1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

په ادب او ژورناليزم کي سلاست ته وايي؟

د «خیال جونګړه» په ادبي- کلتوري خپرونه کې ښاغلي استاذ اسدالله غضنفر راسره مېلمه و او موږ هم په ادب او ژورنالېزم کې د «سلاست» د اصطلاح په اړه وغږاوه.

استاد اسدالله غضنفر

استاد اسدالله غضنفر

د استاذ غضنفر په باور، سلاست یعني روان کلام. روان کلام داسي، چي په وېلو کي ژبه په تکلیف نه شي. رحمان بابا هغه ویناوال چي کلام یې سلیس نه وي، «غونډژبي» بولي.

ژبه د پوهيدو را پوهيدو وسیله ده. یا په بله مانا ژبه د مفاهیمو، علومو، معلوماتو د ليږد چاره پر اوږو وړي.

څه مهال چې ژبه روانه، همغږې، سلیسه او ریتمیکه وي، پر سړي ښه لګېږي.

غضنفر ددې پوښتني په ځواب کي چي څه مهال پوهيدلای شو، چي یو کلام سليس دی؟ ووېل:

که هرڅوک یو متن په لوړه ولولي، معلومېږي، چي سليس دی او که نه؟ دا نه یوازي د متن په اړه، بلکه د جملې او حتا د کلمې په اړه هم صدق کوي.

په ژبه کې ټول توکي سلاست غواړي. او د کلام خوند په همدې کي دی.

یو مهال په ادبي کړیو کې یوه اصطلاح «مېلمستځی» د مېلمونو د ځای په مانا رامنځ ته شوه؛ خو د چا خوښه نه شوه، ځکه د لوست په وخت کې هغه مهال چي دا «مېلمست» له «ځی» سره ګډېده، یو ټکر او بندښت پيښېدی، ځکه نو هغه اصطلاح ونه منل شوه.

غضنفر ددې پوښتني په ځواب کي چي ځني وګړي، فرانسوي ژبه سليسه او ریتمیکه بولي، پر دوو خبرو ټینګار وکړ:

لومړی: دا چي، هغه ژبه چي په کلمو کي یې واول توري ډېر وي، (لکه ايټالوي ژبه) نو کلمې یې اسانه لوستل کېږي.

دوهمه: دا چي که په یوه ژبه کي تکړه لیکوال، شاعران، ادیبان، او هنروال پېدا شي، نو ژبه ښه ثیقلیږي، او پر غوږو یې کلمې ښې لګېږي. یعني په یوه ژبه ډېر کار، هغه لا زیاته سليسه کوي.

د غضنفر په باور سلاست یوازې ادیبانو ته نه؛ بلکه هر چا ته په کار دی. خبریالانو ته هم په کار دی، که په یوه مجلس کي څوک په سليس ډول وغږېږي، اغېز یې ډېرېږي.

خو شاعرانو او لیکوالو ته اړینه ده چي کلام یې پوره سليس وي. دا چي څرنګه وپوهېږو چي کلام سليس دی که نه؟ غضنفر وایي:

ددې ځواب موندلو لپاره یوه لیکوال او شاعر ته ښایي چي خپل اثر، خپله لیکنه او شعر په لوړغږ ولولي او پام وکړي، چي آیا کلمې رواني یو په بل پسي ځېل کېږي او رواني یو په بل پسي ځغلي که نه.

غضنفر د فرانسې ستر لیکوال ګوستاو فلوبر ته اشاره وکړه، چي د «مادام بواري» ناول لیکولو پر مهال به یې لیکلي پاڼي د ځان سره په خپله خونه کي په لوړه لوستې او نن ورځ دغه اثر د نړۍ له مشهورو ادبي شهکارونو څخه شمېرل کېږي.

هوسۍ وفا/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل