1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

په افغانستان کي د اميدوارو ښځو خراب حالت

نسرین محمدي چې څلور ماشومان لري، وايي نور به هیڅکله په افغانستان کې دولتي روغتونونو ته ولاړه نه شي. پر هغې باندي په وروستیو وختونو کې د یوه دولتي روغتون په نسایي ولادي څانگه کې ډیر سخت حالت تیر شوی دی.

نسرین چې په مزارشریف ښار کې ژوند کوي وايی: «ډاکټرانو ویل چې زه لا په بشپړه توگه د ماشوم زیږیدو ته چمتو نه یم او زه یې دهلیز ته واستولم. زه له یو شمیر نورو ښځو سره پر ځمکه کښیناستم. هلته یوه څوکۍ هم نه وه.»

دغه ۳۲ ښځه زیاتوي: «هغوی زه بالاخره یوې خوني ته بوتلم چې له پخوا هم پکې درې نوري ښځي د اولاد د زېږېدو له پاره چمتو پرتې وې. دې خوني ته ډیرو کسانو تگ راتگ کاوه. هغوی د یوه ساعت له پاره زه په دې حالت کې وساتلم او بیا ما وروسته پرته له انستیزي څخه ماشوم وزېږاوه. تر ولادت وروسته ما ته چا د خپل ماشوم او هم خپل ځان پاکولو له پاره یو ټوکر هم را نه وړ.»

نسرین روښانوي: «کله چې مي ماشوم پیدا شو ډاکټرانو دستي را ته وویل چې له خوني ووځم ځکه دباندي نوري ښځې په تمه وې.»

دا د نسرین لومړی ماشوم وو. کله چې هغه له روغتون څخه کور ته تله نو هغه وخت ورته ډاکټرانو ویلي ول چې خپل ځان د لسو ورځو له پاره پرې نه منځي چې په پایله کې یې د هغې زخمونه مکروبي شول.

هغه وایي: «تر هغه وروسته ما د خپلو نورو دواړو وارو ولادتونو پر مهال هر وار د ۶۰۰ او ۸۰۰ ډالر تر منځ پیسي مصرف کړي دي. خو پوهیږم چې دغه پیسي می پر ځای لگولي دي.»

نسرین دا پیسي په شخصي روغتونونو کې د ولادت پر مهال ورکړي دي. خو دا د افغانستان له پاره ډیري زیاتي پیسې دي ځکه په دغه هیواد کې د ورځي منځنی عاید د ۷۵ سنله تر منځ دی. له بلې خوا د افغانستان ۷۵ سلنه اوسیدونکي په لیرو پرتو سیمو کې ژوند کوي چې پکې روغتیایي تسحیلاتو ته لاسرسي له ستونزو ډک کار دی.

د ستونزمنو شرایطو له کبله ډیر شمیر افغاني ښځي له دولتي خدمتونو څخه گټه اخلي خو دغه خدمتونه په هیڅ صورت معیاري او ښه نه وي. په افغانستان کې د هرو ۱۰۰۰۰۰ښځو څخه چې ولادت کوي ۴۶۰ تنې یې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دې ترتیب سره افغانستان د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د میندو د مړیني کچه پکې ډیره لوړه ده.

خو په هر حال افغانستان د پخوا په پرتله په دې برخه کې ډیر پرمختگ کړی دی. په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې له هرو هغو ۱۰۰۰۰۰ ښځو څخه چې ولادت یې کاوه ۱۶۰۰ یې خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

خو پر دغه پرمختگ سربیره هم په افغانستان کې وضعیت ښه نه دی. یوازي په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې ۴۲۰۰ ښځو د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې د کافي مسلکي کسانو د نه شتون له کبله ډیر وخت ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخامخیږي. په لیرو پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو د نه شتون له کبله ډیر لږ کسان روغتیايي مرکزونو ته لاسرسئ لري.

د ملگرو ملتونو د نفوس د ادارې د شمیرو له مخې په افغانستان کې د اميدوارۍ له شرایطو سره برابر ۶.۵ میلیونه ښځې شته چې له هغوی څخه د ساتني له پاره بیا یوازې ۳۶۰۰ روغتیایي کارکوونکي په کار بوخت دي.

دا په دې معنا ده چې روغتیایي کارکوونکي یوازي د افغانستان د شرایطو د پوره کوونکو ۲۳ سلنه ښځو پالنه کولای شي. له بلي خوا بیا د ملگرو ملتونو د نفوس اداره وایي چې په افغانستان کې روغتیایي کارکوونکي باید تر ۲۰۳۰ کال پورې ۱.۶ میلیونه ولادتونه ترسره کړي.

خو آن هغه ښځې چې په کابل او نورو لویو ښارونو کې روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی لري، ان هغوی هم په روغتونو کې له شته وضعیت څخه راضي نه دي.

د بیلگې په توگه میرمن سلطاني، چې څلور ماشومان لري او د کابل اوسیدونکې ده، وايي چې په روغتون کې د هغې وخت ښه نه دی تیر شوی. هغه وايي: «زما څلور سره ماشومان د کابل په ملالۍ روغتون کې د عملیاتو له لاري پیدا شوې دي. هغو ډاکټرانو چې زه عملیات کړم، لایق نه ول. له هغوی څخه ډیر شمیر یې یوازي د پوهنتون په څلورم کال کې وو.» سلطاني زیاتوي: «زه ملالۍ روغتون ته له لسو څخه یوازي څلور نمرې ورکوم.»

دا خو یوازې د سلطاني نظر دی خو داسې ښکاري چې ډیر شمیر کسان د هغې په شان له دولتي روغتونو څخه ښې خاطرې نه لري.

په ۲۰۱۳ کال کې د بې سرحده ډاکټرانو په یوه رپوټ کې راغلي ول چې افغاستان کي د اميدوارو ښځو او ماشومانو له پاره د نړۍ د خطرناکو سیمو له ډلي څخه یو دی. ځکه د دغه رپوټ په حواله په دې هیواد کې ښځینه روغتیايي کارکوونکي نه شته.

له بلي خوا بیا په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پر کمښت سربیره هم په دې هیواد کې هره ښځه په اوسط ډول شپږ ماشومان زیږوي. د ولادتونو تر منځ د واټن راوستلو په اړه د سمو معلوماتو د نه شتون له کبله، ښځي مخکې له دې چې په بشپړه توگه له مخکیني ولادته روغي شي، بيا اميدواره سي.

له بلې خوا بیا روغتیایي کارکوونکي وایي چې په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ډیره وده کړې ده. ډاکټره نیلفر سلطان، چې په ملالۍ زیږنتون کې کار کوي وایي: «اوس د روغتیایي خدمتونو د مرکزونو شمیر ډیر شوی دی. دغه مرکزونه اوس د پخوا په پرتله ډیر ښه سمبال هم دي. د تجربه لرونکي ډاکټرانو شمیر هم ډیر شوی دی.»

دغه ډاکټره وایي چې په افغانستان کې تر ټولو لوی بدلون دا دی چې اوس ښځې په خپله د روغتیا په برخه کې ډیري حساسي وي او وخت نا وخت روغتو ته ورځي.