1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کي د نشه يي موادو کښت لږ سوی معتادين ډيرسوي

د مخدره موادو د مخنيوي وزارت وايي چي په ټول هيواد کي د کوکنارو په کښت کي لږوالی راغلی ولي د هغو د روږدو کسانو شمېر نورهم زيات سوی.

په نشو روږد ځوانان

په نشو روږد ځوانان

ضرار احمد مقبل په هرات کي ولسي مشرانو ته په يوه غونډه کي وويل چي په هيواد کي د کوکناروکښت لږ سوی، خو په نشو د روږ دو کسانو په شمېر کي ډيروالی راغلی.

د هغه په خبره اوس په هيواد کي يو ميليون انسانان په نشو روږد دي، چي دولت د نړيوالي ټولني په مرسته يوازي د يو فيصد ناروغانو د درملني امکانات لري.

د مخدره موادو د مخنيوي وزير د کوکنارو د کښت په اړه ويلي دي چي د هلمند ، کندهار ، فراه، روزگان او بادغيس ولاياتو پرته چي ۹۹٪ کوکنار پکښي کرل سوي په نورو ولاياتو کي يې کچه صفر ده.

هغه د هرات ولايت د بزگرو سره د بيا رغوني په برخه کي د يو ميليون امریکايي ډالرو او ۳۰ عرادو ټکټرو د مرستي ژمنه کړې.

د مقبل په خبره په ټوله نړۍ کي د مخدره موادو کلنی عوايد ۶۵ ميلياردو ډالرو ته رسيږي، چي افغان کروندګر يي يواځي ۴۵۰ مليونه ډالره ور رسيږي نور يې ټولي پيسې نړيوالي مافيا او يو ميليارد د طالبانو لاس ته ورځي.

دافغانستان دمخدره موادو د مخنيوي وزير هرات ته د خپل سفر په جريان کي په نشه يي موادو د روږدو ناروغانو د تداوۍ د پاره د يوروغتون دجوړیدو د بنسټ ډبره کيښوده او د ۳ نورو روغتونونو دجوړيدو ژمنه يي کړې.

د هرات د دولتي چارواکو په خبره په هغه ولايت کي اوس ۵۰ زره کسان په نشو روږد دي چي په دې جمله کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: زيارمل