1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په اروزگان کې تر شلو زيات خلک وژل شوي دي

سوء قصد کونکی په يوه موټرسکيل سپور، د اروزګان دولايت په ده راوود کی د پوليسو په يوی ګزمی ورغی۰ په يوی څلور لاری کی چي ډيره ګڼه ګوڼه، ځان يي والوزاوه.

default

د قربانيانو ديره کی ملکی وګړی دی: دوکانداران، سوداګر، ډير ماشومان، اوځنی پوليسان پدی پيښه کی مړه او په لسهاووکسه زخمی شوی هم دی۰ د اروزګان د پوليسو قوماندان د دی پيښی مسوليت د طالبانو په غاړه وراچولی دی۰ اروزګان د زورلازرو طالبانو مرکزدی۰ دوی د دی ولايت ځنی برخی تر خپل کنترول لاندی را ولی او بيا بيا د طالبانو اود بهرنيو ځواکونو تر منځ پدی ولايت کی جګړی وی. د ايساف عسکر، د بيارغونی له يو ټيم سره چي هالنديان يي لارښونه کوی هلته حضور لری۰خودوي داسي سم فعاليت نشی کولای۰

ددی ګواښ شته چی سږ کال د ۲۰۰۱ را ايسي تر ټولو خونړی کال شی

ددی ګواښ شته چی سږ کال د ۲۰۰۱ را ايسي تر ټولو خونړی کال شی

د ده راوود ولسوالی، د کندهار اود هلمند د ولايتونو په سر حد کی پرته ده۰ اوپدي ډول هلته له هربل ځايه څخه جګړی ډيری دی۰ په تيرو دوو کلونو کی هلته طالبان ورځ په ورځ ځواکمن شويدی۰

په افغانستان کي سږ کال تراوسه په جګړو،اود ګوذارونو په ترڅ کی له 2000 څخه ډير افغانان وژل شويدی۰ د ملګرو ملتونو د موسسي د وينا له مخي دهغو 800 کسه ملکی وګړی وو۰ همدغه ډول د بهرنيو عسکرو ترمنځ هم پدي اوړی کي د قربانيانو شمير ډيرشويدی۰ نوددی ګواښ شته چی 2008 کال د طالبانو له راپرزيدو را ايسي له ټولو څخه خونړی کال شی۰