1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کي د ملکي خلکو وژنه ورځ تر بلي زياتيږي

د بشري حقوقو د څارنې اداره Human Rights Watch, HRW د آسيا مشر Brad Adams په يوه خبرتيا کي د امريکا په مشرۍ په افغاسنتان کي د بين المللي قواوو څخه غوښتنه کړې، تر څو د ملکي خلکو له وژلو څخه لاس واخلي.

افغانان خپل يو مړی قبر ته وړي

افغانان خپل يو مړی قبر ته وړي

د Human Rights Watch, HRW د آسيا مشر Brad Adams په يوه خبرتيا کې د امريکا په مشرۍ په افغاسنتان کې د بين المللي قواوو څخه غوښتنه کړی، تر څو د ملکي خلکو له وژلو څخه لاس واخلی.

د HRW راپور ورکوی، چې په کال دوه زده شپږ کې د بين المللي قواوو په عملياتو سره يوسلو شپاړلس ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي. او تېر کال د دغو خلکو شميره درې سوه يوويشت ته رسيدلی ده.

په وروستيو مياشتو کې د ناتو او ايساف قواوو په وار وار په دی تورن شوی دي، چې دوی په خپلو عملياتو کې يو شمير ملکي خلک وژلي دي.

ښاغلی آدم ويلی دی، چې د بين المللي عسکرو لخوا د زياتو ملکي وگړو وژنه د دی باعث کېږی، چې په د دوی پلويلن ورځ په ورځ کمېږي.

افغانان له دواړو خواوو، بين المللي قواوو په بمباريو او د طالبانو لخوا په ځان وژونکيو حملو کې وژل کېږي

افغانان له دواړو خواوو، بين المللي قواوو په بمباريو او د طالبانو لخوا په ځان وژونکيو حملو کې وژل کېږي

يوازی د سږ کال په اوو مياشتو کې يوسلو شپاړلس افغانان وژل شوی دی. په دی شمېره کې د ملگرو ملتو د راپور هغه 90 کسان نه دی شامل، چې په شينډنډ کې وژل شوي دي. ايتلافي قواوې ادعا کوی، چې دوی د «پنځو نه تر اوو» ملکي خلک وژلي دي.

کله چې د بهرنيو پلي عسکر د خپلو هوايي قواوو مرسته راوغوړی، نو بيا دوی بمباری کوی او په داسی حالت کې زياتره وخت ملکي وگړي ژوند له لاسه ورکوي.

د بشري حقوقو دغه ټولنه د ملکي خلکو د وژلو په اړوند نوره نيوکه هم کوی او ليکی:امريکايي عسکر د ملکي وگړو له وژلوڅخه وروسته د دغو خلکو وژل نه منی او وار په وار سره يی ردوی او پړه يی په طالبانو وراچوي. سر بېره پر دی د بهرنيو قواوو څېړنې د پېښو په اړوند «يو طرفه، نامکمل او پره شفاف» نه دي.