1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په اروپا کي به پر مسلمانانو د پاريس بريدونه څه اغېزه ولري؟

په پاریس کې تر خونړیو بریدونو وروسته په آلمان کي له ډيرو مسلمانانو سره دا ویره پیدا شوې چې په اړه به بې ځایه قضاوتونه او کرکه زیاته شي. دلته د مذهبونو ترمنځ د اساسي دیالوګ سره سره بيا هم د اسلام تصویر مخ پر خرابیدو دی.

د آلمان د پدربون ښار د اسلامي پوهنتون د شرعياتو استاده حميده محقيقي وايي چي «دغه بریدونه به طبیعي ده چې بې پایلو پاته نه شي.» دغي په خټه ایرانۍ ته چې په آلمان کې د دینونو ترمنځ ډیالوګ کې د یوه ستون په سترګه کتل کیږي، زیاتوي چې: «تر ټولو مهمه داده چې موږ مسلمانان له دغه بریدونو سره څه ډول چلند کوو.»

اسلام له اوږدې مودې راهیسې په آلمان او اروپا کې د ټولني د ډېرو کسانو د ناخوښۍ له ډېرېدو سره مبارزه کوي. د۲۰۱۰م کال په دسمبر میاشت کې لا د مونستر پوهنتون يوې څېړنې ښوولې وه چې له هرو پنځو آلمانانو څخه دوه يې له اسلام څخه ویره لري.

د مونستر پوهنتون د مطالعاتو د برخې مشر او مذهبي ټولنپوه دیدلف پولاک، هم په پاريس کې تر تازه بریدونو وروسته یو څه ناامیده شوی دی. هغه له دويچه ويله راډیو سره په خبرو کې وویل: «ډير احتمال شته چې د مسلمانانو په اړه به بدګوماني نوره هم زیاته شي.»

پولاک زیاتوي چې څو کاله د مخه لا د آلمان ډیرو وګړو د افراطي اسلامپالو له راتګ څخه ویره لرله. هغه وخت به ویل کیدل: «موږ ویره لرو چې آلمان ته په راتلونکو مهاجرو کې افراطیان موجود نه وي.»

د احتیاط کولو غږ

د پولاک په آند تر اوسه لا په سیاسي محضر کې د برید کونکو او اسلام ترمنځ توپير کیږي. خو که ولس ته وکتل شي بیا ټول دغه توپیر په پراخه کچه نه ترسترګو کیږي. هغه زیاتوي: «زما په آند تر ټولو مهمه داده چې موږ په غبرګون ښوول کې افراط ونه کړو.»

د پولاک په نظر د دې بریدونو هدف دا دی چي مسلمانان له نورو خلکو او دیموکراتيکو ټولنو جلا کړي: «دا د یوې اروپا ضد اسلامي ټولني د رامنځته کولو هڅه ده. خو مهمه داده چې موږ یو د بل مخالف لوری ونه نیسو.»

د کارپوهانو په آند په ټولنه کې د سولي له پاره په راتلونکي کې سیاست او د اسلامي ټولنو دریځ او چلند پریکړنده دی.

حمیده محقیقي له همدې امله له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره د شریعت پر بنسټ د استدال غوښتونکې ده. هغه وایي: «کله چې برید کوونکي وايي چې دوی دغه کار د خپلې عقیدې له مخې کوي نو بیا باید وکتل شي چې د دغي عقیدې بنسټ څه دی.»

حمیده محقیقي په دې برخه کې سیاست هم مکلف بولي. دا وايي اروپا زیات وخت پر دغه ډول پیښو بیل ډول غبرګون ښيي.

محقیقي زیاتوي چې یو څو ورځې د مخه په بیروت کې د «اسلامي دولت» ډلي په یوه برید کې ۴۰ انسانان ووژل، خو په اروپا کې دومره چیغې او نارې ونه شوې: «زه نه وایم چې د پاریس پیښه وحشتناکه نه وه خو دا به ښه وای چې په بل ځای کې پر ترسره کیدونکو پیښو هم یو څه غبرګون ښودل کېدای.»

DW.COM