1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په آلمان کې ترکۍ ټولني: د بهرنيانو په غونډه کې د برخي اخستلو لپاره شرط لرو

په آلمان کې د ترکانو څلور ستري ټولني د يو شرط په وړاندي کولو سره د بهرنيانو په غونډه کې برخه اخلي.

دا په آلمان کې د ټولو اوسيد ونکوترکانو پرېکړه ده

دا په آلمان کې د ټولو اوسيد ونکوترکانو پرېکړه ده

په دې هيواد کي د ترکانو څلورو سترو ټولنو ويلي چې په هغه صورت کې به په آلمان کې د بهرنيانو په ستره غونډه کې گډون وکړي چې ودې هيواد ته د بهرنيانو د راتگ په قانون کې بدلون راسي.
په آلمان کې د ترکي ټولني مشر کينان کولات ويلي چې دا په دې هيواد کي د ټولو اوسيد ونکوترکانو د ټولنو پريکړه ده.
سر بيره پر دې کولات د آلمان له ولسمشر څخه غوښتنه کړې چې دغه قانون چې د جمعې په ورځ يي د تصويب تمه کيږي لاسليک نه کړي.
د کولات د څرگند ونو سره سم نوموړي ټولني به نن د آلمان ولسمشر هورست کولر ته يو گډ ليک هم ولېږي.