1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

په آلمان کې له ډیر وخته میشت افغانان د دې هیواد په اړه څه وايي؟

په زرگونو افغانان د کورنیو جګړو له کبله د آلمان په ګډون بیلابیلو هیوادونو ته کډه کړې. آلمان ته راغلي يو شمیر افغانان په دې هیواد کې‎ ادغام شوي خو ځینې نور بیا په افغانستان کې د وضعیت ښه کیدو په صورت د بیرته تگ نیت لري.

«چې هر ځای ته ولاړ شم او بیرته راشم، پر دې پوهیږم چې آلمان مې دوهم کور دی. خو دا واقعیت دی چې افغانستان مې هر وخت په زړه کې دی په هغو کوڅو کې چې مو خاپوړي کړي دي په عمر مو نه هیریږي.»

دا د ۵۵ کلن شیر علي خبري دي چې له ۱۹۸۰م کال راهیسې په آلمان کې ژوند کوي.

شیر علي د نورو زرگونو افغانانو په څیر پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو تر یرغل وروسته افغانستان پريښود او گاونډي هیواد پاکستان ته کډه شو. هلته د یو څه مودې تر تیرولو وروسته هند ته ولاړ او له هغه ځای څخه بیا آلمان ته کډه شو.

هغه خپله کیسه داسې کوي: «هغه وخت د افغانستان او آلمان تر منځ ویزه نه وه. هلته موږ خبر شو چې په آلمان کې افغانانو ته پناه ورکوي او مصارف هم ورکوي.»

شیر علي دومره پیسې نه لرلي چې ټول وخت په هند کې په هوټل کې ژوند وکړي نو له خپلو نورو څو تنو ملگرو سره یې پریکړه وکړه چې چې ټکټ راونیسي او آلمان ته ولاړ شي. هغه زیاتوي چې آلمان ته یې سفر وکړ او بیا یې دلته د پناه غوښتنه وکړه.

پر افغانستان باندې د شوروي تر یرغل مخکي افغانانو پرته له ویزې آلمان ته سفر کولی شو. د کابل او فرانکفورت تر منځ مستقیم هوایي الوتنې وې او آلمان ته به د راتگ پر مهال یوازې دخولي ویزه ورکول کیده چې د درو میاشتو له پاره به د اعتبار وړ وه. خو هغه مهال به زیاتره سوداگرو، شتمنو او محصلینو آلمان ته سفر کاوه. د شوروي تر یرغل وروسته د ویزې اخیستل اړین شو او مستقیم پروازونه هم نه وو. له کابل څخه به خلکو مسکو ته سفر کاوه او له هغه ځایه بیا پراگ ته او له پراگ څخه به د اورگاډي په واسطه آلمان ته راتلل.

د آلمان او افغانستان تر منځ کلتوري اړیکي

خو په آلمان کې ډیری داسې افغانان هم ژوند کوي چې دې هیواد ته یې د پنا غوښتنې په موخه سفر نه وو کړي. په افغانستان کې د شاهي نظام او همداشان د داوود خان د واکمنې پر مهال ځیني افغانانو د لوړو زده کړو په موخه آلمان ته سفر کاوه. خو یو شمیر کسان په افغانستان کې د ثور تر کودتا وروسته دې ته اړ شول چې په آلمان کې د پناه غوښتنه وکړي.

فضل ربي ساپی هم یو له هغو کسانو څخه دی چې د خوشحال خان، له لیسې څخه د فراغت وروسته یې په ۱۹۶۷م کال کې آلمان ته سفر کړی دی. ساپي بیا تر ۱۹۷۳م کاله پورې د کیمیا په برخه کې لوړې زده کړې وکړې او په ۱۹۷۹ م کال کې یې دوکتورا هم واخیسته.

د فضل ربي ساپي په خبره ده تصمیم لاره چې د ۱۹۷۹م کال په دسمبر کې بیرته افغانستان ته سفر وکړي. «په ۱۹۷۹م کال کې په وروستیو کې بیا ما د دوکتورا تقریري امتحان ته تیاری ونیو. ځینې سامان مې هم وطن ته ولیږه او ما تصمیم لاره چې تر امتحانه وروسته به د دسمبر په میاشت کې وطن ته ځم. په همدغه موده کې روسان افغانستان ته راغلل. له هغې وروسته موږ گډوډ په دې شو چې نه مو په جرمني کې پاتې کیدو ته تیاری نیولی وو، نه کوم پروگرام وو بس په میدان پاتې شو.»

ساپی زیاتوي چې تر یو څه مودې وروسته د آلمان حکومت له ده څخه وغوښتل چې یا د پنا غوښتنه وکړي او یا وښيي چې په دې هیواد کې د کومو مالي منابعو په مټ ژوند کوي او که نه بیا باید آلمان پریږدي: «زه یې تقریبا دې ته مجبوره کړم چې سیاسي پناه واخلم.»

په ټولنه کې د افغانان ادغامیدل

ډیر شمیر افغانان چې له څو لسیزو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي په ټولنه کې ادغام شوي دي، خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي او ماشومان یې په ښوونځیو او پوهنتونو کې زده کړې کوي. شیر علي چې د آلمان د کولن ښار ته څیرمه اوسیږي وایي چې دی شا او خوا ۲۰ کلن وو چې آلمان ته یې سفر وکړ. هغه وخت یوازې وو او اوس د خپلې میرمنې او پنځو اولادونو سره چې په پوهنتون او ښوونځي کې په زده کړو بوخت د ‎ي، په آلمان کې ژوند کوي.

خو له بلې خوا بیا که څخه هم فضل ربي ساپی ۲۲ کاله په آلمان کې ښوونکي په توګه کار کړی دی، بیا هم آلمان خپل دویم کور نه بولي: «تل په دې هیله وم چې وضعیت به ښه شي او وطن ته به ولاړ شم. خو کلونه تیر شول او وضعیت بدل نه شو.»