په افغانستان کي د طالبانو د زندان څخه ليدنه | افغانستان | DW | 17.12.2009
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کي د طالبانو د زندان څخه ليدنه

له ډيري مودې څخه دا یو نا شونی کار ښکاريدی خو د نومبر په مياشت کي د نړیوال سره صليب استازي د لومړي ځل لپاره په دې بریالي سوي، چي په افغانستان کي دننه د طالبانو د يوې بندیخانې څخه کتنه وکړي...

د سره صليب نړيوالي کمېټې په بادغيس ولايت کي د طالبانو له زندان څخه ليدنه کړې ده

د سره صليب نړيوالي کمېټې په بادغيس ولايت کي د طالبانو له زندان څخه ليدنه کړې ده

په دې مانا،چي طالبانو د سره صليب د نړیوالي ټولني يو شمېر کار کونکو ته اجازه ورکړې، چي ددوی ديوي بندیخانې څخه چي په بادغيس کي ده، ليدنه کتنه وکړي.

پاسکال ليښلر په دې هکله پڅپل رپوټ کي ليکي. دغه بندیخانه د افغانستان په شمال لويديځ ولایت بادغيس کي ده. دهمدې روان ميلادي کال د نومبر په مياشت کي د نړیوال سره صليب دکميټې استازو د درو بندیانو سره په دغه بندیخانه کي کتلي دي. د نړیوال سر صليب دکميتي ویانده کارلا حدادپه دې هکله وايي:

«دازموږ لپاره يوه ډيره مهمه لاس ته راوړنه بلل کيږي. موږ په افغانستان کي تر اوسه هم د نړيوالو ځواکونواو هم د افغان امنيتي ځواکونو بندیخانې ليدلي وي خود لومړي ځل لپاره موږ د طالبانو ديوې بندیخانې څخه کتنه کړې. طالبانو موږ ته اجازه راکړه چي ددوی بندیخانه وګورو اوهغوی ته په دې اړوند مشوري هم ورکړو.»

څنګه چي دLe Temps په نامه سويسي ورځپاڼه لیکي، داسي ښکاري، چي له ډيرو کلونو راهيسي د نړیوال سره صليب کمېټې دې موخي ته د رسيدو لپاره د طالبانو سره خبري کړي او د نړیوال سره صليب لپاره دا یوغير معمول کار ندی. دوی په کولمبياکي د فارک له ډلي سره هم خبري کړي. د سره صليب نړیوالي کمېټې تل دا هڅه کړې او کوي ،چي په هرراز جګړو او شخړو کي خپل ناپیلتوب وژغوري او د پيښو په هکله سیاسي څرګندوني ونه کړي. له مدې لاري دوی کولاي سي په ډيرو شخړو او لانجو کي د بنديانو سره تماس ونيسي.

دسره صليب نړيواله کمېټه له بندیانو سره ګوري ، خو له دوي سره دخپلو خبرو په هکله د هرډول ځرګندونو څخه ډډه کوي، تر څو په راتلونکي کي هم دوی ته دا امکان وي، چي له بندیانو سره بيا وګوري.د طالبانو د بندیخانې په هکله هم دا امکان سته.

«زه نه غواړم، چي د طالبانو د بندیخانې د شرايطو په هکله کومه تبصره وکړمه.خو همدومره ويلای سم، چي موږ خپل قضاوت دبند د شرايطو په هکله کړی اوله طالبانو سره مو هم په دې هکله خبري کړي دي.

Lechler, Pascal/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل