1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په اروپایي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب پر وړاندې خڼدونه

په ۲۰۰۵ کال کې ترکیې او کروشیا په اروپایي ټولنه کې د غړیتوب غوښتنه وکړه. کروشیا د روان کال د جولايي له لومړۍ نیټې څخه د اروپايي اتحادیې ۲۸ غړی ګرځي، خو ترکیه لا تر اوسه پر دې موضوع د خبرو اترو له پاره انتظار باسي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د سه شنبې په ورځ په لوګزمبورګ، کې موافقه وکړه چې له ترکیې سره د غړیتوب پر سر خبرې اترې له سره ونیسي، خو هغه هم د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په میاشت کې. دغه وړاندیز د آلمان له خوا وشو. له دې مخکې آلمان، هالند او اتریش د دې مخالفت وکړ چې له ترکیې سره د جون په میاشت کې «د خبرو اترو د نوي فصل» د پرانیستلو پر سر خبرې وشي.

په ترکیه کې د اروپا د اتحادیې له خوا د غوښتل شوو اصلاحاتو غوښتنه کیږي

د اروپا د اتحادیې د چارو له پاره د ترکیې وزیر، ایګمن باغیس

د اروپا د اتحادیې د چارو له پاره د ترکیې وزیر، ایګمن باغیس

د اروپا په اتحادیه کې د ترکیې د غړیتوب پر سر خبرې اترې له دریو کلونو راهیسې د انقرې او بروکسل (د اروپا د اتحادیې مقر) ترمنځ له خنډونو سره مخامخ شوي دي. دغه خبرې اترې په ۳۵ ساحو کې ویشل شوې دي. د لومړۍ ساحې خبرې اترې په ۲۰۱۰ کال کې پیل شوي دي. د اروپا په اتحادیه کې د ترکیې د غړیتوب په پروسه کې نوې ستونزې او خڼدونه په ترکیه کې د وروستیو ناکرارایو او دغه راز د انقرې او برلین ترمنځ د دیپلوماتیکو ناندریو له امله را پیدا شوې.

د آلمان صدراعظمې، انګلا مېرکل په ترکیه کې د مظاهره کوونکو پر وړاندې د پولیسو غبرګون د یوه «ډیر سخت چلند» په توګه وغانده. د اروپا د اتحادیې د چارو له پاره د ترکیې وزیر، ایګمن باغیس د مېرکل د څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل: «که چیرې میرمن مېرکل د خپل کورني سیاست له پاره یوه موضوع لټوي چې ګټه ترې پورته کړي، هغه باید د ترکیې موضوع نه وي.» د نوموړي وزیر د دې یادونې سره د آلمان حکومت هم د ترکیې د غړیتوب پر سر خبرو اترو ته خڼد واچاوه.

د استانبول د «بیلګې» نومې په پوهنتون کې د اروپايي چارو په انستیتوت کې سیاست پوه، امر ګوینن د ترکیې د حکومت د نوموړي وزیر دغه ډول یادونې بې ځایه وګڼلې: «کله چې څوک غواړي د اروپا د اتحادیې غړی شي، بیا نو خبره د کورنیو چارو نه ده، بلکه بیا نو چارې اروپایي بڼه پیدا کوي.»

د ترکیې د ستر اپوزیسیون، «جمهوریت خلق ګوند» CHP مشر کمال کیلیچار اوغلو، د آلمان او د ترکیې له صدراعظمانو څخه تیره اوونۍ وغوښتل چې د اروپا په اتحادیه کې د ترکیې د شمولیت د خبرو اترو د «نوي فصل» له پرانیستلو څخه ملاتړ وکړي. دغه راز د نوموړي ګوند مرستیال، اوموت اوران د ترکیې د حکومت د دریځ پر وړاندې، د اروپا د اتحادیې په غبرګون تبصره وکړه او ویې ویل: «د اروپا د اتحادیې په رڼا کې د اصلاحاتو سره موږ کولای شو چې اوسني غلط سیاست ته بدلون ورکړو او د قانون د واکمني خوندي شي. موږ کولای شو چې لوړو دیموکراتیکو ارزښتونو ته ورسیږو او د حکومت د خپل سریو مخه ونیسو.»

«د ترکیې دیموکراتان یوازې پریښودل شوي دي»

د اروپا د اتحادیې دې تصمیم چې د غړیتوب پر سر خبرې اترې له سره پیل کړي، د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر د خوښۍ سبب وګرځید: «د بروکسل په پریکړه کې مهمه خبره دا ده چې پرته له مخ اړولو سره د غړیتوب د خبرو اترو د نوي فصل د پرانیستلو سره موافقه وشوه. په دې لاره کې شاتګ نور نه شته.» خو د ترکیې په مطبوعاتو کې د اروپا د دریځ پر وړاندې نیوکې زیاتې شوي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله (په انځور کې ښي اړخ ته)

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله (په انځور کې ښي اړخ ته)

د حریت د ورځپاڼې د یوې مقالی عنوان دی: « د مېرکل اقدام د ترکیې دیموکراتان یوازې پریږدي.» دغه ورځپاڼه چې په انګلیسي ژبه خپریږي، په خپله تبصره کې زیاتوي چې صدراعظمه مېرکل غواړي چې د غړیتوب پر سر خبرې اترې اصلا وځڼدوي: «مېرکل د مظاهره کوونکو پر وړاندې د حکومت چلند د آلمان د راتلونکو پارلماني ټاکنو له پاره د یوې پلمی په توګه کاروي.»

په تبصره کې زیاته شوې ده چې د «غړیتوب د خبرو اترو ځنډول د ترکیې له مظاهره کوونکو سره مرسته نه شي کولای، بلکه له دې ډول دریځ څخه بیا هم د اردوغان حکومت ګټه پورته کوي او په دې پلمې چې «ګواکې د ترکیې په کورنیو ناکراریو کې بهرني لاسونه کار کوي»، پر راییو ورکوونکو نفوذ پیدا کوي.

د نورو اروپایي هیوادونو په پرتله ترکیه د اروپا د اتحادیې له پاره اهمیت لري

د استانبول د زهیر، په پوهنتون کې د ټولنیزو علومو د استاد فرحت کینتل، په نظر د ترکیې غړیتوب د اروپا د اتحادیې او د ترکیې له پاره اهمیت لري: «پرته له شکه به دا د هغه کش او کړپونو مخه ونیسي چې اوس په اروپا کې د اسلام سره د دښمنیو له امله موجود دی. دلته خبره پر نړیوالې سولی باندې ده، دا ډیره مهمه ده.»

نوموړي استاد له دویچه ویله سره په خپله مرکه کې وویل: «که چیرې سړی ترکیه د اروپا د اتحادیې له ځینو هیوادونو لکه رومانیا او بلغاریا سره پرتله کړي، ترکیه د اروپا د اتحادیې له پاره زیاته مهمه ده.»

د اروپا په اتحادیه کې په شمولیت سره دیموکراسي په یوه هیواد کې نه رامنځ ته کیږي

ترکي سیاست پوه، امری ګیونن د ترکیې د دیموکراسې پر وضعیت نیوکه کوي: «موږ آزادې او دیموکراتیکي ټاکنې درلودې. د ټاکنو له لارې حکومتونه ځی او راځي. خو دا بسیا نه کوي. موږ په اوسني وخت کې ځیني اداري تشکیلات لرو چې هغه تر زیاتې کچې د مرکز تر واکمنۍ لاندې دي. هر تصمیم په انقره کې نیول کیږي.

خو دغه کارپوه ټینګار کوي، په داسې حال کې چې ترکیه او د اروپا اتحادیه یو بل ته د ودې ورکولو اړتیا لري: «دا څرګند ده چې د اروپا اتحادیه په یوه هیواد کې زیاته دیموکراسي راوستلای نه شي. د دیموکراسۍ له پاره باید هر ورځ مبارزه وشي. بلغاریا، رومانیا او یونان ډیر ښه مثالونه دي چې یوازې د اروپا په اتحادیه کې له غړیتوب سره یې ريښتیني دیموکراسي رامنځ ته کړې نه ده.»