1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د آلمان پارلماني ټاکني

په آلمان کې د اسلام موضوع او ټاکنیزې مبارزې

په ۲۰۱۵ کال کې آلمان او اروپا ته په میلیونو مهاجر ورسیدل چې ډیری یې مسلمانان دی. اوس نو د آلمان په ټاکنو کې مهاجرت، د افراطي اسلامپالو ترهګري او پخپله اسلام د بحث په مهمو موضوعګانو بدلې شوې.

آلمان یو سکولار یا آزاد هیواد دی. په دې هیواد کې مذهب په سیاست کې کوم رول نه لوبوي. خو په ۲۰۱۵م کال کې هغه وخت چې آلمان او اروپا ته په میلیونونه او زیاتره مسلمان مهاجرین راغلل، په آلمان کې مهاجرت، د اسلامپالو ترهګري او اسلام یو له هغو موضوع ګانو څخه دي چې د خلکو پام یې ځان ته اړولی دی. د بیلګې په توګه، د آلمان د کورنیو چارو وزیر، توماس دیمیزیرد اپریل میاشتې په وروستیو کې ویلي وو چې «آلمان برقه نه دی». په آلمان کې پر برقه ممنوعیت یو له داسې موضوع ګانو څخه دی چې تل د ادغام، اسلام او اسلام پالنې په هکله په بحثونو کې راپورته کیږي. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په آلمان کې یو څو سوه داسې میرمنې شته چې برقه اغوندې او یا هم خپل ټول بدن پټ ساتي.

په عین وخت کې د آلمان پخواني ولسمشر، کریستیان وولف په ۲۰۱۱م کال کې خپله یوه جنجالي وینا کې په دې هکله ویلي وو چې «اسلام په آلمان پورې تعلق لري». د روان کال د سپتمبر میاشتې په وروستیو کې د آلمان په کچه ملي پارلماني ټاکنې ترسره کیږي او له دې سره سم په آلمان کې عمده سیاسي ګوندونه د ښي اړخو پوپولیستانو له ټاکنیزو مبارزو په ویره کې دي.

مهاجرت، تر ټولو مهمه موضوع

په همداسې یو وخت کې، په ځانګړې توګه د آلمان دوه سترو او عمده سیاسي ګوندونو مسیحي دموکرات او سوسیال دموکرات ګوند په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې تراوسه پورې د اسلام، د آلمان د فرهنګ اصلي قواعد او د ادغام په هکله خبرې نه دي کړي. خو د جولای میاشتې په ترڅ کې د سوسیال دموکرات د ګوند څخه د صدراعظمۍ مقام ته نوماند او د همدې ګوند رهبر، مارټین شولڅ د مهاجرت پر موضوع څرګندونې وکړي. په برلین کې د سیاسي علومو د کارپوه، اسکار نیدرمایر په باور «د مهاجرینو ستونزه چې ډیر کله په اغلب ګمان له اسلام او ترګرۍ سره ربط ورکول کیږي، اوسمهال یوه ډیره مهمه مسئله ده.» نیدر مایر له دویچه ویله سره په خپله مرکه کې وویل چې دغه موضوع کیدای شي د ټاکنو په وروستیو اونیو کې په یو له مهمو موضوع بدله شي.

هغه څه چې د اسلام او شریعت په هکله بحث او خبرې لا پسې پیچلي کوي، هغه په دې هکله د تفسیر ګڼ شمیر بڼې دي. په فرانکفورت کې د «شریعت او اساسي قانون» تر نامه لاندې د یوه کنفرانس په څنډه کې د اسلام پیژندنې او حقوقي چارو کارپوه، ماتیاس روهه دویچه ویله ته وویل چې «شریعت ښايي د بشر حقونه تر پښو لاندې کړي او یا کولای شئ چې په شریعت سره بشري حقونه توجیه کړئ.»

د مساوات موضوع

د سوزانه شرویتر په باور، په هرځای کې چې د قوانینو د یوې مجموعې په توګه شریعت پلي کیږي، تر ډیره پورې په داسې حالت کې د سرکوب خوا ته تمایل ډیر لیدل کیږي. شرویتر چې په فرانکفورت کې د «نړیوال اسلام د څیړنې د مرکز» مشره ده، له دویچه ویله سره په خپلو خبرو کې په دې هکله د جنسیتي نظم مسئلې ته اشاره کوي. هغه وايي چې «تاسې په ټولو رسمي اسلامي ښوونځیو کې یو څه ګډ وینئ او هغه پر ښځو باندې د نارینه لاس بر والی دی. دا په دې معنی چې نارینه او میرمنې مساوي نه دي او نارینه تر ښځو ډیر امتیازات لري.

شرویتر په اروپا کې هم د ورته سرکوب کوونکي اسلامي نظام پلي کیدل ویني. هغه وايي: «په هر ځای کې چې د مسلمانانو ټولنه ده، په ځانګړې توګه په بریتانیا او یا هم د پاریس ښار په شاوخوا کې، موږ وینو چې دغه راز اسلامي نظم په ټولنه کې حاکم دی. شرویتر په دې هکله تشریح کوي چې څنګه دغه کار خپل اغیز پریږدي. هغه د مثال په توګه اشاره کوي چې د دې هیوادونو په ځینو سیمو کې میرمنې تر ډیره قهوه خونو او یا هم رستورانتونو ته نه ځي او یا ځانګړی داسې ځایونه دي چې د روژې په اوږدو کې تړلي وي. بله دا چې دا پوښتنه مطرح نه ده چې یوه ښځه پرته له پړوني یا ټکري بیرون لاړه شي. په دې سیمو کې داسې میرمنې اصلاً نه لیدل کیږي چې له پړوني يا ټکرې پرته وګرځي.

شرویتر په حقیقت کې آلمان له دې راز شرایطو لیرې ویني خو هغه په دې باور ده چې حتی دلته په آلمان کې پر نجونو باندې داسې فشارونه چې باید ټکري په سر کړي او یا  جنسیتي توپیر د رشد په حال کې دی. د اسلامي چارو دغه کارپوهه وايي چې «مسلماني نجونې تر فشار لاندې راوستل کیږي، له دوی څخه انځورونه اخیستل کیږي او بیا پر انټرنیټ خپریږي، یا هم د دوی مور او پلار ته ویل کیږي چې ستاسې لوڼې «فاحشې» دي.

آیا څو فرهنګي، بې معنی موضوع ده؟

د آلمان په ډریسډن ایالت کې د سیاسي علومو کارپوه ورنر پاتسلت داسې څرګندونو ته اشاره کوي چې پکې دا ښکاري چې «څو فرهنګي» ځان ته د فریب ورکولو پرته بل هیڅ هم نه دي. د هغه له پاره جنیستي مساوات د اروپا د فرهنګ او ارزښتونو یوه خاصه برخه ده. دا ځکه چې دغه فرهنګ د اروپايي ژوند تر ټولو لومړی شرط دی. پاتسلت د دې نظریې پلوي دي چې د څو فرهنګي لومړی شرط دا دی چې مهاجرین زموږ فرهنګ قبول کړي او تل باید د کالیو، رخصتیو او نورو مسئلو له لارې دغه څه په خپل ژوند کې وښيي. خو هغه په دې هکله وايي چې «دغه څه هغه وخت نه پیښیږي کله چې یو ډله خلک له خپل دین او مذهب څخه یو ځانګړی تفسیر له ځانه سره جدي ونیسي.»

پاتسلت د سیاسي ګوندونو په هکله داسې یو تحلیل وړاندې کوي: تر هرې اندازې چې ګوندونه ښي اړخي وي، په هماغه اندازه وايي چې د هیواد فرهنګ باید بدل شي، او په هماغه کمه کچه دوی د مهاجرینو پر وړاندې د قیدونو او شرطونو له مطرح کولو ډډه کوي. نیدرمایر د ټاکنیزو مبارزو پروګرامونو ته په اشاره دغه پوښتنه راپورته کوي چې آیا آلمان د یو څو فرهنګي ټولنې په لور پرانیستی کیږي او یا هم د آلماني ټولنې نورم او فرهنګ چې د تاریخ په اوږدو کې رامنځته او انکشاف یې کړی، ورباندې ټینګار کیږي.

د نیدر مایر څرګندونو په پام کې نیولو سره په آلمان کې هیڅ ګوند تر اوسه پورې په ټاکنو کې مسلمانان د یوې ډلې په توګه نه دي مخاطب کړي. په مجموعي ډول په آلمان کې شاوخوا ۵ میلیونه مسلمانان ژوند کوي خو دا لا معلومه نه ده چې له دې شمیر څخه څومره یې د رایې کاروونې په شرایطو برابر دي.