1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کي معتاد ماشومان

افغانستان چې د نړۍ ۹۰ سلنه تریاک تولیدوي د لويانو تر څنګ معتاد ماشومان هم لري. دغو ماشومانو ته ډیر وخت د هغوی د والدینو له خوا نشه يي مواد ورکول کیږي. په کوچنيوالي کې اعتیاد ډیري ټولنیزي ستونزي پيدا کوي.

Bildergalerie Afghanistan Internationaler Kindertag. Die Bilder hat uns die afghanische Fotoagentur Afghan Eyes geschickt. Wir haben einen Vertrag mit dieser Agentur. Das Copyright: Afghan Eyes (nicht AEP)

Bildergalerie Afghanistan Internationaler Kindertag

په افغانستان کې د لويانو تر څنګ ډیر شمیر ماشومان هم د مخدره موادو معتاد دي. ډیر شمیر دغه کوچنيان هغه وخت په مخدره موادو اخته کيږي چې په ماشوموالي کې یې ميندي هغوی ته د دې له پاره چې و نه ژاړي او ویده شي، تریاک ورکوي.

پر دې سربیره ډیر وخت کله چې د کورنۍ مشران تریاک کاروي، نو کوچنيان هم د هغه دود تنفسوي چې ورو ورو هغوی هم معتادیږي.

دې ستونزې ته په کتو سره اوس په افغانستان کې ډیر شمیر داسې مرکزونو په کار پیل کړی دی، چې د معتادو ماشومانو د درملنې په برخه کې کارکوي. د دغو مرکزونو له ډلې څخه یوه هم د «ودان مرستندويه ټولنه» ده چې په ننګرهار ولایت کې د درملني يو مرکز لري. د دغه مرکز په انګړ کې ماشومان په لوبو بوخت دي او خوشاله بریښي.

د دې مرکز یوه کارکوونکې معصومه، وایي: «کله چې ما هغوی [معتاد ماشومان] د لومړي ځل له پاره ولیدل ډیر خواشیني ښکاریدل. هغوی به لوبې نه کولې او خپل ځانونه یې پاک نه ساتل.» خو اوس هر څه ښه شوي دي. ماشومان له یو بل سر لوبې کوي، خوشاله دي او د خپلي راتلونکې په اړه فکر کوي.»

د ودان په خیریه موسسه کې له ۲۵ معتادو ماشومانو او د هغوی د ۳۵ تنو والدینو ساتنه کیږي. د دغه مرکز د لګښتونو یوه برخه د ملګرو ملتونو له خوا تمویلیږي.

د ودان په خیره ټولنه کې هغو کسانو ته چې له مخدره توکو څخه د لاس اخیستني په بهیر کې له روغتیایي ستونزو سره مخامخیږ‎ي، طبي خدمتونو واندي کیږي او د هغوی درملنه کیږي. په دغه مرکز کې تر درملني لاندي ماشومان د درو او۱۲کلونو تر منځ عمرونه لري.

لس کلنه مروه هم په دغه مرکز کې تر درملني لاندي ده. هغه غواړي چې په راتلونکې کې یوه انجینره شي. مروه وایي: «ما له ماشوموالي څخه د خوب درمل خوړل [...] زما سر به تل درد کاوه. ما زده کړه هم نه شوای کولای. زما ملګرو به ښه زده کوله. هغوی به پر ما باندي ملنډي وهلې.» مروه زیاتوي چې تر درملنې وروسته هغه اوس یو څه ښه احساس کوي.

د ودان د خیریه مرکز یو تن ادارې مسئول فضل وحید، وایي چې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې ماشومانو ته د خوب درمل ورکول کیږي چې هغوی آرامه شي. خو د هغه په خبره ډیر وخت ماشومانو ته د «ریزش» او «نس دردۍ» په خاطر داسې درمل ورکول کیږي چې پکې د کورنیو له خوا تریاک ګډ شوي وي.

ښاغلی فضل وحید وایي: «دا چې په افغانستان کې تریاک په اسانۍ او ارزانه بیه تر لاسه کیدای شي، ډیر خلک یې د درد ضد درملو په توګه کاروي.»

دا چې په افغانستان کې څومره معتاد ماشومان موجود دي، په دې اړه دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته، خو د ملګرو ملتونو د وروستيو اټکلونو له مخې په دغه هیواد کې د معتادو مشرانو شمیر۱،۳میلیونه او معتادو ماشومانو شمیر۳۰۰۰۰۰ تنو ته رسیږي.

په افغانستان کې اوس تر۹۰ ډیر داسې مرکزونه شته چې پکې معتادین تر درملني لاندي دي. د دغو مرکزونو له ډلې څخه ځینې یې د کوچنيانو او ښځو له پاره ځانګړي شوي دي.