1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په آلمان کې د معيوبو ماشومانو دپاره پر ځانگړو ښوونځيو نيوکه وشوه

د آلمان د معيوبو وگړو حکومتي استازې کارين ايفرس ماير غوښتي دي چې د معيوبو ماشومانو دپاره ځانگړي ښوونځي دې له منځه يوړل شي. ټول کوچنيان که معيوب وي که نه بايد د هغې په وينا يو ځای زده کړه وکړي.

د آلمان د معيوبو وگړو استازې ځانگړي ښوونځي د توپير نښه گڼي

د آلمان د معيوبو وگړو استازې ځانگړي ښوونځي د توپير نښه گڼي

دغه څرگندونې مېرمن ايفرس ماير د آلمان له راډيو کلتوري څانگې ته وکړې. هغې دې ته اشاره وکړه چې په ايټاليا او سويډن کې اتيا په سلو کې معيوب کوچنيان عادي ښوونځيو ته ځي په داسې حال کې چې په آلمان کې دغه شمېره يوازې دولس په سلو کې ماشومانو ته رسيږي. د آلمان د سوسيال دموکرات گوند نوموړې سياستوالې زياته کړه چې «زموږ په ښوونيز سيستم کې توپير کيږي». دې وړاندې وويل چې ټولنې ته د معيوبو کمکيانو راگډېدل بايد له وړکتونه پيل شي. کوچنيان دې د انسانانو تر منځ بېلابېلوالی له اوله زده کړي. د معيوبانو چاڼ او ځانگړو ښوونځيو ته د هغوی لېږنه د نوموړې په وينا د ملگرو ملتونو د بشر د حقونو د اعلاميې د 24 مې مادې په خلاف کړنه ده.