1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په افغانستان کي يو آلمانی تښتول سوی

په افغانستان کي يو آلمانی تري تم سوی دی او داسي ګمان کيږي چي دغه آلمانی تښتول سوی وی.

دغه جرمنی عبدالرحمن نوميږي او د هرات ولايت د ګل دان په سيمه کي په يوه روغتون کي په کار بوخت و

دغه جرمنی عبدالرحمن نوميږي او د هرات ولايت د ګل دان په سيمه کي په يوه روغتون کي په کار بوخت و

داخبره د هرات د پوليسو قومندان د رويترز خبري آژنس يوه خبريال ته کړې ده.

دغه جرمنی چي عبدالرحمن نوميږي او د هرات ولايت د ګل دان په سيمه کي په يوه روغتون کي په کار بوخت و، د پرون ورځي راهيسي د ناپيژندل سوو کسانو لخوابرمته سوی دی.

ديو بل خبر له مخي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي په افغانستان کي يو آلمانی د خپلي مېرمني او يوه کوچني سره برمته سوي دی.

بلخوا اولسمشر حامد کرزي د يوه آلماني تښتول سخت غندلي او د پيښي په اړه يي ډير ژر د معلوماتو د ورکولو وعده کړې ده. حامد کرزي په کابل کي نن وويل موږ به دغه ډول جنايي اعمال ونه زغمو.

اولسمشر دا خبره تايد کړې، چي برمته سوی د جرمني تبعه دی، چي ديوې افغاني مېرمني سره يي واده کړی او مسلمان سوی دی.