1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کي لويو جرگو ته کتنه

د افغانستان جغرافيايي موقعيت او په دغه هيواد کي د بهرنيو لاس وهنو له ډير پخوا څخه دغه هيواد په بېلابېلو برخو کي له ستونزو سره مخامخ کړی دئ. افغانستان بیا هر وخت دغه ستونزي، د جرگو له لاري حل کړي.

پخوانۍ لويه جرگه

پخوانۍ لويه جرگه

په افغانستان کي جرګې د نارينه محلي مشرانو هغه غونډي دي، چي د محلي او يا هم لويو ستونزو د حلولو او د لويو پريکړو د کولو په موخه د وخت د حکومتونو لخوا او يا خو د يو حکومت د جوړلو په موخه رابلل کيږي.

که څه هم افغان ولس له ډير پخوا څخه ستونزي د جرګو له لاري حلولې او خپلي پريکړي ئې له همدغي لاري کولې خو هغه جرګې چي د افغانستان په تاريخ کي د ډيرو جزيياتو سره ثبت دي او ستر رول يې لوبولی د ۱۷۰۷کال څخه را پيليږي.

د ۱۷۰۷کال څخه را په ديخوا په افغانستان کي جوړي شوي لوي جرګي:

د (۱۷۰۹۱۷۰۷ميلادي) د ميرويس نيکه لخوا په کندهار کي لويه جرګه جوړه شوه. د دغي لويي جرګي د جوړيدو د تاريخ په اړه د نظر اختلاف سته. په يو شمېر سرچينو کي ددې جرګې د جوړيدو نېټه ۱۷۰۷ کال ليکل شوې، او د غبار په تاريخ کي د ميرويس نيکه د لويي جرګې د جوړيدو تاريخ ۱۷۰۹کال ليکل سوی دئ.

د ۱۷۴۷ميلادي کال د اکتوبرپه مياشت کيد کندهار په شيرسرخ کي د افغانستان قومي مشرانو احمد شاه دراني «احمد شاه ابدالي، احمد شاه بابا» د نوي افغانستان د مشر په توګه وټاکه.

د ميرويس نيکه لخوا د جرګې تر جوړيدو وروسته په افغانستان کي يو وار بيا ملک الطوايفي رامنځ ته شوي وې. احمد شاه بابا چي د نادر افشار په لښکر کي ئې د افغانانو مشري پرغاړه درلوده او د افشار تر مرګ وروسته افغانستان ته ستون سوی وو لويه جرګه جوړه کړه ترڅو د افغانستان مشر وټاکي.

په دغه جرګه کي د وخت مشرانو تر نهو ورځو بحثونو وروسته ځوان احمد شاه درانی وټاکه او محمد صابر ملنگ د ځوان مشر په لنگوټه کي د غنمو وږی ور کښېښود. دغه جرگه د افغانستان په تاريخ کي د نوي افغانستان د جوړلولو جرګه بلل کيږي.

د ۱۹۲۸ميلادي کال د سيپتمبر په مياشت کي امان الله خان د قومي مشرانو لويه جرګه جوړه کړه ترڅو په خپل سلطنت کي ريفورمونه تر بحث لاندي ونيسي. دغه لويه جرګه په پغمان کي جوړه سوې وه، چي ځيني جنجالي پريکړي هم پکښي وشوې.

د امان الله خان لويي جرکې په ۱۲سکتورونو کي ريفورمونه تر بحث لاندي ونيول. د دغي جرګې په فيصلو کي د ودونو د تعدد له منځه وړل، د مخ پټولو د اجبار له منځه وړل، تر شپږم ټولګی پوري د هلکانو او انجونو يوځای تعليم، د تعليم اجباري کول او ډير نور اصلاحات شامل ول.

په۱۹۴۱ميلادي کال کي محمد نادرشاه د ۲۸۶کسانو په گډون لويه جرګه راوبلله ترڅو خپله تخت ناستي ددې جرګې لخوا تصديق کړي.

په۱۹۴۷ميلادي کال کي د قبايلي سيمو پښتنو يوه جرګه جوړه کړه، ترڅو دا فيصله وکړي چي د هندوستان او پاکستان تر منځ له کوم يوه سره يوځای شي.

د۱۹۴۹ميلادي کال د جولاي پر ۲۶په کابل کي لويه جرګه جوړه شوه، چي پريکړه ئې وکړه د ډيورنډ کرښه په رسميت نه پيژني. دا د افغانستان په تاريخ کي لومړی وار وو، چي يوې جرګې د ډيورنډ د کرښي د په رسميت نه پېژندلو پريکړه وکړه. تر هغې وروسته هيڅ يو افغان حکومت هم په رسمي توګه نه دي ويلي، چي د ډيورنډ کرښه په رسميت نه پيژني.

د۱۹۶۴ميلادي کال د سيپتمبر په مياشت کي محمد ظاهر شاه د ۴۵۲افغان قومي مشرانو يوه غونډه راوبلله ترڅو خپل نوی اساسي قانون په تصويب کړي.

په۱۹۷۴ميلادي کال کي د پاکستان سره د ډيورند د کرښي پر سر لويه جرګه وشوه.

د۱۹۷۷ميلادي کال د جنورۍ په مياشت کي محمد داود خان د افغانستان د جمهوريت او د اساسي قانون د جوړولو له پاره لويه جرګه جوړه کړه. د دغي جرګې په ترڅ کي په افغانستان کي شاهي نظام له منځه ولاړ او په افغانستان کي جمهوري نظام نافض سو.

په ۱۹۸۵ميلادي کال د اپريل مياشت د افغانستان د ديموکراتيک جمهوريت د اساسي قانون د تصويب په موخه لويه جرګه جوړه شوه.

په ۲۰۰۳ ميلادي کال کي د ولسمشر کرزي تر مشرۍ لاندي د افغانستان انتقالي حکومت د اساسي قانون لويه جرګه جوړه کړه. په دې جرګه کي د افغانستان د ټولو ويلايتونو څخه ۵۰۲استازو ګدون کړی وو.

د افغانستان د اساسي قانون په لويه جرګه کي ۳۴۴استازي د ولسواليو په کچه، په دغي ۶۴ښځينه استازي د ولايتونو په سطحه، ۴۲د کوچيانواستازو او ۵۰استازي د حامد کرزي لخوا چي ۲۵ئې نارينه او ۲۵ئې ښځينه وې، ګډون کړی وو.

مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW.COM