1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کي شخصي امنيتي شرکتونه تړل کيږي.

افغاني مقامات غواړي چي ټوله هغي شخصي تصدۍ او شرکتونه وتړي چي د امنيت د ساتني له پاره منځ ته راغلي دي.

د افغانستان د اساسي قانون د مخه يوازي حکومت په دغه هيواد کي دا صلاحيت او حق لري، چي سلا ولری

د افغانستان د اساسي قانون د مخه يوازي حکومت په دغه هيواد کي دا صلاحيت او حق لري، چي سلا ولری

دا خبره د اولسمشر حامد کرزي وياند کړې ده. د کابل پوليسو ويلي دي، په تيره اونۍ کي د پوليسي پلټنو په ترځ کي 9 دغه راز تصدۍ تړل سوي، ځکه دې تصديو پرته له دې چي اجازه ولري په شخصي ابتکار سره د امنيت د ساتني په برخه کي کارکوۍ.

د افغانستان د اساسي قانون د مخه يواځي حکومت په دغه هيواد کي دا صلاحيت او حق لري، چي سلا ولری او هغه هم د اړ تيا په صورت کي استعمال کړي.

د دوشنبې په ورځ د کابينې په غونډه کي هم پردې باندي پريکړه سوي، چي کيدای سي په موقتي توګه يو شمېر محدودو شخصي امنيتي شرکتونو ته د کورنيو چارو د وزارت لخوا ددې اجازه ورکړل سي، چي د امنيت ساتني په چارو کي فعاليت وکړي. دا به هغه شرکتونه وي چي د نړيوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو د ادارو د ساتني له پاره کارکوي.