1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په افغانستان کي د آلماني عسکرو پر ستراتيژۍ باندي تاوده بحثونه روان دي

د تیري سه شنبي په ورځ د کندوز ولايت په چاردري سیمه کي د دريو آلماني عسکرو د وژل کیدو را هيسی بيا د آلمان په سیاسي او ګوندی کړیو کي په افغانستان کي د آلمانی عسکرو د ستراتيژي او مسلح کولو په هکله يو نوی جرو بحثونه پيل شوی

آلماني عسکر په افغانستان کي د ګښت پر مهال

آلماني عسکر په افغانستان کي د ګښت پر مهال

دآلمان ددفاعي چارو وزير فرانس ژوزف یونګ چي دمسیحی ډیموکرات دګوند غړی دی پرون په يوه تلوزیونی مرکه کی څرګنده کړيده « څوک چی په مونږ باندی حمله کوی ، مونږ هم دهغه به ض د جنګیږو » . که څه هم افغانستان ته دنړیوال سوله ساتونکو ځواکونودلیږلو په پيل کی ، آلماني عسکرپه دغه ډله کی دغه هیواد ته استول شوي ، خو آلمانانو داهڅه کړی چي دیوه «ماموریت يا دندی » څخه خبری وکړی نه ديوۍ « جګړۍ » څخه .

خو داچی دنړیوال سوله ساتونکی ځواکونو په چوکاټ کی دهندوکش په لمنه کی يروت هیواد افغانستان ته آلمانی عسکردیوه ماموریت اود بيرته روغوني په پروژو کی په اصطلا دکار دځواک په توګه استول شوی یا دجګړی دپاره په دي هکله په مطبوعاتو او خبری رسنيو کی هم دپرون ورځۍ راهيسی ډیری تبصرۍ پيل شوی :

مثلا د Standard په نامه اطریشي ورځپاڼه پخپله ننی ګڼه کی دجګړي يا نه جګړی تر سرلیک لاندی ، پو ښتنه کوی چی آیا په افغانستان کی جګړی ته جګړه ووايو او که څنګه ؟

دآلمان ددفاعی چارو وزيرفرانس زوزف یونګ چی ویل به يی 3500 آلمانی عسکر افغانستان ته ديوه ماموریت دپاره ليږل شوی نه دجګړی دپاره خو او دی يو ناڅه به دافغانستان دجګړي څخه خبري کوی خو بیا وايی چی کومی چاري چی په افغانستان کی المانی عسکر سرته سوي دهغه دپاره یواځي دجګړی تعریف کفایت نه کوی . مونږ به هغه صورت کی يواځي دجګړی څخه خبری کولای شو چی زمونږ عسکر هلته يواځي وجنګیږی . خو داسمه خبر ه نده زمونږ عسکر هلته دبيرته روغونی دپروژو چاری هم پرمخ بیايي . خو رښتيا خبره به داوی چی به روان وخت کی آلمانی دطالبانو سره په نښتو کی ښکيل دی .

يا د Der Neue Tag په نامه يوه بله المانی ورځپاڼه لیکي چي :

کوم آلمانی عسکر چي مونږ دخپلۍ آزادی څخه ددفاع دپاره دهندکش لمنو ته استولی به هغوی باندی ګولی وری ، دنارنجکو ګوزارنه پری کیږی او ټانکونه يی به اوبو کی ډوبیږی .دوي به جګړوکي ښکيل دی ، نو دلته داپوښتنه کيداي شی « کله چی آلمان خپل ځامن او لوڼۍ دطالبانو سیمو ته استوي نو بايد په دی پوه شی چی هلته جګړی کیږی ، نو دوي ته بايد هسی سلاوی هم ورکړ شی چی دوی ورته په یوه جګړه کی اړ دي .

يا د Berliner Zeitung په نامه پاڼه لیکی چی « طبعا دښو او اغيزمنو سلاو په مقابل کی سړي څه نشی ویلای . خو پو ښتنه داده چي يو بدلون یا نوښت ته سړی په کوم وخت کی ښه والی ویلاي شی . نوی سلاوي او نوی اکمالات به دنوی تلفاتو سره هم تړلی وی او دتلفاتو په زیاتیدلو سره به ولس لاپسی زيات دنړیوالو ځواکونو په ضد راوپاريږی .

او په پاي کی به وګورو چی Hannoverische Allgemeine Zeitung په نامه پاڼه څه لیکی : داچی دافغانستان دپاره به کومه نوۍ اغيزمنه نسخه وی ،سړي ګومان نشی کولای . دتيرو او کلونو تجربو وښودله چی دبيرته روغوني چاري يواځی په پوځي وسايلو سره نشی تر سره کیدلاي . خو دناتو او نړیوال سوله ساتونکی ځواکونو څخه پرته هم دترهګري په ضد جګړه پرمخ نشی تلاي.

Presse/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل