1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په افغانستان کي حالت ورځ تر بلي خرابيږي

. دا به د آلماني سياست مدارانو دپاره ښه کار وي که چيري دوی خپل ولس ته داخبره په ډاګه کړي چي د دوی زامن داسي يوې سیمي ته استول سوي دي چي هلته جګړه روانه ده

د افغانستان په شمال کندوز ولايت کي د آلماني ځواکونو کاروان

د افغانستان په شمال کندوز ولايت کي د آلماني ځواکونو کاروان

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو خبرياله نينا ويرک هويزر ليکي. داسي ويل کيدل چي دافغانستان شمالي سيمي چيري چي آلماني عسکر ځای پر ځای دي ، په نسبي ډول سره آرامي سيمي دي . خو پرون په دغه په نسبي ډول آرامه سيمه کي، د جرمني عسکرو پر يوه کاروان باندي ځانمرګی بريد وسو، او دا لومړی ځل نه دی چي په دغه سيمه کي پر آلماني عسکرو باندي ګوزار کيږي او نه به هم دا وروستی وي.ځکه چي په افغانستان کي امنيتي وضع ورځ تر بلي خرابیږي.او ددې وضع څخه به آلماني عسکر په راتلونکي کي هم په امن کي پاته نسي.

ويرک هويزر کاږي. دا به د آلماني سياست مدارانو دپاره ښه کار وي که چيري دوی خپل ولس ته داخبره په ډاګه کړي چي د دوی زامن داسي يوې سیمي ته استول سوي دي چي هلته جګړه روانه ده. نه داچي، د جرمني دحکومت مسولين هر وخت په افغانستان کي د آلمانانو دفعاليتونو په اړه دتاريخي اړیکو، مرستو او مننوڅخه يادونه کوي. مثلاً د آلمان دبهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين مایر، څو ورځي دمخه د آلمان په اتحاديي پارلمان کي ويلي چي، ده دپامير دسیمي ديو شمير سپين ږ يرو سره کتلي چي هغوی د يوه ليري ځای څخه ددې لپاره راغلي وه چي آلمانان ددوی لپاره هلته ښوونځۍ جوړه کړي.

د بهرنيو چارو وزير شټاين ماير په افغانستان کي د کندوزولايت پر سره په يوه پوځي چورلکه کي

د بهرنيو چارو وزير شټاين ماير په افغانستان کي د کندوزولايت پر سره په يوه پوځي چورلکه کي

خبرياله ليکي، نوکه سړی ددې کيسې په اړوند داپوښتنه وړاندي کړي چي ولي، په افغانستان کي اوسيدونکو ته د يوه مدني ژوند د اړتياو دبرابرولو لپاره دې ته اړتياده چي دغه هيواد ته دي بهرني عسکر واستول سي او هغه دي هم په ډیرو درنو عصري وسلوسمبال وي؟

خو د آلمان حکومت نه غواړي په دې اړه په اصطلا سپیني خبري وکړي، بلکي غواړي په کيسو سره پر حقايقو باندي پرده واچوي. خورښتياخبره داده چي په افغانستان کي په روان وخت کي بايدددې مخنوی وسي چي په دغه هيواد کي دیوې ستري انارشۍ مخنوی وسي او هغه هم په هغه صورت کي امکان لري چي په بشپړه توګه له زوره څخه کار واخيستل سي. داسي ښکاري چي په افغانستان کي روان بهير پر همدې لور روان وي.

په راتلونکي مني کي به په افغانستان کي د آلماني عسکرو په شمير کي 1000 تنه نور هم زیاتوالی راسي.په روان وخت کي د افغانستان په شمال کي 3500 آلماني عسکر ځای پر ځای دي او دعسکرو دشمير د ډيرولو مانا به هم دايي چي دغه اوسنی شمير کفايت نه کوي.

د افغانستان په شمال کي د آلماني ځواکونو د چټک غبرګون ټولۍ

د افغانستان په شمال کي د آلماني ځواکونو د چټک غبرګون ټولۍ

داسي ښکاري چي په افغانستان کي په تيره بیا د هغه هيواد په شمالي سیموکي د آلمان د حکومت لخوا د افغانستان د بیاروغوني پلانونه هم هسي پرمخ ولاړ نسي، لکه دوي چي يې تر اوسه تصور کاوه.

د ليکوالي په نظر له بله پلوه د امریکا په متحده ایالتونوکي دنومبر په مياشت کي يو نوی ولسمشر ټاکل کیږي او دغه ولسمشر که هرڅوک وي، له اوروپايانو څخه به ددې غوښتنه کوي چي، دوی دي په افغانستان کي خپله لاره معلومه کړي، دغه هيواد ته دي زيات عسکر واستوي، تر څو طالبانو ته داسي ماته ورکړل سي چي نور دوی ونسي کړای چي بیا سر را پورته کړي، خو هيلي او واقعيتونه سره توپيرلري . پر آلماني عسکرو باندي د چهارشنبې د ورځي دګوزار مسولیت طالبانو په غاړه اخيستی او په مني کي کله چي د آلمان په پارلمان کي افغانستان ته د نورو عسکرو دليږلو پر موضوع باندي خبري کیږي، دا مساله به دخبرو او جروبحثونو يوه اساسي موضوع وي چي په افغانستان کي آلماني عسکر په جګړو کي ښکل سوي او نور به هم ښکل کیږي.