1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په آلمان کې له کډوالو سره مرسته

په آلمان کې په لومړي سر کې پناه غوښتونکي آن که مسلکي زده کړې هم ولري د کار کولو اجازه نه لري. خو اوس د کار بازار ته د ورتگ له پاره د کار موندنې اداره له نویو راغلو کډوالو سره پر یوې ازمایښتي پروژې باندې کار کوي.

۴۶ کلن محب او د هغه میرمن ماریا (مستعار نومونه) غواړي چې په آلمان کې کار وکړي، یو عادي ژوند ولري او خپلو دواړو اولادونو ته نفقه پیدا کړي. د آلمان د کولن ښار د کار موندنې په اداره کې مشوره ورکوونکې میشایل شتروکون دوی ته یو پلان وړاندې کوي. هغه دغې ښځې او میړه ته یې چې د مصر له هیواد سره تړاو لري یوې پروژې ته راهنمایي کوي چې له نویو راغلو کډوالو سره د کار موندنې په برخه کې مرستې کوي. دغه پروژه د ۲۰۱۴ کال په پېل کې د آلمان د کډوالو او پنا غوښتونکو د فدرالي ادارې سره په گډه په شپږو ښارونه کې پېل شوې ده.

د آلمان د کار په آژانس کې د اداري شوری مشر پېتر کلیور، وایي: «د پنا غوښتنې پروسه باید د ژوند د چارو د دریدو سبب نه شي. په اوسني وخت کې د مسلکي کسانو اړتیا ته په کتو سره موږ باید د دغو کسانو استعداد ته په ښه شان سره پرمختگ ورکړو.»

کلیور په آلمان کې د اقتصاد پر اړتیا خبر دی ځکه چې دی د آلمان د کار فرمایانو د اتحادیې د مدیره هیئت غړی دی. د آلمان د کار موندنې د ادارې د معلوماتو له مخې تر ۲۷۰ زیات پناه غوښتونکي په یوه ازمایښتي پروژه کې شامل شوي دي. د دغو کسانو په ډله کې هر دریم کس له سوریې څخه راغلی دی. یوازې د کولن ښار د کار موندنې په اداره کې میشایل شتروکن، په اصطلاح ۶۵ دغسې مشتریان لري.

د هغو کسانو په ډله کې چې په دې ازمایښتې پروژه کې شامل دي د مصر تر څنگ د سوریې، ایران، عراق، افغانستان، پاکستان، ایرتیریا او د سريلانکا هیوادونو کډوال هم شامل دي. دغه هیوادونه په هغه نوملړ کې شامل دي چې په اوسطه توگه د کډوالو ډیره برخه جوړوي.

د کار موندنې ادارې له خوا په دې اړه په یوه استول شوي لیک کې راغلي دي: «د آلمان د کار په بازار کې داسې کسانو ته اړتیا شته چې یا یې مسلکي زده کړې کړي وي او یا هم لوړې زده کړې ولري. که چیرې تاسې خپلې وړتیاوې وړاندې کول غواړئ موږ له تاسې سره کار ته د ورتلو او یا هم د مسلکي زده کړو تر لاسه کولو په برخه کې کمک کوو.» خو په دغه لیک کې دې ټکې ته هم اشاره شوې ده چې دغه پروژه د پناه غوښتنې پر دوسیې باندې کوم اغیزه نه لري.

ماریا د نرسې په توگه څلور کاله مسلکي زده کړې کړې دي او شل کلنه تجربه لري. دا هغه مسلک دی چې آلمان ته ورته ډیره اړتیا شته. د هغې خاوند د اقتصاد د ادارې په برخه کې لوړې زده کړي لري او په اسکندریه کې د دوو کوچنیو شرکتونو چارې یې پر مخ بیولې.

خو په دغه ځای کې نوموړې کورنۍ خوندي نه وه. د هغوی پر دوکان باندې برید وشو. او برید کوونکو نه یوازې په دوکان کې هر څه مات کړل بلکې پر ده باندې یې هم برید وکړ. محب چې کله پخپله دغه کیسه کوي نو په سختې سره سا کښاږي او د ماریا سترگې له اوښکو ډکیږي.

محب وایي چې د قبطي مسیحانو په توگه دوی تل له گواښ سره مخامخ وو. هغه زیاتوي چې د ده میرمن او زوی د مرگ له گواښ سره مخامخ وو. خپله دی ته ویل کیده چې مسلمان شي او خپله وړه لور یوه مسلمان ته واده کړي.

دغه کورنۍ له شک او تردید سره مخامخ وه او په ۲۰۱۳ کال کې پر دې وتوانیده چې آلمان ته کډه وکړي. اوس هغوی ځان خوندي بولي. دا چې ماشومان یې ښوونځي ته ځي نو کورنۍ یې له دې کبله ډیره خوشحاله ده. او اوس هغوی په خوښۍ غواړي چې بیرته کار وکړي.

DW.COM