1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کي د وسله والي جگړې تر څنگه يوه بله جگړه هم روانه ده

په افغانستان کي اوس د بيلينونو ډالرو په ارزښت کانونو پر سر ستره سيالي روانه ده. هغه زړه ور شرکتونه، چي په اوس وخت کي ددغه هيواد د کانونو په استخراج کي پانگونه وکړي، د يو تريليون ډالرو په ارزښت قراردادونه به تر لاسه کړي

په باميانو کي د حاجي گک د اوسپني کان

په باميانو کي د حاجي گک د اوسپني کان

خو د امنيتي دلايلو له کبله د افغانستان د کانونو په سکتور کي پانګه اچونه ډيره زړورتيا غواړي. ددې سره سره، چي کيدای سي د افغانستان جګړه په نزدې راتلونکې کي پای ته ونه رسيږي، خو گاونډيان بيا د طبعي منابعو د ترلاسه کولو له پاره په دغه هیواد کي په رقابت بوخت دي.

د افغانستان د کانونو وزارت وايي، چي تر ۲۰۱۴کال پوري به هر کال د پنځو کانونو قراردادونه د بهرنيو کمپنيو سره لاسليک سي.

د کارپوهانو په اند، اوس چي غربي هيوادونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کي دي، گاونډيان په دغه هيواد کي د طبيعي منابعو د ترلاسه کولو له پاره د نفوذ د پراخولو پر سر سيالي پيل کړې.

په لوگر کي د مسي عينک کان

په لوگر کي د مسي عينک کان

چين په افغانستان کي د نفتو او مسو د کانونو قراردادونه تر لاسه کړي دي. دغه هيواد تر اوسه پوري د افغانستان د کان کيندني په سکتور کي تر نورو هيوادونو ډيره پانګونه کړې.

د ترسره سويو څېړونو له مخي د عينکو د مسو کان، چي چين ئې د کندني قرارداد په ۲۰۰۷کال کي تر لاسه کړ، ۱۱ميليونه ټنه مس لري. اوس د حاجي کک د کان پر سر ايران او هندوستان سیالي کوي.

که هندوستان دغه قرارداد وګټي نو تر اوسه به ئې د افغانستان د کانونو په سکتور کي تر ټولو ډيره پانګونه کړې وي.

د حاجي ګک کان دوه بيليونه ټنه اوسپنه لري. ددغه کان د ګټونکي هيواد نوم به په راتلونکو ورځو کي اعلان سي.

د افغانستان د کانونو وزارت اوس په دې لټه کي دی، چي د کانونو د استخراج له پاره پانګوني راجذب کړي. د افغانستان ولسمشر هم په دغه کار بوخت دی. هغه تيره اونۍ د استراليا د لومړۍ وزيري څخه وغوښتل، چي هيواد ئې د افغانستان د کانونو په سکتور کي پانګونه وکړي.

که څه هم چي اوس د افغانستان د کانونو ارزښت يو تريليون ښوول سوی دی، خو کارپوهان وايي، چي په اصل کي کيدای سي دغه ارزښت درې تريليونه ډالره وي.

يو امريکايي کارپوه وايي، د ۲۰۱۶ کال وروسته به افغانستان د عينکو او حاجي ګک کانونو څخه نيم بيليون ډالرعايد په لاس راوړي.

د کانونو په کيندلو سره به په افغانستان کي نور بنسټونه، لکه د اورګادي پټلۍ، بريښنا، د اوبو تنظيم او نور هم پرمختګ وکړي.

افغان چارواکي وايي، چي د چين او اسيايي بانک لخوا د اورگاډي د پټلۍ د غځولو دوې پروژې پيل سي، چي په ترځ کي به ئې افغانستان د ريل په واسطه له خپلو ګاونډيو سره ونښلي.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW.COM