په افغانستان کي د ستراتيژۍ د بدلون پو ښتنه | مرکې | DW | 04.09.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

په افغانستان کي د ستراتيژۍ د بدلون پو ښتنه

د جرمني د بن پوهنتون د پرمختيايې څيړنو په مرکز ZEF کې د افغانستان د چار و کارپوه کانراد شتر Conrad Schetter سره مرکه

د افغانستان د چار و کارپوه کانراد شتر Conrad Schetter

د افغانستان د چار و کارپوه کانراد شتر Conrad Schetter

دوکتور کونراد شتر چي په 1966 ميلادي کال کې زيږيدلی، خپلي زده کړه يې اصلاً د تاريخ اوجغرافيې په څانګه کې کړې او په روان وخت کې دې د آلمان د بن د پوهنتون د پرمختيايې څيړنو په مرکز ZEF کې علمې څيړنې کوې. دوکتور کانراد شتر د افغانستان په هکله هم ډيرې څيړنې کړې او زيات شمیر کتابونه او مقالې يې هم ليکلې چې يو مهم اثر يې دافغانستان تار يخ او روان حالات بلل کيږې.

د توماس کولمن لومړۍ پوښتنه د کانراد شتر، څخه د افغانستان د روانو حالاتو د ارزيابۍ په هکله ده.

ځواب: زه فکرکوم تر ټولو مهمه خبره او مساله به دا وې چې تراوسه دې ته چا سم غوږ ندی نيولی چي پخپله افغانان څه غواړي او څه فکر کوې. دلته باید سړی دا پو ښتنه مطرح کړې چې افغانان څه غوښتنې او دلچسپی لرې. د افغانانو غوښتنې او دلچسپې اکثرا د نړيوالې ټولنې دغوښتنو او دلچسپيو سره ورته ندې.

شتر:« تراوسه دې ته چا سم غوږ ندې نيولې چې پخپله افغانان څه غواړې او څه فکر کوې»

شتر:« تراوسه دې ته چا سم غوږ ندې نيولې چې پخپله افغانان څه غواړې او څه فکر کوې»


له بله پلوه د افغانانو په منځ کې بيا هم د دغه هيواد د راتلونکې برخليک په اړه بيلا بیلې نظريې او دلچسپی شته. مونږ بايد دلته دا هم په نظر کې ونيسو چې په افغانستان کې مونږ د يو شمیر داسې کسانو سره مخامخ يو چې هغوې په جناياتو او جرمونو کې لاس لرې توپک سالاران، پخوانې قوماندانان، او بیا د دوې تر څنګ د مدنې ټولنې استازې، قامې او قبيلوې مشران شته چې دغه ټول په اصطلا د افغانې ټولنې فعالين دې. او دوې هريو ځانګړې دلچسپې او موخې لرې چې د دغه موخو او دلچسپیو ترمنځ به له يوې خوا ضرورې او له بلې خوا د دغه انډول ساتل به ډير ګران کار وې.

پو ښتنه: نو د دغه ټولو مسايلو په نظر نيولو سره په افغانستان کې سړې کومو موخو او دلچسپيو ته د لمړيتوب حق ورکړې؟

ځواب:زما له نظره بايد سړې په افغانستان کې سيمه ایزې خود مختارې پخپل حال پريږدې. اوبيا سړې بايد وګوری چې افغانان څه شې ته زیات اړتيا لرې. مثلا ښايې دوی د اوبو رسولو کانالونو ته اړه ولرې، یا د سړکونو، واټونو او لارو جوړولو ته. بايد په افغانستان کې داسې پروژې په کار واچول شې چې خلکو ته پکې کار او مصروفیت پيداشې. که چيرې خلک کار او بار ولرې او راتلونکې ته يوه اميد وارې ولرې، نو دوی به د طالبانو په خوا ولاړ نشې. په روان وخت کې ډير شمير ځوانان دې چې وزګاره دې او راتلونکې ته کومه اميدوارې نلرې او د دغه نا اميدې او ناچاريو له امله دوی د طالبانو خواته ورځې.

يا که مونږ د نشه يې توکو سره د مبارزې مسالې ته په افغانستان کې يو نظر واچو نو کومه لاره چې تر اوسه په افغانستان کې غوره شوې، بريالۍ لاره ځکه نده چې د نشه يې موادو د کرلو او سوداګرې اصلې علتونو ته پاملرنه نه کيږې.

پو ښتنه: د ناتو په عقیده ترڅو چې په افغانستان کې دعسکرو په شمير کېپه پوره اندازه زياتوالې رانشې، نو په افغانستان کې به د طالبانو او نورو تندلارو اسلامې ډلو په مقابل کې د جګړې ګټل ډير ګران کار وې ،تاسې په دې هکله څه نۍر لرې؟

ځواب: زه فکرکوم چې دلته يوه لويه اشتباه ده. په لمړې سر کې دا موږ په ښونځې کی هم زده کړې وه چې خپل هدفو وټاکې او بيا عمل وکړې. دا به د ناتو لپاره هم ښه وې چې په لمړی سر کې خپل هدف روښانه کړې چې په افغانستان کې د چا سره مبارزه کوې، ده طالبانو سره او که د ټولو هغه کسانو سره چې په روان وخت کې نا راضه او خوابدې دې.

که د طالبانو سره مبارزه کوې، دوی يوه خاصه ډله ده او د هغوې سره د مبارزې لاره د پوځې عملیاتو ترځنګ دا هم وې چې هغوې تجريد کړاې شې اونور خوابدې او ناراضې خلک بايد له هغوی نه بيل کړاې شې چې يوه لاره يې په افغا نستان کې د بيرته رغونې هغه پروژو ته زياته پاملرنه ده، چې خلکو ته پکې کار اومصرفیتونه پيدا کيداې شې. خو که ناتو غواړې چې د ټولو ناراضې او خوابدو کسانو سره مبارزه او جګړه پر مخ بوځې، نو دا به ددوې غلطی وې.

پو ښتنه: ستاسي له نظره به په افغانستان کي د نشه يي توکو سره د مبارزې سمه لاره څه وي؟

د افغانانو د پاره د نشه يې توکو کرل او سوداګرې يوه اقتصادې مساله ده

"د افغانانو د پاره د نشه يې توکو کرل او سوداګرې يوه اقتصادې مساله ده"

ځواب:دلته زه غواړم ووايم چې د نشه يې توکو په بازار کې هم لکه د نورو موادو په شان د عرضې او تقاضا مساله مطرح ده. څه شې ته چې تقاضا وې هغه خامخا عرضه کیږې. تر اوسه د نشه يې توکو سره د مبارزې په مساله کې يواځې د عرضې اړخ ته چې افغانستان دې ګوته نیول کيږې، په داسې حال کې چې د دغه موادو تقاضا کونکې له اوروپا نه نیولې تر آمریکې، روسيې او د افغانستان تر ګاونډيو هیوادونو پورې رسيږې.

د افغانانو د پاره د نشه يې توکو کرل او سوداګرې يوه اقتصادې مساله ده او دا خبره هم د يادونې وړ ده چې د نشه يو توکو مساله يوه نوې مساله نشې بلل کیدلاې. پخوا هم په دغه سيمه کې کوکنار کرل کيدل، زیاتره په برما د پاکستان په قبايلې سیمو او نورو هیواد ونو کې، اوس زیاتره په افغانستان کې کرل کيږې او که چیرې په افغانستان کې ددې کار مخه ونیول شې، نو کله که تقاضا ورته وې نو د دغه موادو کښت به په نورو سیمو کې لکه تاجکستان، ازبکستان او یا بیرته په پا کستان کې زیات شې.