شوي‌ دي.

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت چارواکي وايي چې په دغه هيواد کې له میاشتي په منځنۍ توګه ۲ اشاریه ۷ میلیونه ډالر یوازي پرسګرېټو مصرفيږي.

یاد وزارت همدا شان وړاندیز کوي ‌چې د سګرېټو او هر ډول تنباګو پر وارېدوونکو دې مالیات زیات شي، څو مخنوی يې وشي.

په سگرېټو د اخته کېدو پښېماني

هغه ځوانان چې د سګرېټو او تنباکو په څکولو اخته شوي سخت پښېمانه دي‌ او نورو کسانو ته وړاندیز کوي چې آن د سګرېټو له دود څخه هم ځان وساتي.

د کابل یو تن اوسېدونکی وزیر آغا ساپی وايي د ښار په پرتله په کلیو کې ډېر ځوانان د کورنۍ په پټه او له شوقه سګرېټ څکوي چې اخر پرې اخته شي.

ساپی له ځوانانو څخه غوښتنه کوي ‌چې د سګرېټو پر ځای دې سپورت وکړي، څو بدن ته یې د زیان پر ځای ګټه رسولې وي.

د افغانستان پارلمان دوه کاله وړاندي په عامه ځایونو کې د سګرېټو پر څکولو د بندیز قانون هم تصویب کړ خو د نورو ډېرو قوانینو په څېر یوازي په پاڼو کې پاته شوی او عملي بڼه یې نه ده غوره کړې.