1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کي برمته سوې هالنډۍ آزاده سوه

يوه مرستندويه هالنډۍ کارکوونکې چي نژدې درې مياشتي دمخه په کابل کي نامعلومو وسله والو تښتولې وه آزاده سوې ده. د هغې د آزادېدو د څرنگوالي په اړه نور جزئيات معلوم نه دي.

د هالنډ د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چي مرستندويه کارکوونکې آنيا دي بيير چي د روان مېلادي کال د جون مياشتي پر ۲۲ نېټه تښتول سوې وه، آزاده سوې ده.

دي بيير، په کابل کي د هالند په سفارت کي ويلي دي چي «روغتيايي حالت» ئې ښه دی او دا د کابل په يوه داسي سيمه کي چي ډېر بهرنيان پکښې اوسيږي په سپينه ورځ څلورو وسله والو کسانو وتښتوله.

د هالند د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي دي بيير، له خپلي کورنۍ او د بهرنيو چارو د وزير بيرت کويندرس سره تليفوني خبري کړي دي او وضعيت ئې ښه دئ.

د هالند د بهرنيو چارو وزير ويلي دي: «زه ډېر خوشحاله يم چي دغه ۸۱ ورځنی نامعلومه وضعيت په خير تير سو.»

دي بيير، چي له نژدې ۱۵ کلونو راهيسي د ملگرو ملتونو د مرستو په بېلابېلو ادارو کي کار کړی دئ، له څو کلونو راهيسي په افغانستان کي وه. هغې په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کال کي د سره صليب نړيوالي ادارې له کونډو او يتيمانو سره د مرستي په پروگرام کي کار کړی.

که څه هم چي د بيير د آزادۍ د څرنگوالي په اړه هيڅ معلومات نه سته، خو د هالند د بهرنيو چارو وزرات ويلي دي چي دا له افغان چارواکو سره د اونيو خبرو اترو نتيجه ده.