په پاکستان او افغانستان کي د داعش جنگيالي څوک دي؟ کارپوهان وايي چي د دوی ډیری پاکستانيان او د قبايلي سيمو اوسېدونکي دي. په پاکستان کي د آئين ورځپاڼي له مسئول مدير شميم شاهد سره مرکه.
تروريستي سازماان «اسلامي دولت» تر دې دمخه د يوې جغرافيايي نقشې په خپرولو سره حتی د افريکا او اروپا ځيني برخي په خپل «خلافت» کي شاملي گڼلي دي.
داعش څرنگه په افغانستان کي له کوچنيانو کار اخلي؟
له کوچنيانو څخه د تروريستي هدفونو له پاره کار اخيستل د داعش پخوانی کار دئ. کوم انځورونه چي د دغي تروريستي ډلي له خوا له عراقه خپاره سوي، ښيي چي دوی څرنگه کوچنيان پر تروريستي بريدونو کي کاروي.
داعش څرنگه په افغانستان کي له کوچنيانو کار اخلي؟
څه موده مخکي وسله والو طالبانو په افغانستان کي داعش ته گواښ وکړ، چي د افغانستان په «جهاد» کي مداخله نه کوي. په افغانستان کي ځيني طالبان له داعش سره يو ځای سوي دي.
داعش څرنگه په افغانستان کي له کوچنيانو کار اخلي؟
پر کوچنيانو باندي هر ډول خبره ډېر ژر اغېزه کوي او په دې سره په اسانۍ سره سړی کولای سي هغوی «جهاد» ته تيار کړي. ځکه نو تروريستي ډلو لکه داعش د کوچنيانو روزلو ته مخکه کړې ده.
داعش څرنگه په افغانستان کي له کوچنيانو کار اخلي؟
څه موده دمخه د افغانستان د ملي امنيت ادارې خبر ورکړ چي په دغه هيواد کي ئې د حافظ سعيد په نوم د داعش يو قوماندان له خپلو ۳۰ انډيوالانو سره په يوه هوايي يرغل کي وژل سوی دئ.
داعش څرنگه په افغانستان کي له کوچنيانو کار اخلي؟
په دې وروستيو کي د وسله والو طالبانو څو قوماندانان له تروريستي ډلي اسلامي دولت سره يو ځای سول او د افغانستان په ختيځ کي دغه ډله نوره هم پياوړې سوه.